د ارواپوهنې لپاره انګريزي کلمه سايکولوژي ده. سايک په يوناني ژبه کې د نفس، ساه، روح، اروا معنا لري او لوژي د پوهې يا پوهنې په معنا ده. د سايکولوژي لپاره په اردو کې نفسيات او دري کې د روانشناسي وييکی کارېږي.
په دې سوژه يوه مقاله د استاد اجمل ښکلي زما تر سترګو تېره شوې ده. په «ارواپوهنه که روانپوهنه» کې استاد تر ډېره د روان، اروا، روح او نفس په کلمو لغوي بحثونه کړي دي او دا يې نه دي ويلي، چې کومه يوه يې ډېره بهتره ده. دا سمه ده، چې په علمي اصطلاحاتو کې د سم او ناسم خبره نه شو کولی، خو چې په يوه مسئله خبرې کوو، ښه وي چې خپله ترجيح هم د لوستونکو مخې ته راوړو. فکر کوم، استاد د ارواپوهنې کلمه نه ردوي او تېږه چې چېرته پرته وي هلته درنه وي په مصداق يې ويلي دي، چې ارواپوهنه ښه ده.
سايکولوژي د اروا يا روح پوهه نه ده. پخوانو د ګڼو امراضو ريښه په روح کې لټوله. يوازې د امراضو نه، خوبونه، شاعري، غيب ګويي او الهام هم د ارواحو په نړۍ پورې تړلې خبرې وې. په فلسفه کې چې د معاصرې سايکلوژي تسلسل هم څېړو، نو پيل يې له روح يا اروا وينو او ورو په ورو هغې مرموز بنسټ ته را رسېږو، چې د معاصرې ارواپوهنې د علمي او تحقيقي ماڼۍ بنيادونه پرې ولاړ دي.
معاصره سايکولوژي پر څه بحث کوي؟ په بريټانيکا دايرة المعارف کې ليکل شوي، چې سايکولوژي په انسان او نورو حيواناتو کې د ذهني حالتونو، بهيرونو او چلن مطالعه ده. يوازې دلته نه، بلکې د سايکولوژي په هکله په ټولو معاصرو متنونو کې د ذهن او چلن د مطالعې خبره ډېره جوته ده. خو يوه مسئله دا هم ده، چې ذهن هم تر اوسه پورې د ساينسي نړۍ لپاره معما ده او اصلي جوړښت او فطرت يې لا معلوم نه دي. ايا ذهن د نيورونونو او سايناپسونو د تعامل پايله ده؟ ايا له مغزو سره يې هېڅ تړاو نشته او انساني ذهن يوه بله سرچينه لري؟ ايا ذهن د روح بل نوم دی؟ دا پوښتنې به ساينس ځواب کړای شي يا نه، دا به وخت ته پرېږدو، خو ساينس د ذهني ميکانيزمونو، حالتونو او بهيرونو په تړاو خورا ډېره ډيټا او معلومات ټول کړي دي او د دې معلوماتو له مخې د انساني ذهن په اړه کره او تر علمي بريده دقيقې پېش بينۍ کولی شي. له دې زاويې، سايکولوژي ته د ارواپوهنې يا روانپوهنې په ځای د ذهنپوهنې نومونه تر دې دمه ډېره مناسبه برېښي.
ولې يې چلنپوهنه ونه بولو؟ سايکولوژي يوازې د چلن پوهه نه ده او هغه اختلالونه چې سايکولوژي يې د درملنې بحثونه څېړي، يوازې چلنيز اختلالونه نه دي. د ډيايسايم کتاب چې د سايکولوژي په بايبل مشهور دی، په هغو اختلالونو مشتمل دی، چې سرچينه يې ذهن کې ده او ذهني يا منټل ګډوډۍ يې بولي. بل دليل به يې دا هم وي، چې معاصره سايکولوژي شاوخوا د ټولو چلنونو ريښه هم په ذهن کې لټوي او همدا يې مصدر او منشاء ګڼي.
سايکولوژي ته به ارواپوهنه، روانپوهنه، ساپوهنه، چلنپوهنه او نفسپوهنه ټولې مناسبې نومونې وي، خو که حتما د يوه بهتر معادل په لټه کې يو، نو د سايکولوژي د اوسني تعريف او د دې علم د موضوع او غرض له مخې ذهنپوهنه به يې ممکن په ټولو کې ډېره هر اړخيزه نومونه وي. البته د نومونو په هکله تر ډېره دا ډول بحثونه ډېر ځای هم نه نيسي، په دې چې نومونې، اصطلاحات او ټرمينولوژي د علم د پرمختګ مخه نه شي نيولی. د اټوم لغوي معنا به (نه تجزيه کېدونکی) وي، خو اوسمهال همدا اټوم دړې وړې پروت دی او د تجزيې بهير يې لا درېدلی نه دی.