پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبژبه او لیکدودد يوې- يوازېنۍ کره (معياري) ليکنۍ پښتو مخې ته پرتې ستونزې

د يوې- يوازېنۍ کره (معياري) ليکنۍ پښتو مخې ته پرتې ستونزې

 له پوهاند دوکتور مجاوراحمد زيار سره د اغلې نجيبه کسرايي مرکه 

لېمه: پښتو د هند او اروپايي ژبو په کورنۍ کې کوم ځاى لري؟

زيار: پښتو د دغې ژبنۍ کورنۍ په اسيايي((آريايي))، په نورو ټکو، هندو آريا ني، او په دې کې بيا په شمال ختيزه آرياني څانگه اړه لري..

لېمه د پښتو او سانسکرېټ د ژبو تړاوونه کوم دي؟

زيار:سانسکرېټ، يا په سهي مانا،زړه هندي د پښتو د نيا ((ساکي)) خورده، منځنۍ پښتو د منځني پېر هندي ژبو(پراکرېټونو) او نورو منځنيو هندي ژبو همزولې ترورزۍ ده او اوسنۍ پښتو د اوسنيو هندي (هندي، سيندي، پنجابي، مرهټي، بنگالي، سېنهالي، بيهاري…) ژبو همزولې بلل کېږي. نوريې تاسې پخپله  انگېرلای شئ چې د دوو خويندو اناوو نمسيانې سره څومره اړاو تړاو در لود ای شي!

دا زموږ د دوديزو پښتوپوهانو ليدتوگه ده چې له دغو دروگونو ژبنيو پېرونو (مرحلو) څخه ناخبره ول او په دې لړکې د پښتو له اوسني، منځني او لرغوني پېره. نو له همدې لامله يې پښتو له زړې هندي ژبې ((سا نسکرېټ))،اوېستا او زړې (هخامنشي) پارسۍ سره همزولې انگېرله او پرتله کوله، بې له دې چې د خپلې ((سکه)) انا په لټه کې يې شي. هرگوره، دغه لټه د هغو له لاسه پوره نه وه،

ځکه دا کار په تاريخي غږپوهنه آرپوهنه اړه لري او د سپڼيزې(تشريحي) او بيا تاريخي ژبپوهنې دغه غبرگې ساينتيفيکې څانگې د پخوانو لاڅه چې، د ډېرو وسمهالو ژبپوهانو تر واک و ځواکه بهر دی.

لېمه: ځينې يې پر دې اند دي چې د معياري ژبې دتر لاسه کولو لپاره د گرامر دا سې جوړښتونه راځي چې هغه ژبې له ولسي وينا څخه لرې کوي. تاسو دا منئ؟
زيار: تر هرڅه لومړی دا څرگندول په کار دي چې دلته موخه د(( يوې يوازېنۍکره ليکنۍ پښتو)) معياريتوب يا کره والی او يووالی دی، نه د گړنۍ، يا ستاسې په نومونه د((ولسي پښتو))، له بېشمېرو گړدودونو سره!

 زموږ دغه ليکنی معيار لکه معياري پښويه (گرامر) د يوې منل شوې  ژبپو هنيزې چلندلارې ( پروسيجر)، پر بنسټ ولاړدی، کټ مټ، لکه يو ولسواک (دېموکراتيک) اساسي قانون  د گردو ۵۰- ۶۰ ميليونو پښتنو، په بله وينا، د څلورگونو]سوېل-لوېديزو، سوېل-ختيزو، شمال-ختيزو، منځنۍ[ گړدودي ډلو يورامنځته شوی غورچاڼ دی. مانايې دا چې دا (يوه يوازېنۍ- کره ليکنۍ پښتو) نه کندهارۍ ده، نه ننگرها رۍ، نه پېښورۍ، نه غلجۍ ، نه دورانۍ او نه کرلاڼۍ، هغه هم  د ميليونونو په استازۍ يې  په  دوه درې سلنې، يا څو زرو ليکلو ستوالو يې اړه لري. په دې توگه يې رښتينی څانگپوهان (ژبپوهان) يې لکه د ولسي د جر گې وکيلان قانونسازان دي؛ خو په دې توپير چې ((اجرائيه ځواک)) يې ، هممهاله ژبپوهان  دي چې پر ولس نه، بلکې پر ليکلوستوالو، زده کړه والو ښوونکواو ليکوالو يې پرکاراچوي، په نورو ټکو،  دواړه ځواکه يې همدا ژبپو هان دي، هم يې دقانون رغاونې واک و پازه پرغاړه لري او هم يې د پرځايکړې (اجرأ او تطبيق) واک و دنده، هغه هم د اړوندو تيوريکي او تطبيقي لارښودونو پر کچ، له پښويې(گرامر) ، غږپوهنې، وييپوهنې نيولې، تر ليکلارښود او لوستکتا بونو، سيندونو (قاموسونو)… پورې!

په دې توگه، د(( يوې-کره ليکنۍ پښتو)) ربړه (مسئله) د همدغو ژبپوهنيزو بنسټونو په رڼاکې  رامځته کېږي، خو د دود له مخې لږوډېر ټولنيز تړون يې دود والی او ټوليزوالی(ترويج و تعميم) يې ښه ترا سمبالولای او چټکولای شي!  هرگوره، موږ  په سرچپه ډول، په دغه  تړاو وار له مخه له ژبپوهنيز اړخه نه، بلکې له دوديز او ټولنيز تړونه راپيل کړې ده

له همدې لامله موږ د خپلو پخوانيو استادانو د((ليکدودي سمون)) پرځای، هغه هم د لاس پورته کولو پر بنسټ، له نويو ژبپوهنيزو آرونو سره د((يوې-کره ليکنۍ پښتو)) غورځنگ رامنځته کړی چې په  نيم پېړييز پېرکې مو سلگونو ليکنو څېړ نو ته پر لپسې کتابي بڼې ورکړې چې روستۍ بېلگه يې روستی درې سوه مخيز ((ليکلار ښود)) دی. لکه پاس چې ورته نغوته (اشاره) وشوه،دغه لارښود پرداسې يو ژبپوهنيز او ژب- ټولنپوهنيز پروسيجر(چلندلار) ټيکاو لري چې د نومهالو ارو پا يي آرينپوهانو او پښتو پوهانو، په نومېرلې(مشخصه) توگه د نو ميالي استاد گيورگ مورگنستيرن په مشرۍ  لومړی څلورگونې وېش رامنخته شوی او هله يې د يوې يوا زېنۍ ليکنۍ پښتو دغې چلندلارې شونتيا موندلې ده.

لېمه: ځينې پر تاسو نيوکه کوى چې تاسې د خپل گړدود پر معيارى کولو ټينگار کوئ او د معيارى کولو د هلوځلو تر څنگ بايد يو لړ ازادۍ خلکو ته ورکړ شي که نه، نو ليکلې وينا به ېې د خولې له خبرو سره ډېر ناسم توپير ولرې، لکه د

کندهار او کوټې پر گړدود باندې دد غه خبرې تپل چې مځکه مه وايه ځمکه وو ايه،ا و  د (س) پر ځاي (ش) وکاروه، ستاسو ځواب څه دى؟

زيار: دا تور او نيوکه هم د ورته ناڅانگپوهيز لامل  زېږنده ده چې گوندې ما را مخته کړې کره ليکنۍ پښتو پر خپل ننگرهاري گړدود برابره کړې ده.  که دوی دومره لږه کۍ  ژبپوهنيزه پوهه درلودای، يوه بېلگه نيمه به يې خو را پر گوته کړې وه.  لکه پاس چې ورته نغوته وشوه، زموږ يوه کره ليکنۍ پښتو د يوه پروسجر پر بنسټ د څلورگونو گړدودي ډلو له غورچاڼه رامنځته شوې، دا په ځانگړې تو گه په هېڅ يوې سيمې ياټبر اړه نه لري، بلکې په ټولو اړه لري.

خو، يو رښتينی واکيال څانگپوه (باصلاحيته متخصص) به  زموږ په يوه پښتو= کره پښتوکې داسې  يو پاموړ توکی پيدا نه کړي چې تر گرامري- فونولوژيکي غورچاڼ د باندې  ديوې ټاکلې سيمې يا ټبر استازي دې وکړای شي؛ هرگوره، په وييپانگه کې له غورچاڼه کار نه اخېستل کېږي او گرده ژوندۍ گړدودي پانگه د  زړې او نوې (رغولې) او پور يا پردۍ پانگې  تر څنگ د يوې- کره ليکنۍ پښتو څلورگونې وييپانگه (vocabulary) رغوي.

زماننگرهاري گړدود پکې په سرچپه ډول ترگردو گړدودونو کمه برخه لري. ما په لارښود او نورو ليکنو څېړنو کې پخپله د دې منښته کړې چې ډېری ننگرهاري گړدودونه په ياد شوي څلورگوني وېش کې  په شمال ختيزه گړدودي ډله کې را ځي،دغه ډله له تاريخي (دايکرو نيکي) پلوه تر سوېل لويديزې ډلې(کندهارۍ پښتو)، منځنۍ ډلې (غلجايي پښتو) او سوېل ختيزې ډلې(کرلاڼۍ پښتو) رارو سته د اوښتون په څلورم پړاو کې راځي او له دې کبله يې ما په چلندلار کې له ټول ارکاييزمه هماغه اړينه فونېتيکي برخه په پام کې نيو لې ده چې پښوييز توپيرونه (التباسونه) رامنځته کوي. تر هرڅه له مخه د(س،ز،گ، ج، خ) پرځای مې  د هما غې چلندلارې او غورچاڼ پر بنسټ (ځ، څ،ږ،ژ، ښ) د منځنۍ پښتو له وينگ سره برابر ښوولي؛ يو لړ اوړنونه او غور ځنونه (قلبونه او اطرادونه)،لکه: کښته=ښکته،کښل= ښکل،اسوېلی= اوسېلی، =خوسی=سخی، خوسا=سخا، خسر=سخر، خپور=خور، سور=پسور، سيوری= سوری… چې  روستي دامې رد کړي او ناکره گڼلي، او له( روځ=ورځ،ږغ= غږ، بغرگ-غبرگ، اورېدل=اروېدل، پرولل- پلورل، برالبه- بلاربه…) څخه روستي ځېلونه د پروسيجر له(ډېري) آر سره سم کره ښوولي او همداراز خپلواکغږونه (واوېل)  د ورته آر توک (مادې) له مخې هم همداسې درواخله!

په دې ډول، که يو دورانی يا غلجۍ ووايي، ولې پرما (ش) يا (ځمکه) په زوره را تپل کېږي، پر وړاندې يې ننگرهاری، پېښوری يا وزېری هم وايي چې ولې دې پرما(س) يا مځکه په زوره راوتپل شي!

او که نه هر چاته ازادي ورکړ شي چې خپل خپل گړدود وکاروي، مانا به يې داوي چې کره والی او يووالی کوم اړين کار يا ربړه نه ده او پايله يې بيرته صفر کېږي.

هو، ليکنۍ پښتو د گردو گړنيو ځېلونو (وارينټونو) يوه يواز ېنۍ چاڼلې(ادبي) بڼه ده. د گردو څلورگونوگړدودي ډلوټپلو ۵۰-۶۰ميليونه پښتانه دا ازادي لري چې هرڅه هرڅه وايي، خو نه چې اړوند۵ =۶ زره  ليکوال  او زدکړوال يې هرڅه هرڅه وليکي!

بې له څانگپوهيز واک (مسلکي صلاحيت) په ژبپوهنيزو ربړو مسألو کي يې لا سوهنه او بيا سنگر نيونه دامانا درلودای شي چې نه غواړي، پښتو پر جهاني کچ لاڅه چې پر هېوادني کچ له دويمې، خو برلاسې رسمي ژبې (پارسۍ) سره دسيالۍ جوگه شي، ځکه لومړی شرط يې يوه يوازېنی ليکنی معيار  دی او بياڅلورگونې وييپا نگيزه پراختيا. حال داچې  (دري) پارسۍ دغه ژبنی-فرهنگي چار له اروپا يي اويوشمېر سترو اسيايي ژبو (عربي، هندي، چيني)  سره هممهاله دوه درې پېړۍ  پخوا تر سره کړې دی!

لېمه:د پښتو ژبې د کرونې(standardisation) په لار کې تر ټولو ستر خنډ وستونزه کومه ده؟

زيار: دگړنۍ پښتو د بېشمېرو گړدودونو(گويشنو،لهجو) له غورچاڼه يې د را منځته کولو بهير پرمخ درومي.  پروړاندې يې  ستره ستونزه دځينو ليکوالو نا باندېوالی(مخالفت) دی او دايې بياد ټبريزې او سيمه ييزې اندتوگې زېږنده ده. دوی ته يوازې نومهالې ژبپوهنه او اړوند ژبپوهنيز آرونه ( اصول)  نه، بلکې د دود يزو پوهانو اويا-اتياکلنې هاندو هڅې او  پرېکړې هم ننگوي او د ټولمنلي غور چاڼ او چلندلارې پر ځای دخپل يوازېني گړ دود د معياري کولو ببولاله له سره راپيلوي. له دې سره د بشپړ ډېري پر ژب- ټولنپوهيز(سوسيو-لنگوېستيک) حق هم ځان ناگاروي او ژبنۍ دېمو کراسي تر پښو لاندې کوي.

هرگوره، د يوې پښتو- کره پښتو په تړاو يوه خورا ستره ژبپوهنيزه ربړه (پرابلم) دسوېل- لويديزې گړدودي ډلې(کندهارۍ پښتو) يوه گړسره ځانتنۍ(منحصر بفرد) خجپوهنه(accentogogy) ده چې د نورو درو گونو ډلو پر وړاندې ټيکاو لري .له دې سره تړلی واوېلي نطام يو مخيز جلا رغاونيز او پښوييز(ساختماني-دستوري) سېستم رامنځته کړی دی.کانسوننټي(س، ښ، ژ، ږ)اونورفونولوجيکي  توپيرونه  دومره نه هوار ېدونکي نه دي..

لېمه: په اروپاکې داريايي ژبوکورنۍ د ايراني ژبو په نوم پېژندل کيږى، ددې علت څه دى؟

زيار: هو زموږ تر پښتو پورې د دغې کورنۍ هره ژبه ايراني(Iranian) او اړونده څېړنيزه څانگه ايرانپوهنه، ايرانشناسي(Iranistics).نومول کېږي، خو مانا يې دا نه ده چې له اوسني ايران سره تړاو لري او يوازې نننۍ  ژبې يې رانغاړي. د ژبپو هنيز ترم(نومونې) په توگه ايران د اريان اوړن(قلب) دی چې ارين(Aryan) ستاينوم (اريايي) اواريان(Aryāna) داريا(Arya) ډېرگړی(جمع)او همزمان ستاينوم (صفت ) دی. آريانا د آرياناوېجه (د اريانانو ټاټوبی) لنډيز دی؛ په پای کې (اريان)،او ور پسې (ايران) ته اوښتی!

ختيځپوهانو د شلمې پېړۍ له پيل سره د روستي ساساني پېر همدا بڼه کارولې ده. خبره ۳۵ کاله راروسته لانجمنه شوه چې پارسيانو خپل هېوادنی نوم ( پارس) پر ايران  راواړاوه. پر۱۹۷۵ز.د کابل په پښتو نړيوال سېمينار کې استاد مورگن ستيرن  افغاني پوهانو ته دا وړانديز وکړ چې ((که ختيځپوهانو ته (ايران) بيرته پر(اريان) بدلول ناشوني دي، خو تاسې يې  دا آره پخوانۍ بڼه (اريان) په اسانه ور ځايناستې کولای شئ)). نو بيا هوکړه وشوه او له هماغه راهيسې موږ آريان اوآر ياني( Aryanian Aryan&) رادود کړل، او تر ماپورې يې نور آريانپوهان ، لکه، دوکتور روان فرهادي، پوهاند  حسين يمين، پوهاند قويم… کاروي.

لېمه: څه د پاسه اتياکاله پخوا په افغانستان کې د پښتو ژبې لپاره هلې ځلې پيل شوې، که مهرباني وکړئ دهغه مهال  پر هاندو هڅو رڼا واچوئ!

لېمه: پر پښتو ژبه د نورو ژبو اغېز څرنگه ارزوئ؟

زيار: پښتو،کټ مټ کله ويونکي يې لا تراوسه پرخېلونو ټبرونو او سيمو وېشلې پاتې ده، او هماغسې چې پخپله پښتنويوه يوازېني ((ملت)) ته لوړتيا نه ده موند لې، دغسې پښتو له بېشمېرو گړدودونو څخه يوې يوازېنۍ ليکنۍ بڼه راخپله کړې نه ده.

په دې ډول، څومره او څنگه چې پښتانه د ځانځانۍ له لامله زيان منونکي(آسيب پذير) دي، همدومره او همدارنگه پښتو د ليک د نه يو والي له کبله  د پرديو ژبو پر وړاندې اغېزمنونکې پاتې شوې ده. يوازې په کابل او نورو سيموکې تر برلا سې پارسي ژبې، بلکې  په سوچه پښتو ژبيو سيمو، لکه لوی کندهار،لويه پکتيا او لوی ننگرهارکې ليک لوست  د پارسي دستور(گرامر) او  سبک و سټايل په مخبېلگه زده کېږي، ځکه د نصاب و کتاب برابروونکي او ښوونکي يې په ورته سبک و سټايل کې روزل شوي او ليکوال شوي دي. نور ټوليز ليکوال، څېړنوال، رسنوال … او ان اکا دېميک پوهان له پارسي مخبېلگې(ماډل) سره، هغه هم دخپل خپل گړدود پر بنسټ، پښتو ليکي او غږېږي. پخوانيو پخو ليکوالو له عربېزم او دايکېتېزم سره سره د پښتو پښوييز- رغاونيز بنسټ تر  وسې وسې  لړوډېر راخو ندي کړی وو. کوم لوست کتابونه  يې هم چې د ښوونځيو، پوهنځيو او پښتو کور سو نو لپاره کښلي ول، د ننيو دغو غوندې  انجړ بنجړ نه ول. ما او نورو ملگرو په دې څلو ېښتو کلو کې د پارسي((تا)) تر اغېز لاندې د((څو، ترڅو)) او((از)) تر اغېز لاندې د((د=څخه، له=څخه کتنه، ملاتړ…)) له سلگونو ليکنو او لارښوونو او بيا کتابي لارښودونو سره مخه و نه شوه نيولای. تر ډېورنډ ور هاخوا پښتو خو تر ((کوم چې، څوک چې، چاچې …)) ورتېره کړې او ورځ پر ورځ  گړسره اردو- انگر ېزي گډولې ته ورڅکول کېږي!
لېمه: په پښتونخوا کې پښتانه د خپلې ژبې له ليک لوسته لرې پاته سوي، خو په پښتو خبري کوي، د ژبې د ژوندۍ پاته کېدلو لپا ره ورته ليک لوست څومره اړ ين دى؟

زيار: هسې خو لره بره گرده پښتني ټولنه تر۹۵ سلنې له ليک و لوسته بې برخې پاتې ده. څه چې ماته بياهم تر هرڅه وړاندې اړينه ده، هغه د يوې بنسټيزې لنگو ېستيکي ربړې په توگه له بېخرته دايلکتېزم او پېچلي گرامري ارکاييزم څخه يوې يوازېنۍ راچاڼلې پښتو ليکلارې، او ورسره تړلي ليک رېفورم ته د گردو پښتنو ليکوالود ذهنونو،نه چمتووالی دی!

هو، بې له خيبره بله لار نشته اوزه ټينگ ايمان او باور لرم چې زموږ دغه ژبنۍ-فرهنگي مخبنايي بريا به د پښتني ټولنې ټولنوټيزه(اجتماعي- اقتصادي بېخبنا هرو مرو تراغېز لاندې راولي او له ځانځاني ټبرني ژوندوژواکه يې يوه يوازېني ((ملت))) ته لاره ورهواره او چټکه کاندې،  زما او ډېرو روښاندو پښتنو د ژوند رو ستی ارمان هم، همدادی!

لېمه: په ټولنيزر رسنيو لکه فېسبوک، تويتر او نورو کې په پښتو ليکل، ايا د ژبې معيار راکښته کړى او که ېې ژبې ته وده ورکړې؟

زيار:  په دې شک وشوپيان نشته چې له لويه سره خبرتيايي(انفارماتيکي ) تېکنا لوجۍ او ورسره له ووبپاڼو او وېبلاگونو (وېبسايتونو اوگورتپاڼو) فېسبوکونو، انسټگرامونواو نورو ټولنيزو= انټرنېټي رسنيو ياخواله رسنيو  د څومره ييز پلوه ډېر لوستي او نيملوستي  پښتانه تر ليکوالۍ او رسنوالۍ رارسولي، خو څنگه چې څومره والی هرو مرو څرنگو الی رازېږوي، او په دې لړ کې د پښتو ليکنی يو والی او کره والی هم ښه ترا شونتيا موندلای شي. زموږ د غورځنگ اغېزې او نښې نښانې پکې پرلپسې پراختيا اوپر مختيا مومي. ځکه داړوندو لارښوونو لپاره موږ هم له ورته اسانتياوو څخه پرلپسې گټه اخلو او مثبتې پايلې يې د سر په سترگو وينو!

            (پای)

1 COMMENT

  1. زه ګمان کوم چی دا اوسنی پښتانه متخصصین به د پښتو لپاره لوی ننګونه وی او د پیړیو تیریدو سره هم دوی به نه توانیږی چه معیاری لیک دود معرفی کړی او بالاخره به پښتو یواځی ژبه پاتی شی او لیک باندی به توافق را مینځته نشی
    مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب