پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهپاکستاني پلاوی پر ډیورند کرښه د نښتو په اړه د خبرو لپاره...

پاکستاني پلاوی پر ډیورند کرښه د نښتو په اړه د خبرو لپاره کندهار ته تللی

تاند (سې شنبه، د سنبلې ۲۷ مه) سرچینې وايي، د پاکستاني پوځ او حکومتي چارواکو یو پلاوی کندهار ته تللی چې د دیورند کرښې په اوږدو کې د وروستیو نښتو په اړه له طالب مشرانو سره خبرې وکړي.

راپورونه وايي چې پاکستاني پلاوي پرون (دوشنبه) د کندهار له والي ملا شیرین اخوند سره لیدلي دي. د کندهار والي د طالبانو مشر ته نژدې کس دی.

سرچینې زیاته کړې چې په کندهار کې د طالبانو له چارواکو سره د پاکستاني پلاي کتنه د افغانستان او پاکستان د هغې ګډې کمېټې د منظمو غونډو یوه برخه ده چې د خپلمنځي اختلافاتو د هواري لپاره جوړه شوې ده.

د سرچینو په وینا، پلاوي کندهار ته تر تګ مخکې د انګور اډې او شمالي وزیرستان په ساحو کې له طالبانو سره خبرې وکړې.

کندهار ته د پاکستاني پوځ او حکومتي چارواکو سفر په خوست ولایت کې د طالبانو او د پاکستان د سرحدي ځواکونو تر منځ له وروستیو سختو نښتو وروسته کیږي.

د ځاځي میدان او کورمې ترمنځ د دیورند کرښې په نښتو کې چې شاوخوا لس ورځې وړاندې د سپتمبر له اتمې تر لسمې نېټې پورې وشوې، پاکستاني رسنیو ادعا وکړه چې په لړ کې یې د طالبانو سرحدی ځواکونو درنې مرګ ژوبلې اوښتې دي.

د پاکستان پوځ ته نژدې ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د خپلو سرچینو له قوله ویلي چې د خوست په ځاځی میدان کې له پاکستاني ځواکونو سره په نښته کې ۱۶ طالب ځواکونه وژل شوي او ۲۷ نور طالب ځواکونه ټپیان شوي دي.

له نښتو وروسته، د خیبر پښتونخوا اعلي وزیر علي امین ګنډاپور اعلان وکړ چې هغه به د پاکستان د پوځ او حکومت موقف له پامه پرته د امنیتي مسلو په اړه د طالبانو له حکومت سره خبرې پیل کړي.

د ښاغلي ګنډاپور دا حرګندونې د مرکزي حکومت د چارواکو له سخت مخالفت سره مخامخ شوې. ګنډاپور د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند غړی دی خو مرکزي حکومت د مسلم لیګ او پیپلز ګوندونو په ايتلاف پورې تړاو لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب