Homeخبرونهبلخ کې وسله واله نښته؛ ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې وسله واله نښته؛ ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند: ( چار شنبه، د کب ۱۷ مه) ‏‏په بلخ کې د طالبانو او وسله والو کسانو د يوې ډلې د نښتې پر مهال ۸ وسله وال وژل شوي او ۲ طالبان ټپيان دي.

د دې ولايت لپاره د طالبانو امنيتي چارواکو ويلي، چې وژل شوي وسله وال « ياغيان او اختطافګر» دي.

طالبان وايي دغه نښته تېره شپه د بلخ ولايت د اوومې امنيتي حوزې اړوند په خواجه خيران سیمه کې شوې ده.

طالبانو د دغې نښتې په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي.

دوی په وروستيو کې ډېرو مخالفانو ته ېې د « بغاوت ګرو او اختطافګرو» اصطلاح کاروي.

د طالبانو مخالفو وسله والو ډلو په دې اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...