جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبطنزونهروژه او د چرګ پښه (طنز) ليکوال: عبدالنافع همت

روژه او د چرګ پښه (طنز) ليکوال: عبدالنافع همت

حاجي صمد خان د چرګ پښه په لاس کي نيولې او غوږونه يې د اذان لپاره د مسجد خوا ته څک نيولي وه. د چرګ غوړي يې د لستوڼي له لاري تر څنګلو پوري ورسېدل، خو د اذان درک نه و، اخير يې زړه تنګ سو، کړکۍ ته ورولاړ سو او پوري غره ته يې وکتل، لکه مست اوښ غړومب يې وهل: ياره يو خو دا زموږ ملايان هم ولاکه په وخت پوهېږي، په خدای سم دم ماښام دی، له دې سره سم يې د چرګ پښه خولې ته ورواچوله، لکه څرمښکۍ چي مچ ونيسي په يوه سا يې تر ستوني تېره کړه. په دې وخت کي يې ځوانانو زامنو او مېلمنو هم پر دسترخوان بريد کړ، په څو شېبو کي پر دسترخوان يوازي هډوکي، د هندوانې پوستکي او تش لوښي پاته سول ، د دسترخوان په يوه څنډه کي د پاکستاني شربتو (روح افزا) يو ګيلاس سره شربت چپه سوي او پر پراشوټي دسترخوان ډنډ ولاړ ول، دسترخوان داسي ښکارېده لکه تازه چي چاودنه سوې او هري خوا ته غوښي، هډوکي او ويني ښکاري.

دسترخوان لا نه و ټول سوی چي حاجي صمد خان پر توشکه اوږد وغځېد، داسي ښکارېده لکه مړ سوی خر چي پړسېدلی وي، پر لويه خېټه يې لاس تېر کړ او لکه د غوا رمباړه يو لوی ټېغ يې وکيښ، تر نامه لاندي يې لمن جګه ښکارېده، لکه د چرګ پښه چي يې تر نس راوتلې وي، څو دقيقې همداسي ستوني ستخ پروت و او بيا په تکليف راپورته سو، پر اوږده ږيره يې لاس تېر کړ او دسترخوان ته يې وکتل: ياره قربان يې سم رښتيا چي د برکت مياشت ده، په خدای که مي تر روژې مخکي په دريو وختو کي دومره ډېره ډوډۍ خوړلې وي لکه نن په روژه مات چي مي وخوړل، دا د روژې دا برکت ته وګوره پخوا به مو ماښام ته يو يا دوه ډوله خواړه پخول، خو په روژه کي هر روژه مات ته تر لس ډوله خوړو کم نه پخوو، وچي او لندې مېوې هم دغسي وبوله.

حاجي صمد خان ته مخامخ مېلمه چي نسوار يې خولې ته اچولي په کشړوپه خوله ورغبرګه کړه: رشتيا هم قربان يې سم روژه ډېره د برکت مياشت ده، کله چي دا مبارکه مياشت راسي، نو بازار ته هم داسي ډول ډول خواړه او مېوې راسي چي سړی يې ګرسره نه پېژني.  زموږ د کور مخ ته تازه يو رستوران جوړ سوی دی، ياره داسي خارجي خواړه پخوي چي سړی ګوتي ورسره خوري. د دې لپاره چي د رستوران کيسه ښه په تفصيل سره وکړي، نو د غالۍ څنډه يې راپورته کړه او نسوار يې توف کړه، ده لا خبره نه وه شروع کړې چي حاجي صمد خان وويل: حاجي خانه خواړه خولا څه کوې، دا داسي د برکت مياشت ده چي زموږ د ټول کال سودا يوې خوا ته او د دې مبارکي مياشتي سودا بلي خوا ته ده. زموږ اکثره خوراکي مواد تر وخت تېر دي، ښاروالۍ والا چي راسي يو څه خاوري يې په خوله کي ورواچوو، بيا مو څو مياشتي غوږونه پر ارامه وي، خو قربان يې سم د روژې له برکته د هيچا هم د خوراکي شيانو تاريخ ته پام نه وي، زما د يوه کال تر وخت تېر اوړه، غوړي، روب او نور شيان په يوه هفته کي خرڅ سول. ته د دې مبارکي مياشتي برکت ته وګوره چي نه د چا اعصاب چندان کار کوي، نه چندان حوصله لري چي هر شي سم وګوري او نه يې خوند کتلای سي، موږ هم دغه يوه مبارکه برکتي مياشت لرو، د لسو شی په سلو روپو خرڅوو، څه وکړو بل ډول ګټه نه سو کولای، کله چي روژه تېره سي بيا هر مشتري د پنځو روپو پر شي يو ساعت چنې راسره وهي.

مېلمه چي پر ږيره يې د شنو نسوارو شنو توتيانو سېل له ورايه ښکارېده د حاجي صمد خان خبره پرې کړه: حاجي صاحب يوازي روژه نه ده، که مکتبيان نه وای ډېر سوي هره مياشت به مو د روژې په ډول ګټي کولای، اوس خو چي ګورې يو صنف مکتب به يې نه وي ويلي، خو د خوراکي شيانو پر قطۍ به په تاريخ پسي ګرځي، که يو ډول تر وخت تېر خواړه يې وليدل، نو ټول ښار خبروي. وايي يو چا له خرې سره دا درنه معامله کوله چي د کلي ملک ورباندي راغی. خرې والا چي هر څه زارۍ وکړې چي چا ته مه وايه، خو ملک ويل نه خامخا خلک درخبروم، خو يوه ځواني درسره کوم، هغه دا چي کلی خبر کم او که تور سردار؟ خرې والا ويل کلي خبر که، خو تور سردار مه راخبروه، ځکه چي هغه ښار هم راخبروي، نو مطلب مي دا و چي اوس بيا دا غم لړلی فيسبوک پيدا سوی دی، که يو شی دي ګران خرڅ کړ او يا يې تاريخ تېر و، نو خلک لکه تور سردار ښار خو څه کوې چي ټوله دنيا درخبروي، خو د روژې داسي برکت دی چي د هر چا سترګي عين و غين وي، د چا يې تاريخ ته نه پام کېږي، نن مي تر وخت تېر يو موټر پنجاني اوړه پر يوه ځای خرڅ کړل، ما ويل ياره رښتيا چي روژه د برکت مياشت ده.

په دې وخت کي د حاجي صمد خان په نس کي د چټليو پاڼ ونړېد او ګړمب يې ټول مجلس واورېد. په دې وخت کي حاجي لکه غوا ته چي ډول ووهې سترګي يې رډي راوختلې، د دې لپاره چي د مجلس پام بلي خوا ته واړوي ولاړ سو او د خوني تر کړکۍ لاندي يې وکتل، د لس پوړيز تعمير مخ ته يو څو ډنګر ماشومان چي پرتوګونه يې نه وو اغوستي پر ډېران ګرځېدل او د خوراک لپاره يې يو څه لټول. حاجي صمد خان چي په غاښو کي يې خاشه (خلی) واهه ماشومانو ته په درد وکتل او بيا يې له ځانه سره وويل: ياره يو خو دي تاسي خدای ورک کړي، هيڅ وخت به ماړه نه سئ، تاسي چي په دې برکتي مياشت کي هم وږي پاته ياست ولاکه تر قيامته پوري ماړه هم سئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب