جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهد عبدالله مقري زوی د خپل پلار د مړینې خبر رد کړ

د عبدالله مقري زوی د خپل پلار د مړینې خبر رد کړ

تاند ( دوشنبه، د جوزا ۲۴) نن سهار داسې راپورونه خپاره شول، چې د هېواد او پښتو ژبې نوموتی سندرغاړی عبدالله مقري د کورونا ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

عبدالله مقري له تېرو څو ورځو راهیسې د کورونا له امله په روغتون کې بستر وو.

خو د عبدالله مقري میرخان تازه په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، د خپل پلار د مړينې خبر رد کړی او ویلي يې دي، چې ژوندی دی.

میرخان په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: « مقري صاحب په ICU کې په وینټلیټر کې دی، د مړینې خبرونه یې ناسم دي.»

په لومړیو کې که څه هم د اطلاعات او کلتور وزارت د عبدالله مقري د مړینې خبر تائید کړی وو خو تازه د یاد وزارت مرستیال هارون حکیمي لیکلي، چې نوموړی ژوندی دی او د مړینې خبر یې ناسم دی.

د یادونې ده، چې عبدالله مقري د مولوي عبیدالله زوی  او د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ په کوچالو کلي کې زېږېدلی دی.

مقري تر دې  دمه سلګونه سندرې ويلي، چې د حماسي سندرو په ویلو کې يې ښه نوم درلود.

هغه د خپل ژوند په تړاو په یوه مرکه کې ویلي، چې د زده‌ کړو پر مهال به يې طالبانو ته سندرې ويلې او له همدې امله ترې تعلیم ټکنی شوو.

 مقري زیاته کړې، همدې شوق، په ۱۳۵۷، ۱۳۵۸ل، تر تلویزونونو او راډیوګانو ورسوه.

هغه د سندرو د ويلو تر څنګ شعر هم ليکي او د ده پر وينا یو کتابګی يې له شعرونو ډک کړی دی.

د آزادۍ سندره يې یو له هغو سندرو ده، چې له کلونو راهیسې افغانان پرې هېوادنۍ مینه ماتوي.

دا د آزادۍ خاوره دا د جګو غرو وطن

دا د ننګیالو وطن ، دا د ننګیالو وطن

5 COMMENTS

  1. الله ج دي وبخښي مقری صاحب ښه شخصیت وو کورنۍ او دوستانو ته یي د الله تعالی له درباره جمیل صبر غواړو.

  2. د غزني ولايت د پښتنو دا يو سندرغاړی، و تندوسته او زموږ فخر ښاغلی مکوری داهم کورونا رانه واخست جنتونه دځاي او نوم د تلپاتي اوسه

  3. د ځلانده ملی سندر غاړی د مرګ اوازه شکر کاملآ دروغ دی ، ژورنالستان باید مستندی خبری خپوری کړی او نه داسی ددروغګوئي !!!!

  4. ښاغلی مقري دی خدای په دی دنیا جوړ خوښ او اباد لری او په هغه دنیا کې ورته د فردوس جنت غواړم! مقری صاحب زمونږ د ادب د میدان لوی مجاهد او د خلکو د زړونو طبیب دی او د پشتنو کلتور به یې تل په یاد ساتي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب