ټول ملک د میا په تاویزونو، برخو، د خان په غوړ لستوڼي، د ملک په فیصلو او په لویه کې د جاګیردارۍ د آسونو او څارویو په ترپاري چلېده.
کلي د میا، ملک او خان وو، پر بانډو او ولسونو د جاګیردار د باز پښې شرنګېدې، سوداګري، غم و ښادي هم په پور او فصل وه. د جاګیردار په کور کې به کندوان له شولو، غنمو او جوارو پړسېدلي وو، زېړ غوړي به د منګیو پر څنډو را اوښتل، دوه درې لنګې به ولاړې وې، د پسونو، چرګ چورګوړي، او پیل مرغانو خو به حساب نه کېده.
ستړو ستوړو به کټونه خوب ته نه پرېښودل، جاګیردار به پر همدې سرونو د خپلې واکمنۍ سیوری تاند ساته. خولې د مزدور وې او ګټه وټه د خان. خدای ورکړې وه.
دا نو داسې زمانه وه چې هرې سیمې خپله ـ خپله خاني او جاګیرداري لرله، بختور خلک او سیمه هم هغه وه چې د جاګیردار د آسونو د پښو پلونو پرې بخۍ کوله.
جاګیردارانو ورو ـ ورو په خپلو کې بریدونه معلوم کړل، یو له بل سره یې د راشې درشې ټغرونه هم وغوړول، هره یوه دا هڅه هم کوله چې په هوا پسې کټ و ټغر وګرځوي، نوم یې د خلکو په ژبه یاد شي، د دسترخان او ځوانۍ ډول یې یاد شي؛ نو د لوړو برجورو کلاګانو نندارې ته یې د خلکو سترګې راواړولې. د جاګیردار پر دسترخان به میا، ملا او ساده پاده کلیوال را ټول وو، جاګیردار به له هر یوه نه کار اخيست، هوښیار بیا هغه و چې د خلکو د کتنې لپاره یې ځانګړی ځای لاره، د کار، خدمت او ساتنې لپاره به یې هم خلک معلوم وو.
د لوی جاګیردار په نغري به د سړو شمار نه کېده، هر کور دا هڅه کوله چې په نغري کې سکروټې زیاتې کړي، زیاتې سکروټې پر نغري ګڼه ګوڼه را ماتوي؛ نو فکر دا و چې سړي د دنګو برجونو ښایست او ساتندوی دي، که نغري د سکروټو په شور تودېږي؛ نو کلي په برجونو یادېږي، برجونو کې باید دنګه غاړه، برېتور او مټور شاه زلمي ناست وي چې د مخ له رنګ او د پلونو له شوره یې ځمکه وتښتي.
کور کلی په سړو آباد وي، هغه کور چې سړي و نه لري، هغه خوارېږي. په همدې فکر د جاګیردارۍ لمن ورو ـ ورو غوړېده او سړي زیاتېده.
داسې ورځ راځي چې په ملک کې به په یوه خوله خبرو راټولېدو لپاره یو ور پرانيستل کېږي. پر دغه وره به د سین د مرغلرې وړانګې راننوځي او تیارې به شړي؛ خو… د دېوالونو غوږونه دې کاڼه او د سرو پیریانو سترګې دې ړندې وي.
۳
چمچه مست لکه چمچه مار هسکه غاړه د للندر د غرونو له منځه راووت، په هواره کې یې ګړندي مزلونه ورو ـ ورو تت شول؛ خو د څپو غږ یې له کابلي سره په ګذرګاه کې غاړۍ غړۍ شو؛ نو بیا د خپلې ځوانۍ په جوش او غړمبېدو راغی، غړمباري یې شاوخوا پر سر اخيستې وه، عالمونه یې نندارې ته راووتل، دا ځل یې پر خړ مخ د غرونو پر لاسونو او څانګو سربېره د تنکیو سپینو مړوندونو سره او شنه بنګړي او زرین پېزوانونه ګرځېدل. د مستو څڼو نندارې ته ولاړو کسانو به لاسونه ورغورځول او ډک موټي به راوتل، شکرونه یې اېستل، د کلونو ـ کلونو مزدوري یوه خوا د چمچه مست او کابلي سږنۍ پېرزوینه بلې خوا. د خلکو سپېره مخونه وغوړېدل او رنګونو یې په کور کلي کې ساړه نغري تاوده کړل. له نغریو د سپرغیو سره خوله را پورته شوه، د زرینو پېزوانونو او سرو شنو بنګړیو په تعبیرونو د کابل د فضا رنګ بدل شو.
سیوري لا رنګي وو، لښتو نوې ـ نوې ساه اخيسته او غوټۍ یې د باد په غږ ښورولې چې له درانه خوبه سترګې پرانيزي. د کابل ډنډوکي له اوبو خوټېدل، لاهورۍ دروازې ته د سین د څپو زوږ رسېدلی و، خلکو د غرونو ډډو ته پناه وړې وه، د اسمايي غره، زمبورک او رتبېل شاه پر دېوال، بني حصار، لوړې کلا او همداسې پسې د لوګر ډډې ته د شېوکیو پر غرونو مچ و مېږي خلک را ټول وو. د ونو ډډونو ته به یې ډډې لګولې وې، توبې یې اېستلې؛ خو له هرې توبې سره به یې دا هم ویل چې پخوانیو متل کړی، په هرې سختۍ پسې اساني وي؛ نو د سږني چمچه مست غړمبېدلې ژبه او خړې اوبه بې حکمته نه دي. خامخا به ور سره رڼايي وي.
د زنبورک شاه او رتبېل شاه د دېوال ډډې ته ناستو کسانو ویل:
ـ ته دا پخوانی کافر پاچا وګوره! په غره کې یې دا دېوال د خلکو په تنو پورته کړی دی، هغه ناوې د نر لور وه چې د دېوال مزدورانو ته یې پېغور ور کړ او د پاچا پر وړاندې یې را پورته کړل، په ختوزي ـ ختوزي خټه یې پاچا تر خټو لاندې کړ او مسلمانان یې د ده له شره خلاص کړل، ګنې اوس به دلته یو نسل هم پاتې نه وای. له همغې ورځې پر مونږ رڼايي راغله، ګنې له هغې وړاندې خو خلکو په خپلو کورونو کې د پاچا نوم هم بې اودسه نشو اخيستی. د پاچا له نوم سره به یې ظلل الله وایه. خدای پاک ورحمېده او دا مخلوق یې د هغه له شره خلاص کړ.
دا وخت له دوی لږ وړاندې د برخې خاوند بدرو ډولچي ولاړ و، د دوی خبرې یې واورېدې، په زړه یې سړې اوبه تویې شوې او منځ ته یې راغی. خپل څادر یې منجیله کړ او د ونې ډډ ته یې پرې ډډه ولګوله، خلکو ته یې مخ واړاوه:
ـ عزیزانو! د خدای پاک مهرباني د خدای پاک ده؛ خو دا څوکاله اسمان هم والله که د ډاله غږ اورېدی وي؛ نو نه باران و او نه وریځ.
د دوی له منځه عمر خوړلی سپین ږیری جانو اکا را پاڅېد، نسوار یې تو کړل، سور شین واوښت، پګړۍ یې ول ـ ول په غاړه کې پرېوته، په لغته یې وواهه:
ـ پاڅه! توبه وباسه، ته لا اوس هم د ډاله غږ کوې.
بدرو ډولچي چې د سپینږیري جانو اکا په غاړه کې پرېوتې ول ـ ول پګړۍ ولیده؛ نو غوږونه یې مړاوي کړل او پر ځمکه یې پر کاڼي کرښې را ښکلې، جانو اکا ورته له غوسې خوټېده او سر ته یې ولاړ و. ډولچي پورته نه ورکتل؛ خو په اسویلي یې ورته وویل:
ـ د ټولو خونې پېزوانونو او سرو شنو بنګړیو تودې کړې. چمچه مست درته خدای پاک سره زر وګرځاوه، خدای پاک مو د ټولو توبه قبوله کړه، ګنې د نغریو چایبرونو مو په خاورو دوړو کې پټ وو.
سپینږیري جانو اکا پرې بیا را بړچ وهل:
ـ نو ته ولې توبه نه وباسې.
بدرو ډولچي یې ول ـ ول پګړۍ ته وکتل، توکل یې په خدای کړ:
ـ ما خو نه څوک ازار کړي او نه مې چا ته تاوان رسولی.
جانو اکا یې په رپېدلي غږ په خوله کې خبره وچه کړه:
ـ له دې نه نور لوی تاوان څه وي؟ چې خلکو ته دې تمامه ورځ ډولکی غږاوه.
ـ خو ډولکی مې غږاوه، د چا مال خو مې نه خوړ او نه مې…
جانو اکا بیا پرې سترګې سرې کړې:
ـ نور دې څه کول؟
دې وخت کې یو بل سپینږیری خدای نظرګل چې له جانو اکا سره یې څو خولې او کمیسان یوځای زاړه کړي وو، راپاڅېد:
ـ جانو اکا بس دی، څه یې کوې؟ خوارهکی کله ناکله په سنتګرۍ، خوږه کاسه، کوژدنې او واده کې ډولکی غږوي، د کلي خلک پرې را ټول وي، څڼې ورته غورځوي، ځوانان، جنکۍ او پخې ښځې ورته لستوڼي غورځوي، پرېده یې. سبا به ګوره دا هم نه وي.
جانو اکا چې د ملکۍ پر مساله ناست و، خپله هره خبره ورته میره وه او زړه یې لا هم نه سپکېده، له ځانه سره غورېده او غړمبېده؛ خو تر منځ ولاړ سپینږیري خدای نظر ګل د ډولچي ستاینه کوله، دا یې پسې غبرګه کړه چې:
ـ دا خو زموږ او ستاسې د کوټې بره ستن ده.
بدرو ډولچي له حیا پورته نه کتل؛ خو همدومره یې وویل:
ـ خدای پاک دې دا کال د ښادیو کال کړي او ما دې ستاسې په ښادیو کې څانګې ـ څانګې پرېباسي.
خدای نظر ګل پخپلې شونډې دښي لاس برسېرنه ګوته کېښوده:
ـ ته چپ! لاس پر شونډو کېږده، دېوالونه ویښ دي… نه اورې! له دنګو برجونو نه په تره شړۍ کې د پټ سیوري ښکالو راځي، نغاره پټه کړه.