Homeخبرونهد بلوچستان د ازادۍ پوځ وايي که د پاکستان پوځ د برمته...

د بلوچستان د ازادۍ پوځ وايي که د پاکستان پوځ د برمته وو د خلاصون هڅه ونه دروي، برمته به ووژني

تاند (چهارشنبه، د کب/ حوت ۲۲ مه) د بلوچستان د ازادۍ پوځ، چې ګڼ شمېر کسان یې له یوه ریلګاډي کوز کړي او برمته کړي، وايي چې د پوځ یرغل دوام لري، د بندیانو تبادلې ته هیڅ جدي توجه نه لري او دوی به  ۱۰ نور یرغمل ووژني.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ پرون (سې شنبې) د بولان په ډهاډر کې له جعفر ایکسپریس ریلګاډي څخه سلګونه سپرلۍ کښته کړې، د هغوی له منځه یې ښځې، ماشومان او بلوڅان خوشی کړل او تر یو نیم سل ډېر نور کسان یې په دې نوم چې د پوځ او استخباراتو کسان دي، له ځان سره بیولل.

د بلوچستان دې بېلتون غوښتونکې ډلې په عین حال کې پرون خبرداری ورکړ چې که د پاکستان پوځ د یرغملو د خلاصون هڅه وکړي، برمته کسان به ووژني.

له بلې خوا د بلوچستان ایالتي حکومت پرون ناوخته وویل چې د یرغملو د خوشي کولو لپاره ځواکونه استول شوي دي.

تېره شبه ناوخته د بلوچستان د ازادۍ پوځ په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ:«د پاکستان اشغالګر پوځ یو ځل بیا د بلوڅ آزادي‌ غوښتونکو جنګیالیو پر ضد غیرمسوولانه او احمقانه پوځي یرغل کړی، د بې پیلوټه الوتکو بریدونه یې کړي او دوه توغندي یې توغولي دي. خو د بلوڅ جنګیالیو چټکتیا، غوره دفاعي تاکتیکونه، او د جګړې پر ډګر بشپړ کنټرول له امله، ټول جنګیالي خوندي پاتې شول. دا برید څرګند ثبوت دی چې پاکستان د بندیانو د تبادلې په اړه د کومې جدي پریکړې وړتیا نه لري، بلکې یوازې د جګړې د لېونتوب او سرزوري تر اغېز لاندې اقداماتو ته دوام ورکوي.»

دې بېلتون غوښتونکې ډلې همداراز ویلي چې «که اشغالګر پوځ زموږ وروستي خبرداری ته پاملرنه ونه کړي، د پایلو مسوولیت به یوازې د پاکستان پر غاړه وي. د ننني بزدلانه او بې‌ځایه بمبارۍ په ځواب کې، ۱۰ نور یرغمل شوي کسان به له منځه یووړل شي.»

د بلوچستان د ازادۍ پوځ همداراز ویلي چې د دې عملیاتو په ترڅ کې یې هیڅ جنګیالی وژل شوی نه دی.

دې بېلتون غوښتونکې ډلې نه دي ویلي چې د برمته وو د خلاصون لپاره د خپلو کومو یا څومره کسانو د خلاصون غوښتنه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...