اسمعیل لاروی
جلال درسره پلی ته، جمال دې په لېمو کې و
زوال دې له پښو لاندې و، کمال دې په لېمو کې و
هغه سپاهي وې، چې فاتح د تياريکيو و
پرتم د لوی خوشال او د ابدال دې په لېمو کې و
مات دې و، لښکر د بدرنګيو په هر لور باندې
نقش د خوږ يوسف او د بلال دې په لېمو کې و
تا مې د افغان وطن راتلونکی په جنت کې ليد
څه ښکلی تصوير د سبا، حال دې په لېمو کې و
ته يو لاروی د حق د لارې وې او تېر شوې خو
پاتې دلته نه شوې او مشال دې په لېمو کې و
فلسفه
په روح کې دې خدای نه ورکوي چانه خپل جانان
دخپل ځان په لټون پسې ، چې ستړی وي خپل ځان
دشونډو فلسفه دې مالوستلې ده په شونډو
د وینو رنګ چې مینځمه داوښکو په باران
اې ! چېرته یې ؟ هغه ورځې مې ډیرې رایادیږي
تاوده به پر یوبل شو ، چې لانده به کړو باران
دښار زړې کوڅې وې ،پسرلی و او مزل و
چې ته وې او چې زه وم ، عاشقان وو عارفان
راځه چې دې په سترګوکې هغه کیسې پیداکړم
چې څنګه پخلا کیږي سره دوه خپه یاران
راوړاندې شه او بېرته مې په خپل زړه کې پیداکړه
زه تللی چېرې نه یم ، زه همدلته یم نهان
===================
آې سندر بولې جلۍ
کله چې په زیړ مازدیګر
د ګودر غاړیته سندرې وایې
او په منګی باندې د ساز او اواز
د ترنم پخاطر غږ اوباسې
خوته دخپلې غاړې
پدې تاثیر پوهیږې
چې دابه څومره زړونه
له کاره وباسي او ورک به یی کړي
پرته له دې خبرو
د خپل منګی دې هم
چې چیرې خیال ساتلی
او که په نه خبره
سوې سندرې وایې
د ښو ځوانانو پسې
سوې ښیراوې کوې
دویته دعا نه کوې
خو ګوره هر زلمیته
ستاسو د ژوند پخاطر
په ځان خطری اخلي
په هره سخته د ژوند
بس شکرانی اخلی
نو ته هم ګرانې واوره
داخپل سندریز مزل
که لږ بدل کړې
او دعاوی وکړې
بس په زیړی مازدیګر
د ګودر څنډیته سندرې وایه
نایاب
==============
د بر وطن شاعرې ته!
يه د بر وطن شاعرې!
موده وشوه،چې دې غږ نه اورم نه يې
خدای خبرچې ته به روغه وې که مړه وې
راشه پاڅېږه هيواد تياره ـ تياره دی
د ولس هم ستونی ناست دی چوپه خوله دی
هره خوا جکړه جګړه ده
د ټوپک ستاينې کيږي
ورور له ورور سره جنګيږي
د الفت له ستوني تاو د کرکې پړی
هره خوا نفرت ـ نفرت دی
هره خوا وحشت وحشت دی
يه د بر وطن شاعرې!
موده وشوه،چې دې غږ نه اورم نه يې
خدای خبرچې ته به روغه وې که مړه وې
راشه راشه د سندرو سيپارې درسره راوړه
چې د جنګ او د ټوپک د پای شيبې شي
يو څو مستې روماني ترانې راوړه
يه د بر وطن شاعرې!
ناهيلي پرېږده راپاڅېږه راووځه
دا ولس هم ناهيلۍ نه رابهر کړه
يه د بر وطن شاعرې!
ته رڼا يې ته ښکلا يې
ته د هر مين د مړه زړه مسيحا يې
یه د بر وطن شاعرې!
موده وشوه،چې دې غږ نه اورم نه يې
خدای خبرچې ته به روغه وې که مړه وې
يه د بر وطن شاعرې!
نفرت خېل دي راوتلي
تهمت خېل دي راوتلي
هله ژرشه هله ژر شه
دوه مين يې بيا په دار کړل
فتوا ګانې يې پرې ورکړې
په الفت يې ګناه کار کړل
موده وشوه نه دې غږ شته نه سندرې
نه دې اورم رسنيو کې خبرې
يه د بر وطن شاعرې سندرمارې!
ولې موږنه دې بدلې کړلې لارې؟
ستا دشعر په پاکو تورو کلمو مې دې قسم وي
د الله ج د پاک قران په سيپارو مې دې قسم وي
جادوګرې په لفظونو پسې مړ يم
ستا غزلو ستا نظمونو پسې مړيم
داسې مه کېنه خاموشه
خپل قلم دې کړه راپورته
يو سپرلی د مستۍ راوړه
تخيل په مستۍ راوړه
چې دا کاڼي کاڼي زړونه شي هندارې
سره يو شي زړو کې وغځوي لارې
يه د بر وطن شاعرې!
موده وشوه،چې دې غږ نه اورم نه يې
خدای خبرچې ته به روغه وې که مړه وې
فريد احمد تسکين
۱۳۹۲/۷/۲۳ تله
د اختر لومړۍ ورځ
د صفي الله څمکي حجره