Homeخبرونهپاکستان ته د افغان څارویو قاچاق زيات شوی

پاکستان ته د افغان څارویو قاچاق زيات شوی

تاند: ( چار شنبه، د کب ۱۷ مه) ‏د هلمند ځایي اوسیدونکي شکایت لري، چې له دې ولایت څخه پاکستان ته د څارویو قاچاق زیات شوی.

د دوی په وینا، له دې سره په هلمند کې د غوښو بیې لوړې شوي، چې دوی یې ستونزو سره مخامخ کړي دي.

په ورته وخت کې د دغه ولایت مالداران او کوچیان وایي، چې د اقلیمي بدلونونو، وچکالۍ زیاتیدو او څړ ځایونو د نشتوالي له امله د څارویو پالنه او زیاتیدل ورته ستونزمن شوي.

د هلمند ښاروالۍ ویاند محمد ظاهر ابشار مني، چې په دغه ولایت کې د غوښو بیې لوړې شوي، خو وایي په دې اړه د ښاروالۍ د بیو د کنټرول ټیمونه لاس په کار شوي.

پاکستان ته د افغان څارویو د لېږد په اړه یوازې هلمندیان شکایت نه لري؛ ورته شکایتونه ډیورنډ فرضي کرښې ته له پرتو نورو ولایتونو هم رسنیز شوي او د طالبانو د رژیم چارواکي په دې برخه کې په بې غورۍ تورن شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...