چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeخبرونهد امریکا د کانګریس د بهرنیو چارو کمېټه له افغانستانه د ځواکونو...

د امریکا د کانګریس د بهرنیو چارو کمېټه له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه د سوال او ځواب غونډه کوي

تاند (چهارشنبه، د حوت ۱۷مه) ټاکل شوې ده چې د امریکا د کانګرس د بهرنیو چارو کمېټه په ۲۰۲۱م کال کې له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو د وتلو د څېړلو لپاره نن د سوال او ځواب غونډه جوړه کړي.

د فکس نیوز د راپور له مخې، دا به د امریکا د ۱۱۸ کانګریس لومړنۍ استماعیه غونډه وي چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو جاج اخلي. د امریکايي پوځیانو پر نامنظمو وتلو ډیرې نیوکې کېږي.

د امریکايي رسنیو د راپور له‌مخې، په دې غونډه کې به د هغو دوو ډلو مشران هم ګډون وکړي چې د ۲۰۲۱ په اګست کې د افغانستان د پخواني جمهوري حکومت له پرځېدو سمدستي وروسته یې د تخلیې لپاره د چارتر الوتکو تابیا وکړه.

د کمېټې له رسمي اعلان سره سم، چې تېره اوونۍ یې پر خپله ویبپاڼه وکړ، د استازو جرګې د بهرنیوچارو کمېټې رئیس مایکل مک‌کال ویلي، کمېټه به «د کابل د سقوط په لړ کې او وروسته» تر سرلیک لاندې استماعیه غونډه جوړه کړي او په ترڅ کې به یې له افغانستانه د بېړنۍ تخلیې په اړه د حکومت چارې و ارزوي.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمېټې دا پرېکړه وروسته له دې کړې چې د کانګرس جمهوري‌پالو استازو له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د بې بندوبسته ایستلو په اړه څېړنې پیل کړې؛ هغه چاره چې له کبله یې طالبانو کابل ونیوه او زرګونه وارخطا افغانانو د کابل د هوايي ډګر لور ته مخه کړه.

د کانګرس د بهرنیو چارو کمېټې رئيس د سږ کال په جنورۍ کې وویل، د خپل هېواد له بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن څخه یې په یوه لیک کې غوښتي چې له طالبانو سره له خبرو رانیولې تر استخباراتي ارزونو پورې د ټولو ریکارډ یا کاپي ورولېږي.

مک‌کال دا کار سم ونه باله چې، د ده په وینا د امریکا د ولسمشر جو بایډن حکومت د ځواکونو د ایستلو په اړه معلومات له ځان سره ساتي او دوی ته یې نه ورکوي.

د امریکايي رسنیو د مالوماتو پر اساس، تېر کال له افغانستانه د ځواکونو د وتلو په لومړۍ کالیزه کې په یوه راپور کې ویل شوي وو چې، د بایډن حکومت او په ځانګړي ډول د بهرنیو چارو وزارت له افغانستانه د بې قیدوشرطه وتلو په اړه کانګرس ته د ضروري معلوماتو له ورکولو ډډه کوي او دا کار د دې مسلې په بشپړه څېړنه کې د کمېټې کار له خنډ سره مخامخوي.

ځینو نورو ادارو هم دې ته ورته شکایتونه کړي دي.

په دغو ادارو کې یوه هم سیګار یا په افغانستان کې د امریکا د بیارغونې د ځانګړي سرمفتش اداره ده چې څو ځلې یې د کانګریس غړیو ته ویلي چې، د امریکا له باندنیو چارو وزارت، د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې او همدا راز دفاع وزارت څخه د معلوماتو په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخامخ دی.

2 COMMENTS

  1. د افغانستان ملت تباهی تهداب تیږه د هغه وخت مضر شوروی اتحاد په مکمله مرسته ددوی تربیه شوو غلامانو له واسطه کیښودای شوه او ددی فجایع وخت کښی افغان ملت ستره قربانی ورکړه او افغان ملت د وینو په زور دا ځناور سره ددوی غلامانو له خاوری څخه وشړل اما په افسوس سره باید وویل شی چی کاؤ بئی امریکا د شیطان انګلیس چوچه پنجابی پاکستان په تام ملاتړ او د ملی خائین خلیلزاد په خائینانه منډو د ۱۹۹۵ کال سلاح جمع کولو پلان د وحشیانو جعلی تنظیمونو له خوا په ۱۹۹۶ کال کښی سبوتاج کړ او وحشی روزل شوی جعلی طالبان ئی په قدرت راوستل او لږ څه وروسته بن لادن هم د امریکا او پنجابی پاکستان په کومک کابل ته راوستل شو او لږ څه وروسته ساختګی فجایع په امریکا کښی رامینځ ته شوه او ادعا وشوه چی دا امریکائی طیاری عربو امریکا کښی غلا او د امریکا مهمو مکانونو کښی بمباردونه وکړل او بن لادن دا وحشیانه پلان د افغانستان څخه طرح کړۍ دی او علاوه ادعا وشوه چی ددوی له خوا راوستلو طالبان د بن لادن تسلیم کیدل امریکا ته رد کړ او امریکا مجبوره شوه چی د طالبانو سقوط ورکولو ته افغانستان ته داخل شی او طالبانو بی له ادنا مقاومت څخه خپل پنجابی ټاټوبی ته کوچ شول او امریکا د طالبانو په عوض نوره تربیه شوی غلامان کابل کښی د همه شمول شعار لاندی حاکمان کړل او وروسته بیا بله د هولی ؤډ ډورامه د امریکا له خوا شروع شوه او شړل شوو جعلی تربیه شوو طالبانو ته ئی زمینه برابره کړه چی چریکی فعالیتونه شروع کړی او دی فجایع کښی یوازی او یوازی ملکی وګړی ووژل شول او وروسته ئی موقع ورته برابره کړه چی دا تربیه شوی وحشیان کابل ته دوباره راولی او دا فجایع ئی عملی کړه او جعلی همه شمولو غلامانو په اتفاق سره کابل او نور ښارونه دی تربیه شوو وحشی جاهلو ته پریښودل اوامریکا انګلیس اوس ساختګی مخالفت ښکاره کوی اما په واقعیت کښی ددوی سره مسلسل مادی کومکونه کیږی او تماسونه ساتل کیږی ، شاغلۍ جلیل غنی او دده په شان نور بائید د امریکا په ارزو تبلیغات وکړی !!!!
    پلان دی چی افغان ملت کاملآ بی سواده وساتل شی او میرمنی او جلکۍ د جامعی څخه کاملآ محرومی شی او د قرون اوسطی شرائیط رامینځ ته شی داسی وحشیانه او ظالمانه شرائیط د عصری غلامی دی او افغانان باید تش په نامه قدیانیو طالبانو او ملایانو له خوا د اجنبیو تر کنترول لاندی وی !!!!!

  2. د کانګریس د غی غونډی ته ضرورت نشته ځکه امریکایان پدی خبر دی، چه دغه فیصله په امریکا کی لمړی د ټرمپ او پمپیو لخوا ترسره شوه، وروسته د بایډن لخوا د ای اس ای + باجوه سره په مشوره ترسره شوه. که د کانګرس زور رسیږی دغه دریواړه امریکایان او د چټلستان فوج او ای اس ای پدی خبره ګرم دی. باید جدی تحقیق او سنګینه سزا دی ورکړی شی. او هم زمونږ د افغانانو په مینځ کی څینی پټی وړی او غټی خرڅ شوی او ورانکاری څیری شته، چه په دغه پټه فیصله کی لاس لری. هغوی چه په هر ځای کی وی باید سنګینه او سخته سزا ورکړی شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب