یکشنبه, مارچ 23, 2025
Home+بوی (لنډه کیسه) عبدالوکیل سوله مل

بوی (لنډه کیسه) عبدالوکیل سوله مل

په ښار کې درز غوبل جوړ دی، د خدای مخلوق راوتلی دی، پر بې وزلو وګړو اختر دی، داسې ېو شتمن ښار ته پر لاردی چې د زر او  زور آوازه ېې پر ټول هېواد خپره ده. وايي چې دی به یوازې د خلکو داد او عریضې نه اوري او اخلي، بلکې د نغدو روپیو او نوټونو ډکې بوجۍ به هم پر خلکو وېېشي. ښاریان له خوشحالۍ په جامو کې نه ځایېږي دوی هغو اوښانو ته ورته دي چې پینځه ورځې یې اوبه نه وي څښلې او اوس یې د اوبو په روانه ویاله ورسم کړي وي.

دا دی د موټرو کاروان راورسېد. ښارېانو لاسونه وپړکول، د لاسونو پړکا او د خوښۍ دې چیغو سیمه داسې پرسر واخیسته تابه وېل ښارېان د فوټبال کومه بېن المللي  لوبه ويني  او د دوي د خوښې تېم ېې په وروستي ګول خپل حریف ته ماتې ورکړه.

د وسله‌والو ساتونکو په بدرګه د ذرهي ګاډو دا لوی قطار  دې ښار ته د کوم ټولواک راتګ هم پخوانیو ته نه ورپر زړه کاوه. . همدا چې کاروان ودرېد، د سترګو په رپ کې ټول ساتونکي خواره واره شول. هغه له ټولو ورستی کس و چې له خپله موټره را ښکته شو.

 غټ سر، پلن تندی، پپړې شونډې، ګږه خوله، غټ ورمیږ ، راوتلې لويه ګیډه….. او ېوه موسکا، ېوه داسې موسکا چې دخېر ښګڼې  دنقاب تر ترشا ېې د وحشت تورې  کرښې پرتې وې، خو دا چې د زور او ځواک هنګامه یې ډیره توده وه،  ډېر وغوړه‌مالانو به له هر چا ښاېسته ، رحیم او کریم باله. ځکه خو په یوه بهرني سفر کې د الوتکې یوه ځوانه سیتوردیسه – چې د لور پرځای یې وه زړه ېرې باېلي او درېیمه مېرمن یې ګرځي.

 د خلکو لویې ډلې ېې په موټر یرغل ور وړ. ده لاسونه پورته وغورزول ،  په اشاره ېې وسله والو ساتونکود ګادي وروستۍ دروازه  پرانېسته، د خلکو پر وړاندې له وړو او لوېو بانکنوټونو ډکه بوجۍ کېښودل شوه  ،دبوجۍ خوله ېې پرانېسته ، دپېسو نوټونو لکه روښانه لمر د وږو او ناداره خلکو سترکې وځلولې، د صاجب په لاسونو کې نوټونه په هوا کې والوتل   :

ـ بس هر یو دې له خپله بخته خوري، چې څومره د چاموټي ته راغلل، هماغه ېې قسمت دی.

خوله یې له خندا چینګه وینګه شوه، سم له سمونې يې په راغلو بېوزلو وګړو د پیسو ور ول پیل کړل. د خلکوترمنځ د بخت آزموېنه پېل شوه، او  له منځه ېې رنګارنګ آوازونه او غبرګونونه را وزېږېدل:

ـ څومره سخي دی!!!

بل یې په پلوۍ زیاته کړه:

ـ خدای سړي ته ګوري چې زر او زور ورکوي…!!!

خلکو لاسونه پورته نېولي و ،هرېو پخپل وار نوټونه نېول، سترګوېې له خوښې ځلېدې، خو په دې لوېه ګڼه ګوڼه کې

 د یوه تن تندي ګونځې و، ودرېد ، شاه او خوا ېې ولېدل د دېرو کسانو برعکس له ځانه سره وبوږنید:

ـ څه د پلار او نیکه  پیسې خو یې نه دي، دا ټولې له دولت او رعیته را غلا شوې مردارې پیسې دي. له دې نوټونو د غلا بوی راځي.

بل مخ وراواړوه:

ـ د غلا نه د وېنو بوی.

بل تن هم ددوي ه په پلوۍ په ورو  وویل:

ـ خود د غلا او حرامې پیسې دي، څو کلونه وړاندې یې خر نه درلود چې ژرندې ته د غنمو ګوډی پرې یوسي، خو اوس یی د یوه موټر په ځای بسته  ښارونه  او جاېدادونه رانیولی.

خو ېوبل تن  چې  ددوي خبری واوریدې، په ده ور وغورزید:

ـ چې حرامې دي، نو بیا ته د څه لپاره دلته راغلی یې، له هر چا خو تا دې حرامو پیسو ته لاس اوږد نیولی دی؟

خو ده بده ونه ګڼله، په خندا يې ځواب ورکړ:

ـ نه دې دي  اوریدلي، چې وایي د موزیانو مال غازیان خوري.

یو بل تن چې د دوی خبرې او غبرګون ولید، هم د دوی  دخبرومنځته ور ولوېد:

ـ نن کوم  ېوله دې دوه مخو چارواکو او صاحبانو نه له غلا خلاص دی؟

یوه بل هم سر ورسره  وخوځاوه، هغه ته یې مخ ور واړاوه:

ـ ته رښتیا وایې، خو اوسني غله هم دوه ډوله دي.

تر څنګه د ولاړ کس خوله له حیرانتیا وازه پاتې شوه:

ـ هغه څنګه؟

ده په بېړه ځواب ورکړ:

ـ هغه دا چې یو ټوله غلا کور ته وړي، خو یو نیم یې دوه ځایه  وېشي، نیمه ځانته پرېږدي او نیمه په رعیت لګوي.

له ده سره څنګ په څنګ روان سړي، د صاحب خوا ته په اشارې وویل:

ـ بس دا صاحب همداسې باانصافه غل دی.

د پیسو وېشل، د عرایضو اورېدل او اخیستل ښه په درز کې روان وو، چې له لیرې یو ډنګر ځوان په منډه د صاحب خواته ځان ور ورساوه او په وړاندې یې لکه سرتېری نېغ ودرېد. دا یو بل کس، ېو بل غږ او ېو بل سېوری و چې نه خېرات ته او نه د خېرا ت نندارې ته راغلی و، هغه دېو بل شي پسې راغلی و. شونډې ېې وچې وې ، په سترګو کې د اوږده سفر ستړېا ښکارېده ، دی داسې ېو کس وچې د حق غوښتلو لپاره ېې سل او شل خطرونه پر ځان منلي وو. صاحب د نورو په څیر ده ته هم د لوټونو له بوجۍ څو لوټه راوکښل، خو ده لاس ور اوږد نه کړ. د صاحب تندی ګونځې وکړې ، دسترګو په آسمان کې ېې ورېځې شوې ، په غوسه ېې ووېل :

ـ نو د څه لپاره مې په سر راخیژې چې پیسې نه غواړې؟

ځوان د زړورتېا وروستۍ ساه واخېسته، غږ ېې ورو خو پرېکنده و ،په غرور او سړه سینه ېې ورغبرګه کړه:

ـ صاحب زه خیراتخور نه یم، زه خیرات نه غواړم..

صاحب، لکه ذهري حشره چې ټک ورکړي، پر ځوان سترګې راووېستې :

ـ نو چې خېرا ت  نه غواړې ، دلته څه بد کوې، څه غواړې؟

ځوان سېخ ودرېد،  ونه بیرید ،:

ـ صاحب زه مې خپل پور غواړم.

د پور په اورېدو له صاحب سر وزنګېد، سترګې ېې برندې راووتې، غاښونه یې چیچل او له خولې ېې بېواکه ووتل:

ــ لا حووالله، دا څه آورم!؟

 په کټ کټ ېې لکه لېونی وخندل:

ـ  د سړي که د پیسو؟

ځوان چې د صاحب له زور، واک او کلک زړه ښه خبر و، دا ځل وبېرېده، له ویرې ېې په کرار شان وویل:

ـ صاحب دا نه د پیسو پور دی او نه د سړو. دا له مرګه ستا د خلاصون پور دی،

د صاحب لکه څوک یې چې له لوړې غونډۍ لاندې را وغورځوي خندا ودرېده، په سترګو ېې تېاره راغله :

ـ څه ؟

ځوان نرۍ خندا وکړه :

ـ تاسو زه هېر کړی ېم، خو ما تاسو نه ېاست هېر کړي .

صاحب چې لا هم   هماغسې چرتي او حیران و، هېڅ غبرګون ونه ښود. د بوجۍ نوټونه،ېې له لاسونو داسې شېوه شول لکه لاسونه ېې چې بې حسه او له حرکته ولوېږي .، په لوړ غږېې ووېل:

ـ بس در ټولوئ یې، چې چا ته څومره په لاس ورغلل، هماغه به یې قسمت وي.

نېستمنو ښارېانو د نوټونو په راټولو داسې غوبل جوړ کړ ،لکه وږو چرګانو ته چې دانې واچول شي.

صاجب د ځوان دعوې ته چرت ېوړ ، غولونکی خندا ېې پر شونډو وځلېده :

ـ  ته رښتېا واېې ؟

 صاحب دځوان غبرګون ته ونه درېد ،له لاس ېې راونېوه، دواړه د ولاړو کاډو څنګ ته له خلکو لږ څه لېرې ودرېدل

صاحب ځوان ته دوباره ښکته پورته په ځېر وکتل:

ـ هر څومره چې پر خپلو مغزو فشار راوړم، یاد ته مې نه راځئ!

او بیا یې په خندا خپله خبره وغځوله:

ـ او ته وایې چې پور وړی دې یم!؟

ځوان سر وښوراوه :

ـ زه به دې رښتیا هم په یاد نه یم، خو هغه پېښه به دې هرو مرو په یاد وي چې له ما پور وړی شوې.

د صا حب سودا نوره هم یو په دوه شوه:

ـ ښه ووایه، چې زه پوه شم ایا دا پور په یادولو هم ارزي او که نه؟

 ځوان خپله کیسه پیل او غوټه یې داسې پرانیسته:

ـ  دا صاحب ډیره پخوانۍ کیسه ده ، شل کلونه دمخه دی په یاد دی چې لاسونو ته دې هتکړۍ پرتې وې، تاسو بندي او زه یو سرتېری وم. په یاد دې نه دي چې څنګه مې تاسو له اعدامه بج کړئ او ځان مې ستاسو پر ځای بلا شکنجو ته ورکړ…

صاحب د دې خبرې په اورېدو ټوپ کړل، ویې پوښتل:

ـ هغه څنګه؟

ـ هغه دا چې تاسو یې ماته را وسپارلئ چې له تحقیقه موسېده  زندان ته بوځم، په لاره کې تاسو ته بولې درغلې، ما د نورو سرتېرو له مخالفت سره سره په لار کې موټر ودراوه، ستاسو زولنې مې پرانیستې،تاسو ژمنه وکړه او سوګند مو وخوړ چې نه به تښتئ، خو چې څنګه د بولوځای ته ننوتئ، له لږ ځنډ وروسته مو تېښته وکړه او په بله لار غایب شوئ، موږ چې کله بېرته زندان ته وګرځېدو، هغو سرتېرو پر ما شاهدي وویله او ستا په ځای زه په اعدام محکوم شوم، خو د خدای په فضل اعدام مې وبښل شو، خو پوره لس کلونه مې د زندان خوارۍ وګاللې…

د صاحب لاس او پښې له ډېرې حیرانتیا وریږدېدل، سر یې په درناوي وخوځاوه، د ځوان پر اوږه يې لاس ورکېښود :

ـ ښه هغه غیرتي مسلمان سرتېری ته وې؟

ځوان سر وښوراوه :

ـ بلې صېب، هغه بدمرغه زه وم، زه هغه وخت پرېوتم ، خو ته پورته شوې، ته شتمن  او زه نېستمن شوم ، ستا قدرت لا زیات شو او زه  دا دی دلته ولاړ ېم چې پور مې راوګرځوئ..

ځوان راشاته شو ، شونډې ېې وچې شوې، د خپلې ژبې لاندې ېې د وېرې ترېخوالی حس کړ، صاحب اودږه ساه ووېسته، را غی، د خپل زرهي قېمتې ګاډي وروستۍ  شاتنۍ دروازه ېې پرانېسته، لاس ېې د پېسو بوجۍ ته ونېو:

ـ  دا واخله، دا دې هغه پور .

ځوان وموسېد، شاته شو، لاس ېې د پېسو خواته ونه نېو. په ټېټ، خو په زړور غږېې ووېل:

ـ  زه خېرات نه خپل حق غواړم!

صاحب د ګاډي دروازه بېرته وتړله، شونډې ېې ورپېدې، موسکی شو، خو دا موسکا د شرم وه، ېوه شېبه ېې ځوان ته وکتل او بېا ېې په ورو ووېل:

ـ پوهېږم چې پرېوتی ېې، ته غواړې پورته  شې ، نه ېوازې شتمن شې، ځواکمن هم شې، نه ېوازې د زرو خاند شې د زور خاوند هم وګرځې. نو که  غواړې زه به تاهم د ځان په څېر کړم.

ځوان سر وڅانډه :

ـ هغه څنګه ؟

صاحب بیا د موتر شاتنۍ دروازه پرانېسته ، له کوچني لیږدیدونکی یخچاله ېې کوچنی بوتل راوکېښ، ځوان ته ېې وښود، ځوان بوتل ته په ځېر وکتل ، بوتل له زېړې ماېع ډک و، هک پک شو، اوږې ېې وښورېدې :

ـ دا څه دي ؟ دا خو مېتازې دی ….

ـ صاحب موسکا وکړه، په نرۍ خندا ېې ووېل :

ـ هر څه چې ېې بولې، خودا زما درمل دی .

ځوان ټوپ کړ، اخ ېې له خولې ووت:

ـ درمل ؟

ـ هو ، له هغې ورځې چې ما د مرګ له کنارابه تېښته وکړه ،له ما بوی جاري شوی دی… له ما بوی ځي .

د ځوان ژبه درنده شوه:

ـ نو …. دا ….؟

صاحب سر وښوراوه:

ـ هو ځوانه که هر څوک زما سره د ثروت او قدرت  په ډېرولو کې ملګرتېا کوي ،  هغه به هم پر دې رنځ  اوړي  اودا درمل به کاروي .

ځوان لکه برېښنا ېې چې ونيسي ، ورېږدېد، رنګ ېې زېړ راواوښت، خوله ېې ترخه شوه، کانګې ورغلې، ناببره د ځان او ددغه زورور تر منځ توپېر ته متوجه شو. لوېه چېغه ېې له خولې ووته :

ـ نه! ما خپل پوردربخښلی دی!

د لېوني په څېر ېې مڼده واخېسته، د صاحب ساتونوکو چې له لېرې هر څه په دقت څارل، ځوان ته د ټوپک شپېلۍ ونېوې، خو صاحب لکه ترافيک چې موټر ودروي  وسله وال له هر ډول غبرګون راوګرځول، ساتونکي ځای پر ځای پر خپلو ځاېونو ودرېدل .صاحب ګوښی او ېوازې پاتې شو، خپلو لاسونو ته ېې وکتل ، سږمې ېې راښکودې، خپل بوی ېې حس کړ ، خپلې خولې ته ېې پام شو…..

 هغه نور هم په دې وپوهېد چې د قدرت خلک بوی کوي :

ـ د ظلم بوی،

د غلا بوی

، د دوکې او چلوټې بوی

ـ د مرګ او وژنې بوی  …..

۲۰۱۰میلادی کال د جون ۱۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د لټۍ ارواپوهنه کتاب ته لنډه کتنه/ طارق وزیر

ټول انسانان بېلابېل او مختلف استعدادونه لري؛ یعنې یو کس په یوه برخه کې داسې وړتیا لري چې ممکن بل څوک یې ونۀ لري. په...