تاند – د مني له راتګ او د هوا له بدلېدو، زموږ د بدن دفاعي سیستم اغېزمنېږي او د ژمنیو ناروغیو په وړاندې زیانمن کېږي. ډېری خلک انټيبیوټیکونه د یوې معجزې په توګه ګڼي، خو د انټي بیوټیکونو استعمال د بدن پر روغتیا بې اغېزې نه وي.
دلته درې مهم ټکي د انټيبیوټیکونو په اړه او ځینې سپارښتنې د ژمنیو ناروغیو د مخنیوي لپاره وړاندې شوي دي:
۱. د انټيبیوټیکونو اغېز د کولمو پر میکروبیوتا
زموږ په بدن کې بېلابېل اکوسیستمونه شته، چې تر ټولو لوی یې د کولمو میکروبیوتا (microbiota) یا “د کولمو فلورا” ده. دغه اکوسیستم له میلیاردونو ژوندیو موجوداتو لکه ویروسونو، طفیليانو، فنګسونو او په ځانګړي ډول باکتریاوو څخه جوړ دی.
کله چې انټيبیوټیکونه استعمالوو، دا درمل نه یوازې د عفونت عامل باکتریاوې له منځه وړي، بلکې د کولمو ګټورې باکتریاوې هم زیانمنوي. دا کار د کولمو د میکروبیوتا تعادل ګډوډوي او ځینې باکتریاوې د غیر عادي ودې او مضر کېدو لور ته بیايي.
د کولمو د میکروبیوتا ګډوډېدل د هغې فعالیتونه اغېزمنوي، چې د دې پایله د میټابولیزم، هاضمه سیسټم او د بدن دفاعي سیستم زیانمن کېدل دي.
۲. په ښځو کې د فنګسي عفونت خطر
د بدن یو بل حساس اکوسیستم چې انټيبیوټیکونه پرې اغېز کوي، د واجنل میکروبیوتا (vaginal microbiota) یا “فلور دودرلاین” (Döderlein flora) دی، چې ۹۰ سلنه یې له لکټیک اسیډ باکتریاوو څخه جوړ دي. دا باکتریاوې د واجنل مخاط پر سطحه محافظتي طبقه جوړوي او د عفونتونو مخنیوی کوي.
د انټيبیوټیک استعمال دغه ګټورې باکتریاوې له منځه وړي او طبیعي محافظتي خنډ کمزوری کوي. په پایله کې یې، فنګسونه یا نور موجودات له دې بېتعادله حالت څخه ګټه پورته کوي او عفونت رامنځته کېږي. د دې عفونتونو یوه عامه بیلګه “کاندیدا آلبیکانس” ده، چې د فنګسي عفونتونو عامل ګڼل کېږي.
۳. د انټيبیوټیکونو مقاومت
د انټيبیوټیکونو مقاومت هغه وړتیا ده چې باکتریاوې د انټيبیوټیک درملنې په وړاندې مقاومت پیدا کوي. دا ستونزه په وروستیو کلونو کې د عمومي روغتیا لپاره یوه لویه اندېښنه ګرځېدلې ده.
باکتریاوې له خپل چاپېریال سره د تطابق او جنیتیکي بدلونونو د ترسره کولو په ترڅ کې د انټيبیوټیکونو په وړاندې مقاومت پیدا کوي. دا بدلونونه د دوی په ډياېناې کې ثبت کېږي او راتلونکو نسلونو ته انتقالېږي. سربېره پر دې، باکتریاوې خپله مقاومت لرونکې ډياېناې نورو باکتریاوو ته هم انتقالولی شي.
کله چې لومړني انټيبیوټیکونه اغېز ونه لري، ډاکټران کېدای شي لا قوي انټيبیوټیکونه تجویز کړي. خو ځینې وختونه د درملنې لپاره بله لاره یا انتخاب نه وي چې دې ته د “درملنې بند” حالت ویل کېږي.
د ژمنیو ناروغیو د مخنیوي لپاره سپارښتنې:
۱. دروغتیا لپاره ناسبه تغذیه
د اکسفورډ پوهنتون څېړونکو د تنفسي عفونتونو (زکام او فارنژیت) د درملنې لپاره له درملو سره د شاتو اغېز پرتله کړی. پایلو وښودله چې عسل، په ځانګړي ډول د ماشومانو د ټوخي په کمولو کې، تر ځینو درملو ډېر اغېزناک دي.
پر عسل سربېره، داسې رژیم چې له ویټامینونو او معدني موادو غني وي، د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کوي. نو د ژمنیو ناروغیو د مخنیوي لپاره رنګارنګ خواړه، فصلي سبزيجات او د ویټامین سي لرونکي مرکبات په خپل رژیم کې شامل کړئ.
۲. د ځاندرملنې پر ځای له ډاکټر سره مشوره
ډېر خلک د ژمنیو ناروغیو له نښو لکه تبې سره سم انټيبیوټیک کاروي، خو دا درملنه تل سمه نه ده. عفونت تل باکتریایي نه وي او تبې کېدای شي د بدن له ویروسونو سره د مبارزې له امله وي، چې انټيبیوټیکونه پرې اغېز نه لري.
که نښې دوام وکړي، له ډاکټر سره مشوره ضروري ده. که حضوري لیدنه ممکنه نه وي، نو انلاین ورڅخه طبي مشوره وغواړئ.
IN GENERALLY ANTI BIOTIC IS DANGEROUS FOR KIDNEY,
WITHOUT OF ADVICE OF DOCTOR PLEASE DO NOT TAKE ANTIBIOTIC
I SAW IN THE STREET YOUNG BOYS SALE ANTIBIOTIC IN
JALAL ABAD
THANK YOU