Homeخبرونهګردېز کې د « هوا» راډیو خپرونې پيل شوې

ګردېز کې د « هوا» راډیو خپرونې پيل شوې

تاند: ( چار شنبه، د کب ۱۷ مه) ‏‏د پکتيا مرکز ګرديز کې د ((هوا)) په نوم خصوصي راډيو فعاليت پيل کړ.

 د دغې راډیو مرستیال مبین میرزا وایي، چې « هوا» راډیو د نورو مسايلو ترڅنګ خبري، ښوونيز او د بشري حقونو اړوند موضوعات خپروي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، په هېواد کې تر ۴۴ پورې راډیوګانې تړل شوي، چې اقتصادي ستونزې او د طالبانو شدید سانسور یې اصلي لاملونه ګڼل کیږي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، چې تر ۲۰۰ پورې راډیوګانې لا هم په افغانستان کې فعال دي.

خبریالان او رسنوال بیا شکایت کوي، چې په کابل او ولایتونو ټولو کې د طالبانو مطبوعاتي مسوولین د دوی خپرونې سانسوروي، چې له امله یې په هېواد کې فعالو ډېرو رسنیو خپل مخاطبین له لاسه ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...