پوهندوی یجیا “همای”
لنډیز ( Abstract)
مانا د ادراکي ژبپوهنې مهم او مرکزي توک دی. د دې لیدتوګې له مخې د ژبې موخه د مانا لېد دی. ادرکي ژبپوهنه د جوړښتي پر خلاف مانا او جوړښت د یو بل اړوند او له یو بل څخه نه ېلېدونکې بولي. په دې لیدتوګه کې مفهومسازي د مانا د جمع انډول ده. مفهوم سازي یو خوځند مفهوم دی، چې د مانا جوړولو بهیر ښيي؛ نو په ادرکي ژبپوهنه کې ویناوال او ژبه په فعال حالت کې څېړل کېږي. انسان ښکارندې او پېښې له دوو لارو پېژني: یو توپيرول دي، چې د شیانو او پېښو تر منځ پر توپیرونو ولاړ دي. دویمه لار د ورته والیو پر بنسټ د توکیو ( پېښو او ښکارندو) ډلبندي ده، چې مفهومسازي ورته وايي. مفهومسازي یو ډول درک دی، چې د توپیرونو پر خلاف د پېښو او ښکارندو تر منځ پر مشبهتونو ولاړ دی.
سکيما د سکيماسازۍ زېږنده ده. څرنګه چې انسان مفهومي ټولۍ ډلبندي کوي، داسې په خپل ادراک کې د سکيماسازۍ يو بهير هم لري، يانې د انسان ذهن په ژبني رغښت کې د نظم لپاره سکيماوې جوړوي .سکيما په اصل کې د ورته شيانو يوه انتزاعي ټولۍ ده. کله چې د ورته شيانو ټول توپيرونه لرې شي او يوازې ورته والي يې سره راټول شي، د هغې ټولۍ سکيما ترې جوړېږي. انځوریزه سکیما په ذهن کې د بدن له تعامل، ژبنۍ تجربې او تاریخي قرینې څخه رامنځته کېږي او د تکراریدو له امله موږ ته نوې تجربې د پوهیدنې وړ کوي. زما د دې لنډې څيړنییزې مقالې موضوع هم د انځوریزې سکیما له پلوه د پښتو سربلو عبارتونو څېړنه ده، چې په لړ کې به یې په جلا سرلیکونو کې له پښتو ساده بېلګو سره تشریح او وڅيړل شي.
Introduction سريزه
رغښتي ژبپوهنه (Structural Linguistics) ژبه يو خپلواک نظام ګڼي، چې په دې نظام کې ژبني توکي له يو بل سره اړيکې لري او د دې اړيکو ټولګه د ژبې نظام جوړوي. دا نظام د ذهني يا فيزيکي واقعيتونو په اړه غږېږي؛ خو څرنګه چې ژبه يو خپلواک نظام دى، نو لکه محدبه هېنداره چې واقعيت څرنګه دى، هغسې نه بيانوي، بلکې د واقعيت وړانګې کږوي راکږوي. په دې ډول رغښتي ژبپوهنه ژبه د واقعيت خپلسرى بيان ګڼي، چې ارزښت او مانا پخپله په دې نظام کې دننه ده.
خو ادراکي ژبپوهنه په ژبه کې انسان ښکېلوي، هغه چې رغښتي ژبپوهنې د خپلواک نظام او د ژبنيو توکيو د خپلمنځي اړيکو په نامه څنډې ته کړى دى. ادراکي ژبپوهنه د انسان ادراک د ژبې او وينا سرچينه بولي او د ژبې د رغښت لټه د ژبې په مټ د انسان په ادراک کې کوي.
که له دې زاويې وګورو، رغښتي ژبپوهنه ژبه د بيانولو نظام؛ خو ادراکي ژبپوهنه چې په ژبه کې د انسان ادراک ښکېلوي، ژبه د انځورونو البم بولي. په دې البم کې د انسان حسي تجربې چې د انسان په ادراک کې راټولې شوې، مخاطب ته انځورېږي. په حسي تجربو کې د انسان د ليدلو حس دى، چې يو څيز ويني، مثلا يوه لار، د يوې ښکارندې حجم، د پېښو تکرار او نور، خپل ادراک ته يې سپاري او بيا همدا انځوريزې تجربې په ژبه کې د مخاطب نندارې ته وړاندې کوي. همدا لامل دى، چې په ادراکي ژبپوهنه کې د رغښتي ژبپوهنې پرخلاف (چې مانا د يوې پېښې بيان بولي)، مانا ننداره ګڼل کېږي. (ښکلی، ۴۸:۱۴۰۲)
د پوهانو په اند، ادراک د فيزيکي نړۍ فعال انعکاس ته وايي. په دې تعريف کې دوه توکي دي: فيزيکي نړۍ، چې انسان يې په حواسو تجربه کوي، دويم فعال انعکاس چې په ادراک کې د حواس په مټ راټولې شوې تجربې د انځورونو وړانګې خپروي او په ژبه کې دا وړانګې منعکسېږي.
د ادراکي ژبپوهانو په اند، د انتزاعي مفاهيمو لپاره هم انسان له همدې حسي تجربو استفاده کوي او ورته پور کوي يې، چې دا پور د استعارې په بڼه وي، مثلا مهال يو انتزاعي مفهوم دى، چې انسان يې د مکان د حسي تجربو په مټ مفهومي کوي، چې پيل، اوږدوالى، پاى، ظرفيت، تکرار او داسې نورې ځانګړنې ورته له عيني تجربو پور کېږي.
ليکاف د ادراکي ژبپوهنې په اصولو کې دوه اصله بنسټي بولي: د تعميم اصل او ادراکي اصل.
د تعميم د اصل پر بنسټ ادراکي ژبپوهنه ژبې ته د يوې ناشننوړ حوزې په سترګه ګوري، چې د جوړښتي ژبپوهنې غوندې يې د غږپوهنې، ګړپوهنې، نحوې او ماناپوهنې په بېلابېلو حوزو وېش سم نه بولي او ژبې ته د يوه لاس سيستم په سترګه ګوري؛ خو د ادراک اصل پر دې ټينګار کوي، چې د ژبې اصول بايد د انسان پر ماغزو او ذهن له حاکمو اصولو سره همغږي وي. په دې توګه د ژبې او ادراک اصول يو ډول دي او په همدې دليل دا کړنلاره ادراکي کړنلاره ده(۱۳۹۰: ۱۷.(درآمدى بر زبان شناسي شناختي)
د ګيراتز په اند، ادراکي ژبپوهنه په يوه بنسټي او څلور فرعي اصولو له نورو ذهني ليدتوګو بېلېږي. بنسټي اصل دا دى، چې ادراکي ژبپوهنه ژبه يوازې مانا بولي. تر دې لږ څه مخکې د ځينو ادراکي ژبپوهانو استاد نام چامسکي د “نحوي ترکيبونه” اثر چاپ شو، چې نحوي جوړښتونه يې له مانا بېل وڅېړل او جوړښت ته يې پر مانا لومړيتوب ورکړ، خو ادراکي ژبپوهنه مانا ته پر جوړښت لومړيتوب ورکوي او د ژبې موخه د مانا لېږد بولي. په دې ډول جوړښت د مانا په خدمت کې دى او د ويناوال موخه جوړښت نه، بلکې د جوړښت په وسېله د مانا انتقال وي.
په څلورو څنګزنو اصولو کې لومړى اصل دا دى، چې مانا ننداريزه ده. ويناوال يو څه ننداره کوي، بيا يې وايي، مثلا: کتاب پر مېز پروت دى. ويناوال چې دا صحنه په سترګو ويني، لومړى يو کتاب ويني، چې پر يوه مېز پروت دى. بيا د “کتاب پر مېز پروت دى” جمله وايي، چې د “پر…” سربلي غونډ په مټ اورېدونکي ته يوه صحنه انځوريزه کوي او د اورېدونکي په ذهن کې د څيز/ چاپېر سکيما په فعاليدو يو انځور جوړوي.
دويم فرعي اصل دا دى، چې مانا نرمه يا نسبي ده. مثلا انسان طبيعي شيان، چې دى يې په حواسو تجربه کوي، په ذهن کې په ټوليو وېشي. هره ټولۍ يوه مفهومي حوزه ده، چې بېلابېل ټوکونه او غړي لري. مثلا: “مرغان” يوه مفهومي حوزه ده، چې کوتره، باز، چڼچڼه، کارغه او نور مارغان پکې راځي. په دې مرغانو کې په هره ټولنه کې يو مارغه د مارغتوب ټولې غوښتنې پوره کړې، چې هغې ته مخبېلګه وايي، خو نورو غړيو ډېرې ځانګړنې پوره کړي وي او لږې نه. بيا داسې غړي هم پکې راشي، چې د مارغه لږې ځانګړنې لري، لکه شترمرغ او ورپسې ښاپېرک؛ خو بيا هم مارغه ګڼل کېږي، نو د “مارغه” مفهوم يو نرم او نسبي مفهوم دى، چې مطلقيت پرې حاکم نه شي کېدى. (ښکلی، ۲۳:۱۴۰۲)
درېيم اصل دا دى، چې مانا دايره المعارفي ده. سوسور د کلمې د دال او مدلول ترمنځ اړيکه يو په يو بلله. رغښتوالو او پسرغښتوالو د يوې کلمې مانا له بلې سره په تړاو کې ليده. يانې يوه کلمه راسره د بلې پر مانا په پوهېدو کې مرسته کوي، چې دې ته د مانا په اړه قاموسي نظريه وايي، چې چامسکي يې يو پلوى و. په قاموس کې د هممنانيزونو او متضادو کلمو په مټ يوه کلمه تشريح کېږي، خو ادراکي ژبپوهنه وايي، چې مانا ننداريزه ده، چې يوه صحنه راښيي، نو دا صحنه بيا د قاموس غوندې په يوه بله کلمه نه تشريح کېږي، بلکې يوه متن ته اړتيا لري. مخاطب بايد دايره المعارفي پوهه ولري، چې د ويناوال پر خبره پوه شي. مثلا: له ناوې نه اوبه راتويېږي. دا صحنه لکه يو متن داسې ده، موږ د خپلو حسي تجربو په مټ پوهېږو، چې د راتويېدو مانا دا ده، چې اوبه له پاسه نه لاندې راتويېږي او دا تويېدل استمرار لري، نېغې راتويېږي. دا ټوله صحنه چې د تشريح لپاره يوه متن ته اړتيا لري، يوازې په يوه جمله”له ناوې نه اوبه راتويېږي” کې مخاطب درک کړه. په قاموسي مانا کې سيمانتيکي ځانګړنه وينو، چې يوه کلمه په همغه متن کې مانا لري، خو په دايره المعارفي مانا کې د ويناوال او طبيعت ترمنځ تعامل وي، چې دا پراګماتيکي ځانګړنه ده. يانې کلمه له متن نه بهر په فرهنګي او موقعيتي قرينه کې مانا لري. کله چې ويناوال وايي: “احمد له قهره تور واوښت” زموږ عيني تجربه وايي، چې دا توروالى له تور رنګ سره ډېر توپير لري. (حمیدزی، ۱۴۰۲:۷۵)
څلورم اصل دا دى، چې مانا د عيني تجربي زېږنده ده. جوړښتپال(Formalist) ژبه يو ذهني سيستم بولي، چې د بهرنيو پېښو په اړه راته غږېږي او حسي تجربې پکې نقش نه لري. پر جوړښتي نظريه د ديکارت د عقل پالنې او پر ادراکي ژبپوهنه د جان لاک د نظريې اغېز وينو. مثلا يو کس يو ماشوم له ونې د راغورځېدو په حالت کې ويني. ويناوال دا تجربه په خپل ادراک کې کېنوي او بيا چې کله پر ورته صحنه څوک غږېږي، دى يې پر مانا پوهېږي. که څوک له دې عيني تجربې نه د انتزاعي مفاهيمو لپاره استفاده وکړي، هم پرې پوهېږي، مثلا: يو کس ووايي: “کلداره راپرېوته” دلته له راپرېوتو نه د بې ارزښته کېدو مانا اخلي، ځکه بې ارزښته کېدل لاندې او ارزښتمنېدل پاس دي، لکه “افغانۍ وختله”. په دې بېلګه کې د “ختلو” مانا ونې يا بام ته ختل نه دي، بلکې د ونې د ختو له عينې تجربې نه د دې انتزاعي مفهوم د مفهوم سازۍ لپاره کار اخيستل شوى دى. (ښکلی، ۲۴:۱۴۰۲ )
کلیدي ټکي (Keywords):
ادراکي ژبپوهنه، مانا، مفهومسازي، سکيماسازۍ، انځوریزه سکیما، پښتو سربلي عبارتونه، انتزاعي مفاهيم، د انسان حسي تجربې، فيزيکي نړۍ…
د څیړنې شالید (Research background):
په نورې بهرنۍ نړۍ او ژبو کې د یادې موضوع په اړه په سلګونو څېړنیزې مقالې او کتابونه کښل شوې دي، خو زموږ په هېواد دننه په پښتو ژبه کې په ټولیزه توګه له رغښتي ګرامري مسایلو ور اخوا د ژبپوهنې په نورو څانګو او برخو کې کار نه دی شوی، په دې وروستیو کې د پوهاند ډاکټر اجمل ښکلي له لیکلو اثارو: د ژبپوهنې نظریې، د ادراکي ژبپوهنې په رڼا کې د پښتو ګرامر څېړنه او د دوکتورا د پروګرام لپاره د نوموړي د رغښتي، زېږندې، ادراکي او چاروالې ژبپوهنې له لکچرنوټونو او خپورو شوو مقالو یادونه کولی شو. دوه نور اثار چې په دې برخو کې په پښتو ژبه کښل شوي دي، یو د سلام زوی د ماسټرۍ تیزس ( چاروال ګرامر ته کتنه) ده. یو بل کتاب د محمد مصطفی سمون (ادراک او مانا) دی، چې دلته یې یادونه اړینه ده. له دې ور اخوا که کوم چا څېرمه لیکنې کړې وي، زما مخې ته نه دي راغلې او زه یې له شتونه نه یم خبر.
د څیړنې میتود (Research method):
د څېړنې ډول کتابتوني دی، له تحلیلي او تشریحي میتود څخه ګټه پورته شوې ده . په دغه څېړنه کې د پښتو، دري او انګلیسي ژبې له هغو نوو او باوري اثارو د منظمو سرچینو او اصلي ماخذونو په توګه ګټه پورته شوې، چې له نوموړې موضوع سره په نېغه توګه اړیکې لري. دغه علمي توکي او اثار په کتابتونونو سربېره د انټرنېټ له لارې د نړۍ له سترو پوهنتونونو، اکاډمیکو مرکزونو، وېبپاڼو او خپرونو څخه تر لاسه او راغونډ شوي دي.
۱- مفهومسازي او ادراکي ژبپوهنه
مفهومسازي پر مفهوم ولاړه ده. مفهوم د پېښو او ښکاراندو هغه ټولۍ ده، چې په یوه یا څو ځانګړنو کې سره ورته وي. مفهوم د خپلو ځانګړنو له مخې ډلبندي او له بل مفهوم سره توپيرېږي. په ځانګړنو کې له یوه پلوه صفتونه او له بله پلوه ارزښتونه راځي. هر مفهوم څو صفتونه لري، صفتونه یې بنسټي ځانګړنې دي. څرنګه چې هر مفهوم صفتونه لري، داسې هر مفهوم څو ارزښتونه لري. څومره چې د یوه مفهوم د صفتونو ارزښتونه ډېر وي، هغومره یې زده کړه ستونزمنه وي.
مفهیم په ټوله کې دوه ډوله صفتونه لري، یو ته یې بلندوی او بل ته یې نا بلندوی ويي. بلندوی د یوې ټولۍ هغه بنسټي صفتونه دي، چې هغه پرې له بل مفهوم نه بېلږي، بلندوی صفتونه د یوه مفهوم په ټولو موردو یا نمونو کې موندل کېدای شي.
مفهومسازي د کلمو په کچه د څلورو ادراکي بهيرونو زېږنده ده:
۱– تداعي، مثلا کاغذي کيښتۍ د ماشومتوب يوه پېښه راتداعي کوي. تداعي په ژبه کې هم کارېږي، د هرې کلمې غږيز لورى د هغه مانيز لورى رايادوي. که د (کتاب) نوم د چا له خولې واورو، د کتاب ذهني انځور يا مانا مو په ذهن کې جوړه شي.
۲- خپلسرتوب. تداعي يو خپلسرى بهير دى. زموږ ذهن په خپل سر تداعي کوي. د کاغذي کيښتۍ او د ماشومتوب د يوې پېښې ترمنځ د تداعۍ اړيکه په خپلسر جوړه شوې ده. همدا ډول ذهن مو د کتاب په اورېدو د کتاب مانا په خپلسر راتداعي کوي.
۳- سکيماسازي، چې د انسان ذهن د شيانو ترمنځ ورته والی مومي او هغه په يوه انتزاعي اډانه اړوي.
۴– ډلبندي، چې د مفهومي ټوليو لپاره کارېږي، لکه د ((ونې)) په مفهومي ټولۍ کې ټول هغه غړي راځي، چې تنه، ريښه، څانګي، پاڼې او مېوه ولري. (ښکلى، ۱۴۰۲: ۸۴)
۲- سکيماسازي او ادراکي ژبپوهنه
د سکيما تيوري په لومړي ځل په ۱۹۳۲ز کال کې انګليس ارواپوه فردريک برټلېټ په ارواپوهنه کې رامنځته کړل. خو د ځينو په اند ژان پياژه (۱۸۹۶-۱۹۸۰) تر ده مخکې لا د ګشتالت ارواپوهنې په مرسته په ۱۹۲۳ز کې پر سکيما او ځانګړنو يې غږېدلى و. وروسته برټلېټ او ريچارد انډرسن پرمختګ ورکړ. په ارواپوهنه کې رامنځته شوې سکيما نورو علومو ته هم مخه وکړه. په کمپيوټري پوهنو کې ترې استفاده وشوه، په ښوونه روزنه کې ترې ګټه واخيستل شوه. په پاى کې ورته د ادراکي ژبپوهنې پام شو(ښکلى، ۱۴۰۰: ۲۶۸).
دSchema کلمه تقريبا د پښتو د اډانې انډول ده. سکيما په اصل کې د ورته شيانو يوه انتزاعي ټولۍ ده. کله چې د ورته شيانو ټول توپيرونه لرې کړې او يوازې ورته والي يې سره راټول کړي، د هغې ټولۍ سکيما ترې جوړېږي. سکيما د پېچليو واقعيتونو هغه بسيط يا ابتدايي چوکاټ دى، چې نورو ورته واقعيتونو ته يوه بڼه ورکوي او په پېژندلو او تشخيص کې يې راسره مرسته کوي.
په ادراکي ژبپوهنه کې لولو، چې انسانان فيزيکي نړۍ د حواسو په مټ تجربه کوي او دا تجربې بيا د ټوليو په بڼه انتزاعي کوي. تر انتزاعي سازۍ وروسته چې دا ډول بل کوم څيز وويني، د دې ټولۍ پر بنسټ يې درک او مفهومسازي کوي، انسانان يو مفهوم يو په يو نه درک کوي، هر مفهوم چې په ليکني يا ګړني متن کې وويني، د هغه مفهوم اړوند چوکاټ يې په ذهن کې فعال شي او په دې توګه ورته هغه مفهوم د درک وړ وګرځي. (ښکلى، ۱۴۰۰: ۲۶۳).
که دې ژبې نظام ته ځير شو، دا نظام يوازې تر زېرمه شويو ژبنيو عبارتونو يا کلمو محدود نه دى، که يوه نوې کلمه دې نظام ته راننوځي، ويونکي يې اتومات د جمع کولو، جنسيتي توپير، حالت او … لپاره قاعدې راباسي؛ خو په دې څرنګه پوهېږو، چې کومه قاعده د کومې کلمې لپاره وکاروو؟ د دې پوښتنې ځواب په سکيماسازۍ کې دى. سکيماسازي د انتزاعي سازۍ يو ځانګړى ډول دى، د وینا د ژبپوهنې پر بنسټ سکیما هممهاله ثابت (ولاړ)، نا بېلېدونکې او بدلېدونکې ځانګړنه لري. دا ځانګړنه موږ د ژبنیو توکیو د دندو د بدلون په بڼه هم وینو، چې ځینې سربلونه پر خپلې اصلي دندې سربېره د تاړي په توګه هم راځي، د بېلګې په توګه په پښتو کې “په” سربل دی؛ خو کله له “کې ”، “خپل” سره د مختاړي په توګه هم راځي، چې له لومړي سره لوښن یا ظرفي نومځری او له دویم سره قید جوړوي. (ښکلى، ۱۴۰۰: ۲۶۰).
له دې څخه معلومېږي چې د ژبې په نظام کې دننه بېلابېل توکي یوه ثابته دنده نه لري، بلکې په ټوله کې بېلابېل نقشونه ترسره کوي او دا د ژبې نظام ته له مهالي پلوه د بدلو او هممهالي پلوه د رنګارنګۍ لار پرانېزي او په مانیز پوړ کې د کلمو ماناوې نسبي بدلون ته هرکلی وايي. د کلمې دې مانیز خوځون ته بالقوه مانیز امکانات وايي.
۱-۲ انځوریزه ژبپوهنیزه سکیما
د مفهوم سازي ځانګړنې د لیکاف د تعمیم او ادراکي اوصولو له مخې پېژاندی شو، مفهوم سازي هغه بهیر دی، چې ویناول یو څه په کې مفهومي کوي. مقهوم سازي تعاملي ده، بدنمنه ده، خوځنده ده، خپرنیزه ده، انځوریزه ده، تخیلي ده، دایرت لمعرفي ده.
د مفهوم سازي انځوریزه ځانګړه : ادراکي ژبپوهنه مفهوم ته د قضیې پر ځای د انځور په سترکه ګوري. چې دا انځور د انسان د حسي تجربې زېږنده دی. نو کله چې یو ویناول مفهوم سازي کوي، په اصل کې یو انځور جوړوي او دا انځور سازي موږ د مفهومي استعارې او انځوریزې سکیما په بڼه په ښکاره بڼه لیدای شو.
انځوریزه سکیما په ذهن کې د بدن له تعامل، ژبنۍ تجربې او تاریخي قرینې څخه رامنځته کېږي او د تکراریدو له امله موږ ته نوې تجربې د پوهیدنې وړ کوي. همدا ډول یې په استعارو کې د سرچینه حوزې په توګه خپله دنده ترسره کوي او انتزاعي مفاهیم راته د پوهاوي وړ کوي، لکه:
په سوچ کې غرق وه
په دې جمله کې “سوچ “داسې مفهومي شوی دی، لکه حجم چې لري او سړی پکې عرقېږي. موږ چې په ورځني ژوند کې شیان وینو، چې پر سطح ځای نیسي، د انتزاعي مفاهیمو لپاره هم له دې حسي تجربو استفاده کوو. تصویري سکیماوې هم د عادي سکیماوو غوندې ټولۍ یا قالب وي، چې یو مفهوم پکې قالبي کېږي او د ډلبندۍ د عمومي اوصولو له منځه بېلابېل مرکزي او څنډیز ټوکونه لري. (ښکلى، ۱۴۰۲: ۱۲۸).
۲-۲ د پښتو سربلو عبارتونو انځوریزې سکیماوې
ادراکي ژبپوهنه(Cognitive Linguistics) ژبه د ماترياليستي ليدتوګې له مخې ځيري. د انسان شعور د ده د حسي تجربو زېږنده بولي. په دې ډول ژبه په يوه مثلث کې مطالعه کوي، چې د دې مثلث په مرکز کې انسان دى. انسان لومړى د حواسو په مټ د طبيعت او فيزيکي نړۍ يوه تجربه کوي، بيا يې دا تجربه په ذهن کې د انځور په بڼه پاتېږي او په درېيم پړاو کې همدا تجربه مخاطب ته په ژبه کې ورلېږي، چې په دې ډول د مخاطب په ذهن کې هم يو انځور جوړېږي. مثلا: يو ويناوال بل ته د “بريالى مې په کوڅه کې وليد” جمله وايي. د مخاطب په ذهن کې د لارې سکيما فعاليږي، کوڅه يې په ذهن کې انځورېږي، چې پيل، اوږدوالى او پاى لري او په دې کې ورته احمد ښکاري. دا د لارې سکيما ويناوال او مخاطب دواړو په حواسو تجربه کړې، بيا يې په ادراک کې انځور پاتې شوى او اوس په ژبه کې راښکاره شوې؛ نو که غواړو، چې د انسان د ادراک پر رغښت پوه شو، د ژبې رغښت بايد مطالعه کړو. (حمیدزی، ۱۴۰۲:۶۵)
سربلونه چې د تړلو مورفیمونو له ډلې څخه دي هغه ناخپلواكې كلمې دي، چې د كلمو د اړوند توب لپاره په كلام كې له كلمې څخه دمخه راځي، له كلمې سره يو ځای نه ليكل كيږي او د کلمې په مانا کې کوم تغيرنه پېښوي. لکه : (له،په،پر،د،له،و) او نور. اوستريلونه هغه نا خپلواكې كلمې دي، چې تر يوه نوم وروسته راځي او د هغه نوم دريځ او څرنګوالی بيانوي. د كلمې په مانا باندې كوم اثر نه ښندي. لكه: ( كې، پسې ،سره،ته، باندې،كره، پرته اونور). په پښتو کې د انګلیسي او فارسي پر خلاف سربلونه وستربلونه غبرګ کارېږي، چې ځینې یې پکې غورني او ځینې یې اجباري وي. دنده یې د یوه نوم د حالت ښکارندويي ده، دا حالت ښايي لوښن، استعلايي، ملتیايي او نور وي. له ادراکي لیدلوري سربلونه وستربلونه هغه پښوییزه ټولۍ ده، چې نا مهالمنه اړیکه ښيي.( زیار، ۱۳۹۸:۳۸)
د موضوع له سرلیک سره سم دلته د ادراکي ژبپوهنې د مفهوم سازۍ او انځوریززې سکیما له مخې د پښتو څو سربلو عبارتونو او غونډلو سپړنه کوو:
۱- له/ ځخه – حامد له کور څخه د ښونځي پرلور روان دی.
په دغو بېلګو کې یو خوځښت انځور شوی دی. په دې توګه د “ پر لور “په مټ چې کومه اړیکه رغېدلې، هغه خوځنده ده، ځکه چې د “ښونځي پر لور د تللو “ ټول ټکي رانغاړي. چې د کور پر لور د تللو انځوریزه سکیما ورته ویلی شو. موږ ته په دغه انځوریزه سکیما کې له ښونځي څخه تر کور پورې د لارې انځوریزې سیکما ټوله اډانه په ذهن کې راغونډېږي، چې د پیل، منځ او پای د برخو لرونکې ده.
۲- له/ سره – احمد له محمود سره پوهنتون ته لاړ.
په دویمه غونډله کې سربل (له) او وستربل (سره) د څیز “محمود، “ او یو بل توک احمد ترمنځ اړیکه ښيي. دا“ څیز “چې د اړیکې ځاینښه ده، د سربل وستربل د بشپړاند دنده ترسره کوي، خو د انځوریزې سکیما له پلوه سربل او اوستربل یوه ملتیايي اړیکه ښيي او زموږ په ذهني اډانه کې د لارې سکیما انځورېږي، چې پیل، منځ او پای لري. په دغه لار کې د محمود د ملتیا انځورسازي هم مفهوم سازي کېدای شي، چې له محمود سره د احمد په لارې د تګ ټولې برخې یا ټکي پکې رانغاړل کېږي.
۳- تر/ پورې ــ تر ښاره پورې پلی راغلم
په پورته غونډله کې ښار د سربل وستربل ( تر، پورې) په مرسته یو ورتلونپېر حالت غوره کړی دی. په دغه غونډله کې موږ د پیل له ټکی تر ښاره پورې د لارې ټول واټن او ځانګړنې تصور کوو، چې د پورتنۍ غونډلې انځوریزه لارسکیما ورته ویلی شو. دغه انځوريزه اډانه زموږ په ذهن کې د حواسو په مټ جوړېږي. په دې اډانه کې لار پيل، منځ او پاى لري او موږ یې د لارې او سفر په ډول مفهومسازي کوو.
۴- پر/ باندې – کتاب پر میز باندې پروت دی
په دې جمله کې دوه ګډونوال(participants) دي، چې يو ” کتاب ” او بل ” میز ” دى. په دې جمله کې کتاب خوځند دى، چې تر مېز برجسته شوى دی او مېز پکې نابرجسته او ناخوځند دی. په پورته غونډله کې میز د سربل وستربل ( تر، باندې) په مرسته یو استعلايي حالت غوره کړی دی. په دغه غونډله کې موږ پر مېز د پورت کتاب انځور، چې وړاندې مو په ذهن کې تجربه کړی وینو. چې دا په خپله د پورتنۍ جملې انځورویزه سکیما ده، چې زموږ په ذهن کې یې د حواسو او تجربې پر بنسټ بڼه موندلې ده.
۵- تر/ لاندې – قلم تر کتاب لندې پروت دی
په پنځمه بېلګه کې هم دوه ګډونوال(participants) شتون لري، چې يو ” قلم ” او بل ” کتاب ” دى. چې قلم پکې خوځند او برجسته شوی دی، خو کتاب نا خوځند دی. په دغه سربلې غونډله کې موږ د (تر، لاندې) سربل وستربل په مرسته قلم تر کتاب لاندې تصور کوو. دغه تصور د هغو حسي تجربو پر اساس بڼه موندلې، چې زموږ په دهني اډانه کې شتون لري. دغې تصور ته د نوموړې سربلې غونډلې انځوریزه سکیما ویلای شو، چې ټولې برخې یې راته په ذهن کې روښانه دي.
۶- په / کې – په راتلونکې اونۍ کې به سره وینو.
په پښتو کې مهال پر يوه مکاني لوښې سربېره د څيز غوندې هم انځورېږي. په نوموړې غونډله کې مهال ته هم د ( په، کې) سربل وستربل په مرسته یو ډول حجم ورکړل شوی دی، چې یو څه په کې ځای مومي. په دې سربېره د یوه تېرېدونکي څيز په څېر هم انځوریږي. د دې ډول مهال سازۍ په مفهوم کې پخپله انسان مرکزي ټکى وي. په پورتنۍ غونډله کې د حجمي او تېرېدونکی حالت ذهني تصور چې د حواسو د تچربې پر بنسټ یې بڼه موندلې ده، د نوموړې سربلې غونډلې انځوریزه سکیما ده.
موندنې (Findings)
رغښتي ژبپوهنه ژبه د بيانولو نظام؛ خو ادراکي ژبپوهنه چې په ژبه کې د انسان ادراک ښکېلوي، ژبه د انځورونو البم بولي. په دې البم کې د انسان حسي تجربې، چې د انسان په ادراک کې راټولې شوې وي، مخاطب ته انځورېږي. په حسي تجربو کې د انسان د ليدلو حس دى، چې يو څيز ويني، مثلا يوه لار، د يوې ښکارندې حجم، د پېښو تکرار او نور ، خپل ادراک ته يې سپاري او بيا همدا انځوريزې تجربې په ژبه کې د مخاطب نندارې ته وړاندې کوي. همدا لامل دى، چې په ادراکي ژبپوهنه کې د رغښتي ژبپوهنې پرخلاف (چې مانا د يوې پېښې بيان بولي)، مانا ننداره ګڼل کېږي.
پایله (Result)
د ادراکي ژبپوهنې د ادراک اصل پر دې ټينګار کوي، چې د ژبې اصول بايد د انسان پر ماغزو او ذهن له حاکمو اصولو سره، چې په بېلابېلو ادراکي څانګو کې کشف شوي، همغږي وي. په دې توګه د ژبې او ادراک اصول يو ډول دي او په دې دليل دا کړلاره ادراکي کړلار ده. ادراکي اصل په دې مانا دی، چې پر ژبه حاکم رغښتونه بايد د نورو ادراکي علومو له خوا له مطرح شويو اصولو سره هملاري وي، ځکه چې ژبه هم يوه ادراکي قوه يا وړتيا ده. انسان چې څنګه طبيعت تجربه کوي او درک کوي، هغسې يې په ژبه کې بيانوي، ځکه نو د ادراک اصول په ژبه کې هم ځان ښيي او په دې ډول د ژبې مطالعه مو د انسان د درک د قوې تر اصولو پورې رسوي او ادراکي ژبپوهنه د ادراک د همدې اصولو له مخې ژبه مطالعه کوي. پر دې بنسټ ويلاى شو، چي د انسان ادراکي اصول د ژبې په هر (غږيز، وييز، مانيز او ويناييز) پوړ کې وينو. دا راته وايي، چې د انسان د ادراک له ښکېلتيا پرته د رغښتي ژبپوهنې له خوا د ژبې مطالعه نيمګړې ده؛ نو که غواړو، چې د ژبې پر ګرامر پوه شو، بايد له ادراکي جوړښتونو او بهيرونو سره اشنا شو. دا هغه توپير دى، چې د دود رغښتي ګرامر او ادراکي ګرامر ترمنځ ليدل کېږي. رغښتي توصيفي ژبپوهنه ګرامر او ژبنى نظام له انتروپالوجيکي ښکېلتيا يا د انسان د ذهني سيستم له ښکېلتيا پرته ژبې ته په نظام قايله ده او دا نظام له خپلو داخلي ځانګړنو سره سم په خپلواکه توګه مطالعه کوي؛ خو ادراکي ژبپوهنه په ټوله کې د ژبې دا ډول جوړښتي مطالعه نيمګړې بولي.
پای پایله (Conclusion)
په ادراکي ژبپوهنه کې د ادراکي پروسس او د حافظې په لړ کې د سکيما موضوع هم مهمه ده، چې د ادراکي تيورۍ په لړ کې رامنځته شوې ده. سکيما د حواسو په مټ د ترلاسه شويو معلوماتو يو کڅوړه يا يو ادراکي چوکاټ دى، چې د نويو معلوماتو په ګړندۍ شننه او تنظيم کې له موږ سره مرسته کوي. پر دې بنسټ ادراکي ژبپوهان ادعا کوي، چې مانا انځوريزه بڼه لري او دا نځوريزه بڼه يې په انځوريزو سکيماوو او وينا کې راښکاره کېږي، مثلا د مفهومسازۍ “زه له کوره پوهنتون ته روان يم” ويناييزه ټوټوه د اورېدونکي په ذهن کې د لار سکيما په مټ يو ځاينښه (لينډمارک) جوړوي، چې يو خوځند (دلته شخص) پکې روان ويني.
وړاندیزونه (Suggestions)
زموږ ژبپوهان فکر کوي، چې د ژبې د شننې يوازنۍ لار همدا زموږ دوديزه رغښتي ژبپوهنه ده او دا ځکه چې تېره څه کم يوه پېړۍ يې د همدې نظريې په اړه اورېدلي او له همدې زاويې يې خپله ژبه شنلې ده؛ نو فکر کوي، چې دا بنسټ دی، سره له دې چې بنسټ، غږ، مورفيم، کلمه، عبارت، فقره او جمله ده، رغښتواله يوازې نظريه ده، چې په مټ يې موږ دا ژبني توکي شنو او همداسې چارواله او ادراکي نظريه هم ده، چې له يوې جلا؛ خو دقيقې لارې د ژبې جوړښت او نظام ته ځان رسوي. په پای کې ویلی شو، چې په پښتو ژبه کې هم د ژبپوهنې له دغو څانګو ګټه پورته شي او د هغو د تیوریو او اصولو پر بنسټ یې د څېړنې او ځيزنې دود ته پراختیا ورکړل شي، په دې اړوند ژبپوهان نوي څېړنې وکړي او خپله ژبه تحلیل کړي.
ماخذونه
۱: ارغند، ذبیح الله صاحب. ۱۳۹۶. ماناپوهنه. کابل: پکتوس خپرندویه ټولنه.
۲: حمیدزی، راحله. ۱۳۹۸. دستور نقش ګرای نظام مند هالیدی. کابل: انتشارات کابلستان.
۳: حمیدزی، راحله .۱۴۰۲. نظریه های زبانشناسی. کابل: انتشارات سمون.
۴:: چمتو، محمدقسیم.۱۴۰۰.تشریحي ژبپوهنه. کابل: جهان دانش خپرندویه ټولنه.
۵: زیار، مجاوراحمد. ۱۳۹۸. پښتو پښویه. کابل: دانش خپرندویه ټولنه.
۶: سمون، محمد مصطفی. ۱۴۰۲. ادراک او مانا. کابل: سمون خپرندویه ټولنه.
۷: شېرزاد، محمد اقا. ۱۴۰۰. پښتو نحوه. کابل: جهان دانش خپرندویه ټولنه.
۸: ښکلی، اجمل. ۱۴۰۲. د ادراکي ژبپوهنې په رڼا کې د پښتو ګرامر څېړنه
۹: ښکلی، اجمل. ۱۴۰۱. د ژبپوهنې نظریې. کابل: پکتوس خپرندویه ټولنه.
۱۰: مقدم، محمد دبیر. ۱۳۹۵. زبان شناسی نظری. (پیدایش و تکوین دستور زایشی). ویراست سوم. تهران: انتشارات سمت.
۱۱: همای، یحیا. ۱۴۰۱. پرتلیزه – تاریخي ژبپوهنه. کابل: پکتوس خپرندویه ټولنه.
۱۲: یورګسن، ماریان، فیلیپس، لوییز. نظریه و روش در تحلیل ګفتمان. ترجمه: هادی جلیلی. تهران: انتشارات نشرنی.