پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Home+د مارچ اتمه او افغان مېرمنې

د مارچ اتمه او افغان مېرمنې

نن نړۍ په داسې حال کې د ښځو ورځ لمانځي چې د نړي په دې ګډ کلي (Global village) کې لا هم مېرمنې د توکو په څېر خرڅېږې. د لویې پکتېا، لوې کندهار، او لوی ننګرهار بیل بیل نرخونه دي، د مېراث حق خو یې په ټوله اسلامي نړۍ کې نقض شوی د طلاق اسلامي اصولو ته په اکثره ټولنو کې اعتنا نه کېږې. د خپلې خوښې نکاح کول نارینه وو د غېرت مسئله ګرځولې او ډېرې مېرمنې د خپلو نږدې خپلوانو له خوا په بې رحمۍ وژل شوي. ځېنو افغانانو ته خو لا خپلې مېرمنې سره په ېو دسترخوان کیناستل هم عیب ښکاري د خوشالیو په مراسمو کې ورته له ټولو وروسته او دویمه درجه خواړه تېارول کېږې په رسمې ادارو کې خو حتې په پرمختللې نړۍ کې هم ورته د برابر او مساوي حقوقو ورکولو باندې قانع شوی نه ده، مونږ لا اوس اوس د پورتنیو حقوقو اخیستلو مبارزه کولو کې قدم اخیستې وو، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۵ مې کرغېړنې ورځې راهیسې زمونږ په افغان نجونو او مېرمنو د اسلامي امارت په نوم بدبختي نازله شوه او افغان مېرمنې یې ېوازې د نسل زیاتولو توکې وګرځولې او هيڅ نوع بشري، اسلامي او افغاني حقونو ورکولو ته لا دا ډله اماده نه ده، د افغان ښځو غورځنګ مشرتابه له ټولو مبارزینو هیله کوي چې موږ ته د نورو ټولنو په پرتله اوږد، ستړی او له ستونزو ډک مزل په مخکې لرو ، نه به ستړی کېږو ،نه به بې همته کېږو ، نه به ډارېږو، نه به درېږو او نه به له خپلو حقوقو یو قدم وروسته کېږو او د دې ټولو بدبختیو لامل په بې سوادتوب کې ده په بې علمۍ کې ده مونږ به هر قیمت د تعلیم کولو هڅه کوو او د جهل د حاکمیت ورځې لنډې او تنګې دي.

نن ورځ د عهد تازه کولو ورځ ده او دا ورځ دې د هېواد ټولو مېرمنو ته مبارکه وي.

هره ورځ زمونږ ورځ ده نن یې صرف عهد تازه کوو

سعیده یوسفزی

د مارچ اتمه پیښور

3 COMMENTS

  1. ښځه د ” انسانیت ” یوه برخه ده او ” انسان ” غوندی تعریف ئی ډیر پراخ او ژور دی.
    امّا دوه لنډ ټکی:
    ۱ – ښځه ” نه یوازی ” ورځ ” لری بلکه ” شپه ” هم د ښځی د ماموریت یوه برخه تشکیلوی ( د خپل ماشوم د ژړا او لوږی د دفع کولو ماموریت چی البته سخت او دروند ماموریت دی چی یوازی د ” مورتوب ” حِس دا دروند ماموریت تر سره کولای سی.
    ۲ – د غربی سکولریزم دا اتهام ( چی ګواکی زموږ غوندی ټولنی ښځی ته فقط د ” شهوت ” د ابزار پتوګه ګوری) یو شیطانی او تلبیسی اتهام دی. دا خپله غرب دی چی د ښځی څخه د سِکسی ابزار پتوګه کار اخلی چی البته تفصیل ته به اړتیا نه وی.

  2. پښتني ټولنه کي ښځه د دودونو اودغيرت قرباني ده.
    ښځي زدکړي ته نه پريږدي
    وايي لور د پردي کورده
    ښځه په پيسو خرڅوي
    ښځه په بدي کي ورکوي
    پولداره خلک(يوه برخه) څلور ښځي کولای شي
    ښځه پ صغير عمر ودول کيږي
    ښځه د ښځي په بدل کي ورکوي
    کونډي په زور په نکاح کوي
    ښځه ورکول کيږي دا حق د ټپوس يا خوښي نه لري
    ښځه په خپله خوښه ميړه کولای نه شي
    د کومي پيغلي چي کوم ځوان خوښ شي ښځه وژني
    ښځي ته د زکس په اوبجکت کتل کيږي
    ښځه په کورني ژوند کي هيڅ حق د نرانو په مقابل کي نه لري
    ښځي ډير بد وهل کيږي او حتا وژل کيږي
    ښځه په پښتني ټولنه کي غلام ده.
    دښځود ټولو بشري حقوقو او انساني ژوند په ارمان.

  3. دښځی معنوی معرفت:
    واذ اخذنا میثق بنی اسرآیل لاتعبدون الا الله وبا لولدین احسنا وذی القربی والیتمی والمسکین وقولو ا للناس حسنا واقیمو الصلوة واتوا الزکوة ثم تولیتم الا قلیلا منکم وانتم معرضون.
    البقرة دالهی کلام ۸۳
    لاتعبدون :داد مېثاق بیان دی او نفی دنهې په مانا ده حقوق العباد ته اشاره کوی چې مور او پلار دی خو له بده مرغه اعراض،سیالی،کبر ، غرور ، اهانت، ظاهری منافقت زمو دفرهنګ پوخ عادت دی. موږ ددې بد عادت مخ اړلو لپاره هیڅ نه دی کړی. چا کړی دی ؟ دچا رساات دی؟
    څو پېړۍ تیریږی دغه اپارتاید ،انحصار او بربریت دښځو په وړاندې نه ختمیږی .په اسلامی ڼړۍ کې خو داظلم او جنایت په ډاګه روان دی. ددې ناوړه فرهنګ ، دود او رواج، اومرموز سیاست لپاره کار اړین دی .
    دښځې موجودیت فی نفس واحد :
    یا ایها الناس اتقوا ربکم الذی خلقکم من نفس وحدة وخلق منها زوجها وبث منها رجالاکثیرا ونسآء.
    النسآء ۱
    اسلامی نړۍ او Global Village . خو ستر تاریخی مسئولیت لری کوم غیر منطقی ابزار چې د ښځو په نوم زموږ محافظه کاره فرهنګ کې نا اګاهانه رواج کړی په هیڅ توګه دمنلو وړ نه دی .
    موږ دښځو د تعلیم او تربیې، پرمختګ او بیداری، شخصیت او شهامت، غیریت او عزت ، او همدارنګه اهمیت او ښېګڼو لپاره څو فیصده ګامونه اوچت کړې دی؟
    کوم عقل او منطق دا منی چې په ښځو انحصار ولګوه دټولنې او کورنی یو ه فعا له کتله فلج کړه!
    دښځو حقوق یوازې دعلم او پوهې له لارې په سمه توګه اعاده کېدلی شی نه دڼړیوالو نمایشی نغارو او نه دمسلمانانو په جهالت او حماقت. ښځو سره سعیده یوسفزی خور خو سم لیکلی خو له بده مرغه سرتمبګی یو ناوړه ناروغی ده! چې موږ ور سره لاس او ګرېوان یو
    ژوندی دوې داففانستان غیرتمنې او مسلمانې ښځی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب