شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهملا برادر: قوش تیپې کانال په هر صورت بشپړوو

ملا برادر: قوش تیپې کانال په هر صورت بشپړوو

تاند: ( چار شنبه، د کب ۱۷ مه) ‏د طالبانو د رژيم د ریاست‌ الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند د یوه لوړپوړي طالب پلاوي په مشرۍ د بلخ له قوش‌ تېپې کانال څخه د لیدنې په موخه بلخ ته سفر وکړ.

ملا برادر آخوند له یاد کانال څخه د لیدنې پر مهال ویلي دي:(( زموږ د ننني سفر موخه، د قوش ‌تېپې کانال له کاري پرمختګونو څخه لیدنه ده، چې الحمدلله کارونه یې د ملي پراختیا شرکت په رهبرۍ او سالم مدیریت له امله د پلان سره سم پر مخ روان دي.))

هغه زیاته کړې، چې حاکمه ډله د قوش ‌تېپې کانال پلي کېدو ته ژمنه ده.

هغه وويل:((زموږ د ننني راتګ له موخو څخه یوه هم دا وه چې خپل ملت ته ډاډ ورکړو چې موږ د دې ملي او حیاتي پروژې تکمیلېدو او په هر صورت پای ته رسولو ته ژمن یوو.))

د طالبانو د رژيم اقتصادي مرستیال د یادې پروژې د مسئولینو له شویو هڅو ستاینه کړې او د کارونو د ښه ‌والي په موخه يې خبرې ورسره کړي دي.

په وروستيو کې د ازبکستان له قوله ويل شوي، چې د دغه کانال د کیندلو په کار خواشینی دی.

طالبانو بیا ویلي، چې دوی ته د افغانستان ګټې مهمې دي او د همدغو ګټو او خپل ملي حق پر بنسټ قوشتيپې کانال جوړوي.

5 COMMENTS

  1. د قوشتیپی د کانال لمړنی سروی او ډیزاین د مرحوم محمد داود خان په جمهوریت کی شروع شوی وه، د کیندلو عملی کار یی د ښاغلی اشرف غنی په امر د ۵۰۰ میلون ډالرو په بودیجه شروع شو، کله چه جمهوریت له مینځه لاړو، نو د دغی کانال بودیجه او ټول کارونه له مینځه ولاړل.

    د امارت اسلامی تر ټولو ښه کار دا وه، چه د دغه کانال د لمړی برخي ۱۰۸ کیلو میتره لپاره یی ډیر ژر عاجله بودیجه ( اته نیم میلیارده افغانۍ) بودیجه پیداکړه، او د څه وخت ځنډ وروسته یی په دغه کانال عملی د کیندنی کار شروع کړه. د حکومت لخوا د دغه کانال د کیندلو کار تقریبا ۲۰۰ شرکتونو ته ورکړی شویدی، چه د ۳۵۰۰ څخه زیات ماشین الات او د ۵۰۰۰ څخه زیات کاریګر پکی کار کوی. په یوه وخت کی په ۱۰۴ برخو د کانال په اوږدو کی کار روان دی. په دغه لوی کانال د ورځی او شپی لخوا کار شروع دی.

    د دغه کانال اوبه د آمو د سیند څخه سرچینه اخلی، سربند یی د بلخ ولایت د کالدار ولسوالی څخه شروع تر دولت اباد ولسوالی پوری ادامه لری. دوهمه برخه کار د کانال چه ۱۷۷ کیلو میتره دی. د دولت اباد څخه شروع او بیا د جوزجان ولایت د آقچی څخه تیریږی او د فاریاب ولایت په اندخوی ولسوال کی پای مومی.

    دریمه برخه کار: د قوشتیپی عمومی کانال څخه واړه کانالونه یا ویالی تیرول دی، چه د دغه ویالو په زریعه ځمکی خړوبه کړی. د قوشتیپی د کانال ټوله بودیجه ۶۰ میلیارده افغانی تخمین شویده. د دوهمی او دریمی برخی بودیجه به د بلخاب د کانونو د عوایدو څخه پوره کوی. د حکومت د معلوماتو په وړاندیز د قوشتیپی کانال به ټول ۳۰ دیرش لکه جریبه ځمکه خړوبه او د کرنی د کښت لپاره تیاره او جوړه کړی. د حیرتان دشتی چه ۱۰ لس لکه جریبه تخمین شویدی او په کالدار ولسوالی کی موقیعت لری هم د دغی کانال د خړوبولو برخه ده.
    د کانال اوږد والی په دواړو برخو کی ۳۸۵ کیلو متره، سور یی په شروع کی ۱۵۲ میتره او په پای کی ۱۰۲ میتره دی. د کانال ژوروالی د اته نیم میتره څخه تر نه(۹)میتره دی. د کانال د لمړنی برخی کار د خپل پلان څخه مخکی تللی دی، تر اوسه د ۵۰ کیلو میتره څخه کانال ډیر کیندل شوی دی.

    که عملآ د دغه کانال تر لاندی ځمکی د کرنی د کښت لپاره تیاری شی، نو ګران وطن افغانستان به د غله جاتو له کبله په خپلو پخو ودریږی او نورو ملکونو ته به احتیاج نه وی. زه د یو افغان په حیث د اسلامی امارت دغه ستر ملی کار ته ښه کار وایم، همداسی د انجونو د ښونځی د بندیدو کار یی ښه نه بولم او ښه کلک یی مخالف یم.

    د آمو سیند : دغه سیند د افغانستان د شمال وروستی سرحد دی، چه بلی غاړی ته یی د ۱۲۰۰ کیلو متره په اوږدو کی د تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان هیوادونه دی.
    مونږ د ازبکستان سره د ۱۴۴ کیلو متره په اوږدوالی سرحد لرو. ازبکستان ځمونږ ښه ګاونډی دی باید دجګړه ځپلی افغانستان په ابادیدو کی مرسته وکړی.

  2. محترم افغان نه مننه چی دا ګټور معلومات یی له موږ سره شریک کړه. ددې کانال نوم باید «سردار محمد داود خان کانال» ته واړول سی، روح دې ښاد وی.

  3. محترم خوشحال ورور کور مو ودان.
    بخښنه غواړم د کیبورد د ۲ تڼۍ بر ځای ۳ تڼۍ وهل شوی ده.
    د کانال اوږد والی په دواړو برخو کی ۲۸۵ کیلو متره دی.
    لمړی برخه ۱۰۸ + دوهمه برخه ۱۷۷ = ۲۸۵ کیلو میتره.
    مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب