دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+قرنطین او په نړۍ کې د وبا لنډه تاریخچه

قرنطین او په نړۍ کې د وبا لنډه تاریخچه

ښوونیار رحمت الله مبین
انسان د خپل ژوند له پیله تر اوسه له بېلابېلو ناورینونو سره مخ شوی دی، ځیني یې طاعونونه یا وباګانې وې، چې د پېړیو په اوږدو کې یې انساني ټولنې ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي، له هغې ډلې څخه یې اوسنۍ کرونا یا کویډ۱۹ یادولی شو.
د کرونا وبا لومړۍ پېښه د ۲۰۱۹م کال د نومبر په شلمه یا د ۱۳۹۸ل کال د لړم په ۲۹ نېټه د چین اوبي ولایت مرکز اوهان ښار کې ثبت شوه، د دوو او درېیو میاشتو په اوږدو کې د سیمي او نړۍ ډېرو هیوادونو ته خپره شوه، زیات کسان یې ووژل او کله چې حکومتونو د خلکو په ګڼه ګوڼه بندیز ولګاوه؛ نو د قرنطین کلمه په لر او بر کې دود شوه.
ایا پوهېږي چې قرنطین څه معنا لري!؟
ایټالوي کلیمه ده، معنایې« څلوېښتي» یا:«څلوېښت ورځې په کور کې پاتې شئ»
ولې؟
ځکه چې په منځنیو مېلادي پېړیو کې هم د اوسنۍ کرونا په څېر له چین څخه یوه وژونکې ناروغې یا وبا له هغو سوداګرو سره ایټالیا ته ورسېده، چې د ورېښمو« اوسني افغانستان» له لارې یې پر اوښانو اروپا ته سوداګرې کوله.
په ۱۳۴۶م کال کې دغه نا پېژاندې وبا د تور سمندرګي«ډون سمندر» غاړې ته څېرمه د ایټالیا«ناتا» بندري ښار کې زیاته خپره شوه. داچې د تور سمندر پر غاړه ډېره شوې وه، نو اروپایانو ورته توره وبا یا تورمرګی وویل.
یاده نارغې د سحرایي موږکانو پر بدن له ولاړو ورَږو یا وېښتانو څخه را پیدا شوې وه، ورو ورو انسان ته ولېږدیده او دا چې انسانانو یو له بل سره راشه درشه لرله، نو په ټولنه کې خپره شوه او د نړۍ ډېرو هېوادونو ته ورسېده. ابن سینا د دا ډول ناروغیو، وباوو او طاعون په اړه په خپل کتاب(طب قانون) کې یادونې لري او«ابن سینا دا هم مشاهده کړې وه، چې د طاعون د خپرېدا په وخت کې موږکان او مږې ناڅاپه له خپلو غارونو څخه راوځي او په زیات شمېر کې مري. ښایي دغه تفصیل به له خلکو سره څو سوه کاله وروسته، په ۱۳۴۸م کال کې مرسته کړې وي.»(۱)
هغه وخت تور مرګي وبا ورو ورو له ایټالیا څخه د اروپا نورو سیمو ته خپره شوه، د ۱۳۴۷م کال په لومړیو کې دغه ناروغي په قسطنطنیه یا د ترکیې په اوسني ستامبول ښار کې ډېره خپره شوه، د ۱۳۴۸م کال تر پسرلي پورې فرانسې، د افریقا شمال او د ایټالیا نورو سیمو ته هم ورسېده. توره وبا چې به هرې سیمې ته خپرېده، له نیمایي ډېر خلک به یې له منځه وړل. یادې وبا یواځې په ایټالیا کې یومیلیون کسان ووژل.
ایټالوي لیکوال«جیواني بوکاسیو» د خپلو سترګو لیدلی حال داسي بیانوي:« د طاعون د ګډېدو پر وړاندې ټولې انساني هڅې له ماتې سره مخ شوې. طاعون په ډېره بیړه او وحشتناکه توګه خپور شو، څو خپلې تبا کوونکې اغېزې را څرګندې کړي. په ختیځه اروپا کې خلکو ویل: چې کله د چا له پزې وینه جاري شي؛ نو دا یې د حتمي مرګ نښه ده. خو په لوېدیځ کې د دې ناروغۍ نښې نه لیدلې کېدې. د دې ناروغۍ لومړۍ نښې د بدن د ورانه په بېخ او تخرګ کې د دانو راختل و، چې ځیني یې د چرګې هګۍ په څېر او ځینو نورو یې د مڼې شکل درلود… ورسته د ناروغۍ نښې بل ډول شوې، د ګڼو خلکو پر مټو، ورنونو او د بدن پر نورو برخو تور او شنه داغونه را څرګند شول. د ډاکټرانو هر ډول هڅې او درمل بې ګټې وو او ډېر کله به د پورتنیو نښو له را څرګندېدو درې ورځې ورسته ناروغ خپل ژوند له لاسه ورکاو.
په بریټا کې خلګ پوهېدل، طاعون راتلونکی دی او د طاعون له ورانوونکو اغېزو هم خبر وو. د ۱۳۴۸م کال په اګست کې پاچا«درېیم ایډوارد» له ستر پادري څخه وغوښتل چې دُعاګانو او عبادتونو ته مخه کړي. یو شمېر پادریانو کشیشانو ته لیکونه واستول، څو له هغو خلکو سره مرسته وکړي، چې د دې ناروغي تر ګواښ لاندې و. د بت پادري«رالف شروزبري» خپلو کشیشانو ته ولیکل:«مهربان خدای غواړي د خپل تندر، برېښنا او نورو عذابونو په واسطه، چې د هغه له عرشه سرچینه اخلي، خپل رښتیني بنده ګان ووهي چې د هغه خوښه ده؛ نو که خدای ته د زړه له تله دُعا ونه کړو، د طاعون هغه ناروغي چط له ختیځه، زموږ ګاونډ پاچاهي ته رسېدلې ده، ډېر احتمال او وېره شته، چې د ورته وژونکې ناروغۍ څپه دلته هم را ورسېږي او د خلکو ژوند واخلي؛ نو ټول باید خدای ته رجوع او عبادتونو ته مخه کړو.»
خو دې کار ګټه ونه کړه، طاعون په برېټانیا را ګډ شو او په ډېره چټکۍ یې د دـ هیواد نږدې نیمایي وګړي، د مرګ خولې ته ورکړل. دا ډول ناورینونه د ټولنې پر بنسټونو ژور اغېز ښیندلی شي. دغې ناروغۍ ګڼ خلک لېونیان کړل.
بوکاسیو لیکي:
« ځینو به ویل چې د دې خطرناک شیطان له شره د خلاصون یوه لاره داده چې درنه نشه یا څښاک وکړو، له ژونده خوند واخلو، سندرې او زمزمې وکړو، خوشالې وکړو، په داسي یوه موکه کې باید ټولې اړتیاوې او خوشالۍ پوره کړو، داسي چې ګویا دا پېښې له مبالغې ډکې او خوشې کیسې دي…دا داستان ښيی هغه ښځې، چې له دغه ناورینه خوندي ووتې، ورسته ولیدل شول، چې ډېرې کمې یې پاک لمنې پاتې شوې.»(۲)
یاده ناروغي د ختیځي اروپا په شمول د لوېدیځې اروپا ډېرو هیوادونو ته هغه وخت خپره شوه او انساني ټولنې ته یې بې شمېره اقتصادي او ځاني زیانونه واړول، کاري ځواک محدود شوی و، لوږه او بې کاري زیاته؛ خو هغه کسان چې په کروندو کې لګیا وو، له کنو مزدونو یې شکایت کاوه، ډېر ځله به مزدورانو د زیات کار په بدل کې د ډېرو معاشونو غوښتنه کوله؛ خو نه منل کېدل. ښارونو کې ناخوالې رامنځته شوې، خلکو پراخو ځمکو ته مخه کړې وه، په کرنه او کرهڼه یې لاس پورې کړ او تر ۱۵۰۰ مېلادي کلونو پورې ورو ورو په سترو ښارونو کې د غنمو، وریجو او نورو کرنیزو محصولاتو غوښتنه زیاته شوه، د ځمکو خاوندانو په اجاره اخیستونکو مالیات لوړ کړل، تر ۱۵۳۳م کال پورې خانانو مزدورانو ته لا معاشونه ورکول؛ خو وروسته مزدوران له ډېر ټیینګار سره دې ته اړ شول، چې په کمو معاشونو کار وکړي او تر ۱۶۰۰م کال پورې کارګران دې ته اړ شول چې یوازي په نس مزدوران شي. د بېوزلانو وړو اولادونو به یوازي د یوې ګولې ډوډۍ لپاره د شتمنو چوپړونه وهل. د پولینډ شتنو خپلو مزدورانو ته په اونۍ کې یوه ورځ رخصتي ورکوله؛ دا ډول وضعیت د دویم مریتوب د دورې په نوم هم یاد شوی، چې یوځل بیا یې په نړۍ کې د لوړ او ټیټ یا غریب او شتمن توپیرونه رامنځته کړل.
د اوسنۍ وبا یا کرونا اغېزې هم په همدې ډول مخته ځي، د ډېرو هیوادونو په اقتصاد او ټولنیز وضعیت یې ناوړه اغېز اچولی، له قرنطینونو یا ټولبندیز سره بېکاریوې، لوږې او د راکړې ورکړې ستونزې رامنځته کېږي، د توکوو بیې لوړېږي او سوداګرۍ کمزورې ک. په تولیداتو اغېز کوي او په انساني ټولنه کې د اقتصادي، روغتیایي او ټولنیزو ناخوالو لامل ګرځي؛ الله جل جلاله دي وکړي چې نړۍ د کرونا په شمول له هر ډول ناخوالو څخه خوندي شي.
ماخذونه: 
۱ ـ ګراهام، مارم. اسلام او موډرنه نړۍ(۷۰مخ)، د شېر محمد کریمي ژباړه، سروش کتاب پلورنځی، لومړی چاپ: ۱۳۹۸ل.
۲- اوغلو، دارون عجم او رابنسن، جېمز ملتونه ولې ماتیږی(د محمد نظیم سمون ژباړه: ۱۰۰ ـ ۱۰۱ مخونه). دویم چاپ، اکسوس کتاب پلورنځی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب