ټولنيزې رسنۍ د ډلهيیزو رسنيو يو پرمختللی ډول دی، چې اصلي هدف يې د ټولنې وګړو ته د مثبت پیغام رسول دي.
ټولنيزې رسنۍ يا Social Media د غربي هیوادونو نوښت دی، چې ټوله نړۍ يې پرې وصل کړې او دوی ترې ميليونونه ډالره عوايد او ګټه لري.
دغه رسنۍ د تجارت، کلتور، ښوونې، طب، تخنيک، تکنالوژۍ او له ژوند سره پر تړلو ګڼو مسايلو باندې راڅرخي او ورته پرمختګ ورکوي.
اوس بحث دا دی، چې کاروونکي يې بايد څوک وي؟
څرنګه چې له نوم څخه یې مالوميږي، ټولنيزې رسنۍ د ټولنې د وګړو محصول دی، چې اوس وخت کې لوستي او نالوستي کاروونکي لري، خو ځينې معیارونه ورته اړين دي، چې باید پام کې ونیول شي.
– کاروونکي يې بايد لږ تر لږه لوستي وي.
– د ټولنې له نزاکتونو او دودونو سره بلدتيا ولري.
– د مثبت پیغام رسولو وړتيا ولري.
– د سرعت ترڅنګ دقت ته پام وکړي.
– خپريدونکي مواد يې د دیني او وطني ارزښتونو سره ټکر کې نه وي.
– د دې رسنيو له ګټو او زيان خبر وي.
د دې ترڅنګ نوره معيارونه او شرايط هم شته چې ذکر شي، خو د ليکنې لنډون په موخه دغه عمده ټکې ذکر شول او پام کې ساتل يې مهم ګڼل کيږي.
سره د دې چې په افغانستان کې د ټولنیزو رسنیو د کارونې دپاره کوم اصول او قواعد نه دي وضع شوي، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت عمده دنده ګڼل کيږي، خو په ځینو مواردو کې د حکومت خلاف ليکنو او منتقدین د امنيتي ځواکونو له خوا نېول کيږي.
يادې رسنۍ که د مالوماتو د ژر رسونې اسانتيا رامنځته کړې؛ خو د نورو غږيزو، انځوریزو او چاپي رسنيو برخلاف يې سرچينې موثقې نه وي، دقت ته پکې پام نه کيږي او سرعت ته لومړيتوب ورکول کيږي.
همداشان په اوس وخت کې د دې رسنيو اکثريت کاروونکي نالوستي دي او یواځې يې د ساعت تیرۍ، پيسو ګټلو او شهرت په موخه کاروي، چې په ټولنه کې يې ډېر ارزښتونه تر پښو لاندې کړيدي او حتی په شخړو او وژنو باندې تمام شويدي.
دا ليکنه د دې برخې د څار او سمې کارونې په موخه ترتيبيږي، چې کاروونکي دغې برخې ته ډېر پام وکړي او داسې مسايل او مالومات خپاره نه کړي، چې سبا ورځ يې د پښيمانتيا لامل وګرځي.
ټولنيزې رسنۍ د پرمختللي تکنالوژۍ زېږنده ده او هره ليکنه، انځور او ويډيو دې چې يو ځل ورته اپلوډ کړه، برخه يې شوه او ډيليټ کول يې بې مانا او یواځې له سترګو پناه کيدل دي.
پايله
هر څومره چې کيږي، د دې رسنۍ سره بايد محتاطانه او مسلکي چلند وشي، د ټولنې په ګټه عامه مسايل ترې خپاره شي، د چا د توهین لامل و نه ګرځي، هره ليکنه، انځور او ويډيو تر څو ځله فکر کولو وروسته اپلوډ او خپره شي او ځوان نسل د شهرت او پيسو ګټلو دپاره هر څه نشر نه کړي، چې په راتلونکي کې به هرو مرو جانبي عوارض ولري.