پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+کله کله باید خلک کیسې وګټي! | ډاکتر منقادالرحمن رودوال

کله کله باید خلک کیسې وګټي! | ډاکتر منقادالرحمن رودوال

مونږ په جلالاباد روښآن مینه کې یوه کوچنۍ حجره لرله. ما د مکتب  کتابونه لوستل ورور مې بیت الرحمن رودوال راغی او راته ویې ویل ورور( مشر رودوال) وايي حجرې ته راشه او د شعرونو کتابچه دې هم راوړه.

ماته به چې چا وویل چې شعر ووایه نو داسې به باغ باغ شوم او که خلکو به راته وآه وآه وکړه نو  ما به فکر کوه چې ګوندې ملکونه مې فتحه کړي.

حجرې ته چې ننوتم زما دوه ترروزینه، خدای دې وبښي پلار مې او څه نور میلمانه ناست وو. مخامخ په رنګ روښانه په دړ سیکه دروند  خو داسې معلومیده چې ارام او خاموش یو سړی ناست و.( دا سړی شاولي خان استاد و) مشر رودوال ورغبرګه کړه استاده ددې سړي شعرونه واوره دی ستاسو  دلارې سړی دی. غواړم ستاسو له نظره یې وګورم. ته خو واوره څه پکې وایې؟

سړي رانه پوښتنه وکړه. بچیه څوم صنف کې یې؟

لسم کې!

څووم نمره یې؟

کابل کې خوشال خان لیسه کې اول نمره وم. دلته ننګرهار لیسه کې مې لا امتحانونه نه دي ورکړي. نوی شامل شوی یم.

ځه چې هلته اولنمره وې دلته هم انشاالله اولنمره کیږې خو شعرونه دې ووایه چې شعرونو کې هم اولنمره یې که نه؟؟

ما به هغه وخت ساده باده په روانه ژبه منظومې لیکلې. اختر ته مې یوه منظومه لیکلې وه هغه مې ورته ولوسته بیا مې یو نیم هغه د هلکتوب د وخت غزل واوروه خو تر وروستۍ شیبې یې فقط غوږ نیولی وی. زما په شعرونو کې یې مداخله ونه کړه.

نو مشر رودوال ته یې مخ راواړوه!

ګوره اشنا ددې سړي شعرونه دده له عمره ډیر اوچت دي او خپل یې دي. داسې کس یو نیم پیدا کیږي. بس دا خدايي استعداد دی خو که زما منې یوه خبره لرم.

مهرباني استاده!

څه پلان لرې کومه فاکولته پرې باید ووايې؟

له حجرې نه څو غږونه اوچت شول. طب. طب. دی باید طب ووايي کانکور کې یې هم ګټي اولنمره دی لایق دی. ښه ده چې ډاکټر شي.

مشر رودوال ورته وویل ودې لیدل د طب بازار ګرم دی خو هغه ساعت او مصلحت. مهمه دا ده چې دی باید لکه د کابل په څير دلته هم په مکتب کې ښه نتایج واخلي.

نتایج نتایج دي.

ده ته ساینس وچ نه دی په کار!

دی خپل مزاج ته پریږدۍ. هر کله خلک پیسې ګټي خو کله کله باید خلک کیسې وګټي.

راځۍ دا ځل کیسې وګټۍ په ده  ادبیات ووايۍ. ادبیاتو پوهنځي ته راوستل یې زما ذمه واري شوه!

دی د ادبیاتو سړی دی لوی لیکوال به ترې جوړ شي د ولس او وطن فخر به وي. ډاکټران ډیر دي بل څوک به ډاکټر شي. ډیر خلک ډاکټران کیدی شي خو هر څوک ښه شاعر او لیکوال نه شي جوړیدی. که دی ادبیا ووايي صیقل به شي او ماته مې زړه وايي چې انشاالله ښه لیکوال شاعر به ترې جوړ شي.

وختونه وو تیر شول. د کلي ولس په مړي ژوندي کې به مو پوهاند صاحب ولیده خو وروستۍ اکاړه مو ورسره ننګرهار پوهنتون کې وکړه.

بیا یې هم خپله خبره وکړه!

ګوره ډاکټر صاحب زما دې ونه منله خو دا ښه ده چې که طب دې هم ووایه خو د خپل مزاج خبره دې نه ده پریښودې او لا هم لیکل کوې.

استاد رشاد دې خدای وبښي یوه ورځ مې ورته د خپل کلي( بړو) نوم واخست نو راته ویې ویل دا نوم مې له خپل یو شاګرد نه اوریدی و. وار وکړه داسي ښه یې نوم و. اوس ننګرهار پوهنتون کې استاد دی. ما ورغبرګه کړه شاه ولي خان؟

هو هو باالکل شاولي خان! باره شه سړی و. ارام با شخصیته سړی و ددې کلي د نامه د معنی پوښتنه یې رانه کړې وه. دا نوم بودايي ریښه لري. په غلب ګمان چې د عبادت ځای په مانا دی.

استاد شاولي خان د پوره پوره پوهې سره لږې  خو هغه د خیرالکلام من قل و دل په انداز خبرې کولې.

په وطن او خلکو دردیده او خوږیده. فعال او لایقه ځوانان یې خوښیدل او د خپل ټول اکاډمیک ژوند او بوختیا سره سره یې خپل کلی ولس پرینښود او یو پوره لوستی  نسل یې هم وطن ته په میراث پریښود.

شاولي خان استاد په خټه مرچه خېل مومند و او په داسې یوه کورنۍ کې زوکړی و چې د هنر تومنه له اره پکې وه. په همدې کور کې محمد عام د ولسي منظومو شاعر هم تیر شوی و چې لمړی ځل استاد شاولي خان په کابل مجله کې معرفي کړی و.

په همدې کور کې ولسي شاعر سید محمود رسالي هم زییږیدلی و چې په خپل وخت کې یې د خپل خاص ولسي انداز  له امله پوره پوره شهرت درلود. د استاد له کلي لږ ورها خوا د بړو سالم ماما ژوند کړی و چې دی هم په کابل مجله کې د لمړي ځل لپاره استاد شاولي خان معرفي کړی و.

په داو وروستیو کې په همدې کلي کې یو بل ولسي شاعر معروف الله مجیدي هم د په ابدي سفر ولاړ. دا کلی د روداتو د چوره ګلۍ په امتداد د تور راغه په زړه کې پروت دی چیرته چې پیر روښان د خپل ژوند وروستۍ سلګۍ ووهلې خو د مغلو تاراج ته یې سر ټیټ نه کړ.

د همدې کلي په ګاونډ تریلي  کې یو بل ولسي شاعر سیدستارشاه نجاتمل هم لا خپله شعري طبعه ازمايي. دا هغه کلی دی چې په خپل وخت کې د هډې ملا او چکنور ملا ته یې د بړو د میا په  اړیکه تر ټولو ډیر مجاهدین ورکړي او په ډکه کې یې د ازدۍ په جنګ کې فعاله برخه واخسته چې د فرنګیانو له بمبارۍ سره مخامخ شول( البته په دې جګړه کې زما ثقه نیکه محمد شریف هم ټپي شوی و) په دې کلي کې یو وخت وزیر محمدګل خان مومند د څه مودې لپاره اوسیده او زما د تره د وینا له مخې زمونږ د کلي په لوی جومات کې پاچاخان درې ځلې سرتور سر راڅرګند شوی و. د خوشال بابا وصیت نامه هم له همدې کلي استاد حبیب الله رفیع ته سپارل شوې ده. د شینکي بابا مشهور زیارت هم په همدې کلي کې دی. دا هغه کلی دی چې یو وخت پکې قاري برکت الله سلیم د مشرقي له مشهر قاري استاد مرسلین نه د قرانکریم حفظ زده کوه.

د ویاړ ځای دی چې د ژوند په ټول اړودوړ کې نن بیا هم زما کلی یو ځل بیا یوې درنې سټې ته په خپله غیږه کې ځای ورکوي. او د خپل یو اصیل بچې د ابدي خوب بستر ګرځي.

پوهاند استاد شاه ولي خان ته دې الله ج جنتونه ورکړي او مونږ ټولو ته دې د زړه صبر او عظیم اجر راپه نصیب کړي.

مینه او درناوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب