مچه، بوسه:
که دې زړه وي چې دا خوږ خاطر مې روغ کړې
د لبانـــــــــــو مچه راکــــــــــــــــــــــړه مومیایي ده
(۲۹۱مخ)
محشي وایي چي په “دوهمه، دریمه” نسخه کي “بوسه” ده.
++++++++
میان، منځه:
عبدالقادرخان وایي:
د عشق پــه کار کې چې څوک صادق شي
د یار د مهر هــــــــــــــــــــــــــــــــــــاله لایق شي
دویي د دواړو تـــــــــــــــــــــــــــر میان ووزي
عاشق معشوق شي معشوق عاشق شي
(۴۰۲مخ)
د دې څلوریځي د دریم نیم بیتي د “میان” کلمه په (ک) نسخه کي “منځه” سوې او په (هـ) نسخه کي ” مینځه” سوې ده. له دې څخه معلومېږي چي د هري نسخې کاتب د خپلي دلچسپۍ له مخي په متن کي لاس وهلی دئ.
+++++++++
میلمستیا، مهماني:
میلمه، مهمان:
مېلمستیا مې د زړه وینې ورته کښېښوې
چې مېلمه مې شـــــــو د یار خیال په سترگو
(۱۷۸مخ)
خیال باید دوې څپې ولوستل سي.
دا دواړه کلمې د محشي په حواله، په خطی نسخو کي د (مهمانی) او (مهمان) په شکل ثبت دي خو د چاپي دېوان ترتیبوونکو هغه پښتو کړي دي. دا کار خو په ښه نیت سوی دئ خو پر هغه باندي د خوشحال د شعر نوم ایښوول د زړه ورو کار دئ؟
+++++++++++
ناپوه، نادان:
پوه، دانا:
دا لغتونه هم خوشحال خان زیاتره د (نادان) او (دانا) په شکلو کي لیکلي دي خو په چاپي دېوانو کي (ناپوه) او (پوه) سوي دي.
د خوشحال ویل که دُر قیمت بها دي
و ناپوهــــــــــــو ته بتر دي تر کونجکو
(۱۷۸مخ)
په لمنلیک کې ورته کښلي دي چي په قلمي نسخو کي “و نادان وته بتر دي تر کونجکو”.
+++++++++
ور، در (دروازه):
د خاطـــــــر ور مي تړلی دی په غیرو
له عالمه سره ناست په فکر ستایم
(۱۳۹ مخ)
(ور) ته ئې په حاشیه کي کښلي دي “قلمي (نسخې) او ارمغان: در”. دا تصرف هم د چاپي متن پر ترتیبوونکو تاوان دئ.
په قلمي نسخو کي د (ور= دروازه) له پاره هر وخت (در) راغلی دئ.
دا کلمه په پښتو کي نور مشتقات هم لري لکه (دربدره)، (درگاه)، (دروېزه)، … د کندهار په لهجه کي (در) او (دروازه) عام استعمال لري. د خوشحال خان د دېوان په ځینو چاپي نسخو کي (در) په (ور) اوښتی دئ.
یا:
ستاپه ورد سرفراز و
تل سجود دی د بې نیازو
(۱۷۳مخ)
په لومړۍ خطي نسخه کي د (ور) پر ځای (در) دئ او دې خبري ته په حاشیه کي اشاره سوې ده.
یا:
زه چې ستا له غمه زار کړم ستا په در کې
که دې غـــــوږ زماپه زار وای څه به ښه و
(۱۷۵مخ)
په حاشیه کي ئې ورته کښلي دي چي “د کامل په دواړو چاپونو او کندهار چاپ” کي (در) په (ور) اوښتی دئ. دا کار دونه زیات تکرار سوی چي د کلیات ترتیبوونکی اړ سوی دئ د ۲۶۱ مخ په لومړۍ حاشیه کي داسي وکاږي: “یادونه: په قلمي نسخو کې د (ور) په ځای هر چیرې (در) راغلی دی نو دې یادونې ته بیاضرورت نشته “.
++++++++++
وژو، کشتن:
د خوشحال خټک په کلیاتو کي لولو:
په وژو د عــــــــــــــــــــــاشقانو هسې ځغلې
نیم بسمل ئې په ځای پرېښوم له تلواره
(۲۱۵مخ)
په قلمي نسخوکي د (وژو) پر ځای (کشتن) ثبت دئ.
یا:
لیچې څه لره غړي توره وکاږي
که د خوارو د وژو په آهنگ نه ده
(۲۷۶مخ)
دلته ئې هم په حاشیه کي ورته کښلي دي چي په قلمي نسخو کي (کشتن) دئ.
+++++++++
هدیره، گورستان:
د خوشحال خان په دې لاندي بیت کي د دېوان د حاشیه لیکونکي په استناد د قلمي نسخو (گورستان) په (هدیره) الیش کړی دئ:
هدیره ئې د شهید په څنگ کې بویه
هر سړی چې مړ په توره د بیلتون شو
(۱۸۶مخ)
++++++++++
یکدل او یکزبان:
یو زړه او یو زبان
خوشحال ویلي دي:
چې په مینه کې یو زړه او یو زبان وي
تر هـــــــــــــــــر چا د هغو چار په برکت ده
(۲۷۷مخ)
په قلمي نسخو کي (یکدل و یکزبان) دئ او دا خبره د همدې مخ په دوهمه حاشیه کي سوې ده.
د استاد هوتک دا لیکنه لومړی پلا د ۲۰۱۱ د حون په ۱۳ مه نېټه په تاند کې خپره شوې وه.