سه شنبه, اپریل 16, 2024
Homeادبشاعري او صفت/ اجمل ښکلى

شاعري او صفت/ اجمل ښکلى

صفت چې څنګه په نثر کې کارېږي، په شاعرۍ کې هم استعمال لري، خو په دواړو کې چې بې ځايه وکارېږي، کمزوري پيدا کوي. په نثر کې تصنع پيدا کوي او په شعر کې بې خوندي.

د صفت کار د کيفيت او حالت ښکارندويي ده. په نثر کې دواړه ډلې معقول او محسوس صفتونه کارېږي، خو کارونه يې عادي وي. مثلا: په نثر کې وايو: (ښکلې خوله)، (ډېره مينه)، (پسته غوښه)، (خوږه مڼه) او (ستړى وجود). په شعر کې چې کار يې له احساسولو سره دى، محسوس صفتونه ډېر کارېږي او دا کارونه يې هم غير عادي وي. مثلا: د (ستړي وجود) پرځاى په شاعرۍ کې د (ستړې اروا/ ستړي لاسونه/ ستړې څېرې)، د (پستې غوښې) پرځاى د (پستې خندا/پاسته نازک غزل/ پستې خبرې) او د (خوږې مڼې) پرځاى (خوږه خوله) او (خواږه کاته) ترکيبونه کارېږي. لنډۍ ده:

څنګه خواږه خواږه راګورې

پلو دې ونيسه چې زړه درواچومه

د صفتونو دا غير عادي يا شاعرانه کارونه چې څومره عامه او تکرار شي، هغومره په کليشه واوړي او بيا هغه پارونکى او لمسوونکى هنري ارزښت نه لري، لکه د (خوندور غزل) ترکيب. له (غزل) سره په عامه ژبه کې د ذايقې حس ته متوجه (خوندور) صفت نه راځي، خو اوس دومره عام شوى، چې د عادي ژبې برخه ګرځېدلى او چا ته غير عادي نه برېښي. هغه شان محسوس نه دى.

ځينې شاعران د صفت دې کمال او دوه معيارونو(د حسي صفت غير عادي کارونې) ته پام نه کوي. په ډېرو شعرونو کې مې د (ښکلې خندا او څپاند سيند) غوندې ترکيبونه ليدلي، د لومړي صفت (ښکلې) ستونزه دا ده، چې محسوسېدونکى صفت نه دى. مطلب د شاعرۍ کار د شيانو، په تېره د هغو شيانو حسي کول دي، چې معقول وي او مادي وجود ونه لري، لکه: مينه، کرکه، سوله او… او بله ستونزه د دواړو دا ده، چې ناعادي نه دي کارېدلي. د فورموليستانو په اند د ادب دنده د عادي فکر او عادي ژبې غير عادي کول دي او همدې ته نوښت وايي.

د کمزورې شاعرۍ دا دوه نښې خو مو وپېژندلې، بله لويه نښه يې دا ده، چي په صفتونو وزن برابروي او چې چېرته وزن ماتېږي، هلته صفت وراچوي. دا بېخي د خپلې شاعرۍ قتل دى. د صفت داسې اضافي کارونه، په سپينو جامو کې تور پيوند ته ورته دى، چې له ورايه ښکاري او بد خو ښکاري ښکاري، د شاعرۍ پر نورو کمالي اړخونو هم سيورى غوړوي. شاعري د نثر غوندې د پراخې سينې خاونده نه وي، چې اضافي کلمې او جملې دې په اسانه وزغملى شي. د شاعرۍ لمن ډېره تنګه وي، هره کلمه پکې د نثر د يوه پاراګراف ځاى نيسي؛ نو چې يوه کلمه هم پکې بېځايه او اضافي وي، بده لګي او شاعري په اسانه له شاعرۍ اوباسي. شاعر له ځان سره د هرې کلمې حساب ساتي.

درې خبرې شوې، يوه دا چې په شاعرۍ کې له حسي کوونکو صفتونو نه استفاده پکار ده، لکه؛ (پسته) چې له (خندا) سره (پسته خندا) جوړه کړي؛ نو خندا لمسوونکي کړي، لکه لوستونکى يې چې لمس کولى شي او دا د ادب دنده ده. دويمه دا چې صفت په شاعرۍ کې د غير عادي کولو لپاره کارېږي. همدا د (پستې خندا) ترکيب په عادي ژبه کې نشته، ځکه چې په عادي ژبه کې (خندا) ته پسته نه وايي. درېيم دا چې په شاعرۍ کې له صفتونو سره احتياط پکار دى او ناموخنه او د يوه اضافي شي په سترګه ورته کتل نه دي پکار، بلکې په شاعرۍ کې د صفت کارونه ضرور ده، خو چې له شعري موازنو سره سمه وي.

د صفت دا غير عادي کارونه هم بايد د شاعرۍ د نورو اجزاوو غوندې پر قانون برابره وي. د دې مطلب دا نه دى، چې د صفت هر ډول کارونه به شاعري او غير عادي کول وي. مثلا: له (خندا) سره د (سپينې) صفت نه راځي، ځکه چې (سپينه خندا) هيڅ کيفيت يا حالت نه ښيي، بلکې داسې هېڅ کيفيت نشته. همداسې (څپاند نظر) نه شې ويلى، ځکه چې مانا يې جوته نه ده.

1 COMMENT

  1. ډیره شه لیکنه ده خدای ج دی وکړی چی ستاسی په شان د قلم خاوندان په لیکنه کی چی زمونږ پشتو ژبه بیخی زیاته ورته اړ ده قلم وچلوی تر څو د محصلینواو نورو مینه والو لپاره د معلوماتو برښنایی منابع زیاتی شی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب