چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Home+د لیکنې لپاره موضوع څنګه پیدا کړو؟ | وحیدالله مومند

د لیکنې لپاره موضوع څنګه پیدا کړو؟ | وحیدالله مومند

 لیکوالان د موضوع یا سوژې د لټون لپاره ډېر فکر کوي، خو بیا هم د لیکلو لپاره انتخاب نه شي کولی. د لیکوالۍ مینه‌وال ډېر دي، هر ادیب او هر لوستی انسان غواړي یو څه ولیکي خو تر ټولو لویه ستونزه د سوژې یا د څه لیکلو ده، چې دلته زه پرې یو څو کرښې ستاسو د معلوماتو لپاره توروم.

ستاسو ذهن له څیزونو او معلوماتو سره دومره عادي شوی چې هر څه درته تکراري او په اړه یې خپل معلومات لیکل بې ګټې ښکاري، خو دا باید هېر نه کړو، چې د لیکلو لپاره موږ ډېرې سوژې لرو، هغه معلومات چې تاته په ذهن کې ډېر کلیشه شوي ښکاري، هماغه معلومات د ټولنې یوه بل وګړي ته نوي او په زړه پورې وي. د لیکلو پر وړاندې هېڅ خنډ نشته، کومې بهانې چې ستاسو ذهن د لیکوالۍ په اړه درکوي، ټول ناسم تصور دی. که موږ هر څومره په خپل فکر ناڅیز څیز ولیکو، د ټولنې د پوهې د پوړ په اساس د خلکو په ګټه راځي. لنډه دا چې، لومړی باید په دې پوه شو چې، هر څه کې لیکل مو ټولنې ته ګټه رسوي که هغه ښه وي او که خراب، که ښه وي وي خو یوه لاره به روښانه کړي او که د موضوع له مخې لیکنه خرابه وي نو د ښو او بدو تر منځ به توپير جوت شي.

د لیکنې د پيل لپاره لومړی د خپل فکر جوړول اړین دي. موږ باید د هغو معلوماتو په اړه لیکل وکړو، کومو سره چې بلد یوو، علاقه لرو او په اړه یې بشپړ پیغام لېږدولی شوو. د لیکوالۍ په اړه د خپل لرلید له جوړولو وروسته تاسو باید هره ورځ لیکل په ځان اجباري کړئ. د سوژې نه‌شتون زموږ لیکولان ډېر ځوروي، وخت یې نیسي او له قلمه یې زړه توروي خو زه ورته له هر څه وړاندې خپله دا بېلګه په ډېرو ساده الفاظو او وضاحت ږدم، هغه داسې چې:

ما څو شېبې وړاندې فکر وکړ او ومې غوښل یو څه ولیکم، خو د موضوع نشتون زما نیم ساعت وخت را ضایع کړ، را پاڅېدم پرته له کومې سوژې مې کمپیوټر را واخېست، په کیبورډ مې ګوتې کېښودې، ذهن ته مې راغلل چې که هر څه لیکم باید د لیکوالۍ په اړه وي، له همدې سره مې د کیبورډ بټنې کېکاږلې او د لیکلو لپاره له کومه پیل کړو؟، هماغه سوژه د کومې په اړه چې ما نیم ساعت ضایع کړ، لیکنه پیل کړه او تر دې ځایه مې را ورسوله او لا به دوام لري.

مطلب دا چې که غواړئ لیکل وکړئ، کتابچه او قلم را واخلئ، یا خپل کمپيوټر ته کښېنئ او لیکل پیل کړئ، ستاسو ذهن به په څو ثانیو کې تاسو ته د لیکلو په اړه خپل معلومات پروسس کړي، چې په دوام يې ډېر ګټور څیزونه لیکلی شئ. ناڅاپه لیکل له تاسو لیکوال جوړوي او ستاسو لیکنو ته منطقي ربط ورکوي. له دې خبرې مې مطلب د موضوع ټاکل په ناڅاپي بڼه دي، کله چې تاسو د موضوع په اړه لیکل پیل کړئ، نو تاسو اړ یاست د موضوع په تړاو ژور فکر وکړئ، ټولې خواوې یې په نظر کې ونیسئ، موږ باید په لیکنو کې دومره هم عادی لیکل ونه کړو چې پرته له فکر کولو او معلوماتو یا هر څه چې په ذهن کې راځي لیکل وکړو، که غوښتل مو چې لیکنه مو له معنوي پلوه غني شي نو بهرنیو منابعو، اړوندو کتابونو او علومو ته مراجعه وکړئ، وې لولئ او مهم ځایونه یې خپلو لیکنو ته را نقل کړئ. ما دا مقاله د لیکلو د پيل لپاره کړې چې له کومه یې پيل کړو یا موضوع څنګه وټاکو، د لیکنې د داخلي جوړښت په اړه استاد غضنفر وايي چې « که هر څومره په زحمت لیکل وکړئ، هغومره به يې لوستونکي په اسانۍ ولولي او که هر څومره لیکنې په اسانۍ وکړئ، هغومره به یې لوستونکي په سختۍ لولي».

د لیکنو ارزښت ستاسو د موضوع په منطقي بیان، د سرچینو په ډېرښت، پراخې مطالعې او په اړوندې موضوع کې تجربې پورې تړاو لري، چې دا یو بېل بحث دی.

د لیکلو لپاره دویمه ښه لاره د خپلو خاطرو، یادښتونو، تېرو یادونو او تجربو په اړه لیکل دي. زموږ ژوند ټول له پېښو، عجایبو او هر ډول حالاتو ډک دی، په ټوله کې ژوند د یوې لوبې په څېر دی، بریا، ناکامې، ژړا، خندا، لیدونکي، لوبونکي او ټول اړخونه په تصادف ولاړ دي، همداسې انسان هم د وخت په بدلون بېلابېلې تجربې ځان سره لري، او دا تجربې، یادښتونه او خاطرې لیکل نه یوازې د ښې لیکوالۍ سبب ګرځي، بلکې ټولنې ته د یوې تجربې مخینه هم جوړوي.

بله لاره چې ما تجربه کړې او د هغې  په اساس زه ډېر وخت لیکل کوم، هغه دا ده چې د بل لیکوال په لیکنه کې ځانته موضوع پیدا کوم، د نورو لیکوالانو کتابونه لولم، د هر موضوع په اړه یې فکر کوم، د هغې موضوع اړخونو باندې نظر تېروم، متن یې لولم، کله مې چې متن ولوست ذهن ماته خپله د یوه څه د نشتون خبر راکوي،کوم چې ما په دې لیکنه کې ونه‌لیدل، د بېلګې په ډول همدا اوس ما دا خبره وکړه، چې په متن کې د موضوعاتو پيدا کول دي، هغه داسې چې متن به په دقت ولولئ، تاسو خپله د متن د اصلي سوژې اړوند نورې ډېرې فرعي برخې پیدا کولی شئ، لکه ما د دې متن د لیکلو په لړ کې نورې سوژې هم ځانته پیدا کړي او هغه دا وې چې څنګه د لیکنې متن له معنوي پلوه ارزښتمن کړو؟ یا مخکې له لیکلو باید کوم کارونه وکړو؟ دا دوه سوژې ما د خپل متن په داخل کې وموندې، تاسو هم کولای شئ چې د پښتو یا نورو ژبو کتابونه یا مقالې ولولئ، ځانته موضوع وټاکئ او پیل پرې وکړئ. دا په یاد ولرئ چې هر کله مو غوښتل لیکل وکړئ، یوه ارامه فضا ځانته وټاکئ، هر څه چې ستاسو توجه اړوي له ځانه لرې کړئ او د لیکلو لپاره وخت وټاکئ. د لیکنې په دوام کې اخوا دېخوا ځان مه بوختوئ بلکې له پیل څخه تر پایه لیکل په یو ځل وکړئ، د دې لامل دا دی، چې کله تاسو په یوې موضوع لیکل کوئ نو ټول فکر مو پر هماغې موضوع راټولېږي او تاسو د خپل ذهن په بوختیا ډېر ښه معلومات په لیکنو کې لېږدولی شئ.

د لیکوالۍ د پيل لپاره زما په ګډون سلګونه لیکوالان له همدې لارو ګټه اخلي.

2 COMMENTS

  1. ګران ورور مومند صاحب ښه پیل مو کړیدی ،الله رب العزت دِ په خیر کړی، همدی سلسلی ته انکشاف ورکړی او روغه پښتو لیکوالی وځلوی ترڅو پښتو لیکنه او لیکوالی معیاری او د بیقاعده شخصی ابتکاراتو نه خپله علمی او معیاری لاری ته واوړی ، مثلاََ زموږ ځینې لیکوالان فکر کوی چي په
    کلماتو کی ف په پ اړول یا ع په الف یا ص په س او داسی نور کلمات دی بدلون سره پښتو ته اوړی ،حال دا چي دا تبدیل دکلماتو ریښه ورکوی او په باطلو کلماتو اوړی یاله خپلې کورنۍ جدا کیږی بالاخره که مخنیوی ونشی دپښتو یوه برخه د باطله الفاظو ، باطله دانی ګرځی لکه مالوم ، مسراع ،مانیز او نور ۰
    پدی برخه کی د استاد غضنفر یوه لیکنه می په تاند کی ولوسته چي ډیره پر ځای او علمی وه
    د خوږې پښتو په لور ښه اصلاحی ګامونه ۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب