جمعه, مارچ 29, 2024
Home+د ارواشننې دوه مثالونه | ضمير څار

د ارواشننې دوه مثالونه | ضمير څار

ما د خپل ځان د ښکلولو موقع ونه‌مونده

زما تصوير له ايينې نه راوتلی نه‌دی

زه به له کټه ورته کوز شم درده

که جنازې ته مې جانان راغی

د دې دوو بیتونو له نورو اړخونو سره کار نه‌لرم خو يوازې د ارواشننې له زاويې يو څو خبرې پرې کړم او ګورو چې د کشر او مشر شاعر څومره توپير دی: ژاک لکان په دې باور و چې انسان دوه شخصيته لري، دوه (زه)، يا د دوی په اصطلاح وېشلی (Split) دی—دا مسئله په دې دوو بيتونو کې له ورايه ښکاري. په دوو (زه) کې يو واقعي زه دی او بل ايډيال/زمونږ د خوښې زه دی. دا ايډيال زه د ماشوم لومړۍ تجربې ته ورګرځي کله چې په آيينه کې خپل تصوير ويني او په دې بریالی کېږي چې خپل/ځان يې وبولي. دا تصوير څو ښېګڼې لري او ځکه د ماشوم خوښېږي او زړه پرې بايلي: يو، بشپړ دی—دی له ټوټه ټوټه‌توبه ژغوري. دويم، پرې حاکم دی—که لاس وښوري، لاس هلته ښوري او که سر وښوروي، سر هلته ښوري. دا تصوير زمونږ د ايډيال شخصيت/زه بنسټ جوړوي؛ نور په خپل ذهن کې هر څه چې د ځان په اړه اورو، يا احساسوو، په دې تصوير يې انباروو.

لومړی بيت د نافع ثنا صاحب دی؛ نن مې په فیسبوک مخې ته راغی او زما پام يې ځان ته جلب کړ. نافع صاحب د آيينې تصوير خپل ځان بولي او لا هم ورسره هماغومره مينه‌ کوي چې ماشومتوب کې يې ورسره درلوده—د آيينې تصوير (دده ايډيال شخصيت/زه) که څه هم پردی دی اما دی غواړي ښکل يې کړي او په دې برخه کې د فانټازۍ تر کچې مخکې ځي (هيله لري چې دا تصوير له آيينې دباندې راووځي) چې دا په خپله د ده له ايډيال شخصيت سره د بې‌ساري علاقمندۍ ښکارندويي کوي. که دی رانه خفه کېږي نه، دا د فانټازۍ، يا په عامه اصطلاح خيال‌پلو، مهارت زمونږ د ماشومتوب په دوران کې خورا قوي وي. که څه هم، دی په دې پوهېدلی چې دا کار ناشونی دی، اما دا ناشونتيا د واقعيت پر ځای تر ډېره د ده د ناهيلۍ ښکارندويي کوي. په هر صورت، دا هر څه ښيي چې ثنا صاحب په خپل ايډيال شخصيت پورې ډېر تړلی دی او د هغې د پرديتوب/درواغجن‌توب باوجود پرې ګران او منلی دی.

دويم بيت د رحمت الله درد صاحب دی. دی هم وېشلی دی—دوه (زه) لري. ده چون ډېر ژوند کړی، له خپل ايډيال زه څخه ستړی شوی او ګواکې وژلی يې دی. ايډيال شخصيت/زه ته ايګو هم ويلی شو او دا زمونږ خودي/ځان‌ولي ده او چون بشپړ ښکاري، د غرور او تکبر ښکار کېدای شي او تر ډېره همدا زه د خپلو ملګرو او په ځانګړي ډول د يار د خفګان سبب ګرځي. درد هم د همدې زه له وجې خپل يار له لاسه ورکړی؛ قهر يې ورته راځي او ښايي په قتل يې لاس پورې کړی وي—تر دې ترې خواتوری دی چې ان جنازې ته يې هم نه‌ورپاڅېږي مګر که يې يار راشي. څو خبرې د يادولو دي: يو، دی که څه هم خپل ايډيال زه وژني، ولې بيا هم درناوی يې کوي—د جنازې مراسم يې ادا کوي. دوه، د درد کلمه، که څه هم د ده د تخلص دنده ترسره کوي اما دا هم ښيي چې د ايډيال زه وژنه دومره اسانه کار نه‌دی—سړی دردوي.

اوس د دې دواړو له توضېح دې نتيجې ته رسېږو چې انسان د وخت په تېرېدو د خپل ايډيال زه يا ايګو پر غولوونکي خاصيت پوهېږي (البته زما ګمان دا دی چې درد صاحب دا بيت په سپين‌ږيرتوب کې ليکلی دی) او له دې دروغه ځان خلاصوي. نافع ثنا صاحب سره له پخوا پېژنم، نام‌خدای دې وي، ډېر پرمختګ يې کړی خو دی او زه، چې فعلاً په کوم سن کې يې يو، د دې وس نه‌لرو چې له خپل جوړ شوي، بشپړ، ښکلي او په عين حال کې مجازي شخصيت څخه لاس واخلو—مونږ لا اوس هم خپلو عکسونو ته خوشحالېږو او شايد پر فیسبوک د خپل شعر يا ليکنې لايکونه او کمنټونه څو څو واره وګورو.

البته، دا بايد هم اضافه کړم چې دواړه بيتونه هنري دي او ما پر هغې برخه خبرې نه‌دي کړي.

نوټ: د درد صاحب شعر جلات خان ژوند په خپله ليکلی و او د نافع ثنا صاحب ما پرې وليکه—له ده څخه مننه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب