یکشنبه, مارچ 23, 2025
Home+د چین دوې ملي غونډې: د نړيوالو بدلونونو په درشل کې پر...

د چین دوې ملي غونډې: د نړيوالو بدلونونو په درشل کې پر ګډې ودې ټينګار

ډېوه (بېجينګ- چين)

۲۰۲۵م کال د پیړۍ د بې سارو بدلونونو پېچلتیاوې او ناڅرګندتیاوې تجربه کوي او ورځ تر بلې سختېږي. ځیني هېوادونه ” د سوداګريزو ځنځیرونو پرې کولو” او ” د کوچنيو انګړونو او لوړو دېوالونو جوړولو” پالیسۍ تعقیبوي، د نړیوال کېدو ضد چارې ترسره کوي او د نړۍ د عمومي پرمختګ پر وړاندې خنډونه جوړوي.

په نړۍ کې د جیوپولیټيکي شخړو، اقتصادي سياليو او د اقلیم بدلون په څېر ګڼې ننګونې موجودې دي او د ګډوډۍ او بدلونونو نښې نښانې يې نورې هم پياوړې کېږي.په همدغسې حال کې د چين دوو ملي غونډو د نړۍ پام ځان ته را اړولی دی.

د چين په دغو دوو غونډو کې پر باکیفیته پرمختګ او د چیني شکل عصري کېدو تمرکز شوی، چې نه یوازې د خپل پرمختګ لاره یې روښانه کړې، بلکې نړۍ ته یې هم ثبات رسولی دی.

د چین “دوه غونډې” هر کال د نړۍ پاملرنه راجلبوي او دلیل یې دا ښودل کېږي، چې دغه هېواد له اوږدې مودې راهیسې د ورخلاصون او دوامداره پرمختګ پر لارې ټينګار لري او له بېلا بېلو خواوو سره يې په ګډو همکاریو ګټورې پایلې ترلاسه کړي او نړۍ ته یې ګټې رسولې دي.

اوسمهال د چین اقتصاد د شکلونو لوړولو په یوه مهمه دوره کې روان دی او باکیفیته پرمختګ يې له کورنيو ننګونو او بهرنيو فشارونو سره سره د چیني شکله عصري کېدو په بهير کې مرکزي دنده لري. د نړۍ ډېری هېوادونه د چین باکيفيته پرمختګ، چیني شکله عصري کېدل او ورخلاصون باثباته او دوامداره او د خپل پرمختګ لپاره يې ګټور بولي، نو ځکه دغه هېوادونه د چین د پرمختګ پلانونو ته پاملرنه کوي.

د چین د عصري کېدو لار د لوېدیځ د عصري کېدو پروسې او د مختلفو ټولنو د توپیرونو او ایکولوژیکي بحران په پرتله د ټينګ ميکانيزم ځانګړتيا ښودلې او د نړۍ په کچه یې ډېرو ته د همکاريو فرصتونه برابر کړي دي.

چین د مصنوعي ځيرکتيا (AI)، کوانټوم ټیکنالوژۍ، شپږ جي(۶G)، فضايي ټیکنالوژۍ او نورو برخو کې پرمختګونو ته دوام ورکوي.

د چين حکومت د دوو ملي مجلسونو کلنيو غونډو ته د ۲۰۲۵م کال کاري پلان وړاندې کړی او پکې يې پر دې ټينګار کړی، چې د لوړې کچې پرانیستې پراختیا ته به دوام ورکړي، بهرنۍ سوداګرۍ او پانګونې ته به فعال ثبات ورکړي، د اصلاحاتو او پرمختګ د هڅولو لپاره به پرانیستې لارې وکاروي او د کمربند او لارې باکيفيته ګډې ابادۍ ته به وده ورکړي.

چين به د کمربند او لارې په چوکاټ کې د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو او سیمو سره د زېربناوو، زرغون پرمختګ او ډیجیټل اقتصاد په برخو کې همکاريو ته دوام ورکړي، پرمختيايي هېوادونو سره به همکارۍ وغځوي او د نړیوال اقتصاد په پرمختګ کې به ونډه ولري.

دلته به څو بېلګو ته اشاره ولرو. چین په تاجکستان کې د اوبو د برېښنا د کوچنیو سټیشنونو د عصري کېدو کارونه ترسره کړي، د ازبکستان په ښارونو کې د چینایي ټیکنالوژۍ د نوې انرژۍ بسونه ډېر ليدل کېږي، د پاکستان د کروټ د اوبو بريښنا بند د دغه هېواد د انرژۍ جوړښت ښه کړی او د زرغون پرمختګ هڅونه يې کړې، د اتوپیا په ختیځ صنعتي مرکز کې يې ځيرک سامانونه او پاکه انرژي کارول کېږي او په افریقا کې يې د تولیدي چارو د موثریت لپاره یو نوی معیار رامینځته کړی دی.

چین له څو کالونو راهیسې د نړیوالو وارداتي نندارتونونو، د ګوانګ جو معاملوي نندارتونونو او نړیوالو خدمتي نندارتونونو په څېر لوی نړيوال نندارتونونه جوړ کړي، د سمارټ ګمرکونو جوړولو او همکاریو ته يې وده ورکړې او له ګمرکونو څخه د تېرېدو اسانتیا کچې یې لوړې کړي او د لږو پرمختيايي هیوادونو، لکه د افغانستان او د افريقا د بنين محصولات د چین بازار ته په اسانۍ ننوتلی شي.

د ۲۰۲۵م کال د چين د دوو ملي مجلسونو غونډې پای ته رسیدلې دي. چین د یوې نوې نړيوالې سړې جګړې له ننګونې سره مخ دی، خو دغو غونډو یې د مالوماتي او څار کړکۍ له لارې نړۍ ته ثابته کړه، چې د پرمختګ لاره يوه نه ده، بلکې ډېرې لارې شته او هم د عصري کېدو لارې زياتې دي او د يوه ميکانيزم له لارې نه رامنځته کېږي، بلکې هر هېواد د خپلو ځانګړتياو پر بنسټ نړۍ ته ورخلاصون او ټولشموله لارې پرانېستلی او د انسانانو د عصري کېدو د پروسې لپاره نوي امکانات برابرولی شي او هم د تمدنونونو په تنوع ګډ پرمختګ رامنځته کېدای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

راځئ نړۍ وپېژنو | پوهاند محمدبشیر دودیال

جغرافیه یو په زړه پورې علم دی. له بده مرغه زموږ په ښوونځیو کی دا مضمون، لکه هغسې چې په کارده، نه تدریس کیږی....