جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبکره کتنهتلپاتې درد/ جلال امرخېل

تلپاتې درد/ جلال امرخېل

که څه هم چې نن سبا هر څوک په پښتو ژبه ښه نثر ولیکي نو کره کتونکي به تر ټولو په سر کې ورته دا لیکي چې په نثرونو کې یی د الفت صیب رنګونه ښکاري، دا به شاید الفت صیب ته د ډیر عقیدت په حساب وي یا به په دې وجه وي چې په پښتو ژبه کې د هنري نثرونو لومړنی تر ټولو ښه لیکوال مرحوم الفت صیب ګڼل شوی دی ، خو زه نن د ښاغلي ګل رحمان رحماني د تلپاتې درد په هنري نثرونو دا خبره نه لیکم ، ځکه ښاغلی ګل رحمان رحماني په خپل هنري نثر کې دومره دیر برلاسی دی چې د بل چا سیوری نه ورباندې لیدل کیږي.

د رحماني صیب په نثر کې تر ګردو ستر کمال دا دی چې شاعرانه پاتې شوی دی، نثرونه یې تر ډیره له پاک او سپیڅلي شاعر زړه نه سرچینه اخلي، لیکوال د خپل کتاب په ډیره لنډه سریزه کې وایي چې زه دې نثرونو ژړولی یم، لیکوال رښتیا وایي ، په دې کتاب کې داسې خبرې راټولې شوی دي چې هر د غوښې زړه به دردمنوي او ژړوي.

هر هغه تخلیق چې د زړه په سپیڅلتیا او د زړه په درد رامنځ ته شي ، د ژړا او اوښکو تویولو په حالت کې ولیکل شي نو اوریدونکي باندې ژور اغیز شیندي، اوریدونکی او لوستونکی هم له ځانه سره ژړوي، په تلپاتې درد کې شاید همدا ځانګړتیا وي چې ما دا کتاب له یوه کال راهیسې چې راسره دی ټول و نه شوای لوستلی، هر ځل یې چې د لوستلو په نیت راواخلم، د یو څو کرښو په لوستلو مې زړه دردونه واخلي، سترګې مې ورته راډکې شي او په خپل همدې حالت کې چې کله بیا له ځان سره د لیکوال د لیکلو حالت حس کړم نو د زړه خوږ مې لا زیات شي، یا رانه مطلب په نیمه کې پاتې شي یا یې تر پایه په دې موخه ولوم چې بیا به یی بله مطلب نه لولم.

دا د کمیت له پلوه وړوکی کتاب چې په 53 مخونو کې چاپ شوی دی، ډیری داسې هنري نثرونه هم لري چې که نورو ژبو ته وژباړل شي ، یا یې د نورو ژبو له هنري نثرونو سره پرتله کړو نو و په یقین سره ویلی شم چې په خپل ادب او تخلیق کلکه ملا تړلی شوو.

په تلپاتې درد کې چې کله لیکوال له ګیلې نه پس د شاعر سلګۍ د قلم تر څوکې راولي نو په ډیر هنري او شاعرانه ډول په مجهوله توګه له یو روڼ حقیقت نه هم پرده پورته کوي.

( شاوخوا د شعرونو پاڼې هم پرتې وې چی د شاعرد تیر عمر شعرونه په کې په پیکه کرښو انځور شوي وو)

یوه شاعر ته رښتیا هم تر خپل پخواني شعر څخه خپل نوی شعر ډیر خوند ورکوي او تر پخواني شعر نه ورته ښه ښکاري، ورباندې ډیر ګران وي، کټ مټ لکه نوی اولاد چی پیدا شي او د مخکینی اولاد قدر یو څه په کمیدو شي، یا هم لکه مونږ چې وایو د نوي منګي اوبه خوږې وي.

دا چې د وخت په تیریدو سره د کاغذ لیکل هم پیکه کیږي ، دا یوه طبیعی پیښه ده ، خو دی پیښی ته له دې خبرې سره په غیر مستیقمه توګه یو ربط ورکول چې د شاعر پخوانی شعر د هغه د خیال پر پاڼو هم پیکه کیږي یوه خوندوره کارونه ده.

(خو شاعر نور پوهیده چې شعرونه يې ورنه یاغي شوي دي ، نور په هغه کې د دې توان نه و چې په خپلو شعرونو پسې وګرځي هغه لیدل چې له سپینو پاڼو د شعرونو انځورونه روان وو د شمعې رڼا هم د هغې خوا ته رڼا نه کوله یوازې پتنګان وو چې د نورو شپو په څېر یې له شمعو طوافونه نه کول او د شاعر سترګو ته یې کتل چې د یوه وړاندې منزل لارې یې څارلې هغه په رنځور حالت د یوه تلپاتې شعر په لیکلو د خیال په صحرا کې مزل کاوه……………..)

د شاعر د سلګۍ موضوع تر ډیره پر دې راڅرخي چې څنګه ځنې تیار خواره شاعران د یوه ښه شاعر رنګونه په لږه اوړیدلې بڼه خپلوي، څنګه د هغه د زړه په وینو راټول شوی لفظونه او فکرونه په ډیره اسانه تقلیدوي؟

په اوسني وخت کې د ښاغلي کاروان په اړه دغه ګونګوسې ډیرې دي چې شعرونه به یې ملګرو ته ویل او د کتابونه چاپ یې پر خپل وخت و نه شو نو یو وخت یې چې کتاب چاپیده له چاپ نه مخکې یې هغه ټولې خبرې چې کاروان صیب کړې وې ، د تخلیق هغه ټول نوي رنګونه چې کاروان صیب پنځولی و ، ځنو د څنګ ملګرو یی ورنه جر کړي « تقلید کړی » ول او کاروان صیب ته تر ډیره په منځ کې هیڅ نه و پاتې.

شاید له ډیرو شاعرانو سره دغسې شوي وي چې لفظونو او فکرونو پسې یې شپې شوګیرې کړې وي، خپل خواږه عمرونه يې ورته ورکړي وي ، په ریاضتونو یې د زړه وینې وچې کړې وي او نوي توکي یې شعر ته راوړي وي خو ځنو نورو بیا ورنه په ډیره اسانه په لږ بدلون خپل کړي وي.

تقلید د کم عمره شاعرانو لپاره خیر، خو هغه شاعران چې په شعر کې بلد دي او بیا هم د بل شاعر د زړه په وینو راټول شوي توکي خپلوي، له شعر سره ستره جفا ده.

رحمانی صیب همدا موضوع په ډیره دردونکې بڼه وړاندې کوي خو د هنر په جامه کې یې داسې سنګاروي چې خوند یې یو په څو وارې زیاتیږي.

د« نامعلومې ویرې» تر سرلیک لاندې په تلپاتې درد کې یوه بله نادره نثري ټوټه لیدلی شوو.

دا نثري ټوټه د اروپایي ادب په چوکاټ کې لیکل شوې ، دغسې نثري ټوټې په اروپايی ادب کې ډیری لیدلی شو، چې انسان یوې نامعلومې ویرې اخستی دی ، د مرګ له خوا ورته لیک لیږل شوی دی چې ته زه ډیر ژر درځم او ته اماده اوسه ، ویرې اخستی سړی د مرګ د همدې اخطار له ډاره کلونه کلونه د یوی ونې لاندې ناست دی د سر ویښتان یې هم سپین شوي دي او هره شیبه د مرګ د راتګ په انتظار دی.

نامعلومه ویره زما د هیواد د اوسني حالت هماغسې عکاسي کوي او ولس ته هماغسې پیغام ورکوي چې په پنځلسمه پیړۍ کې به هیومنسټانو د اروپایي ولسونو لپاره ورکوه، په ټولنه کې هماغه د بیدارۍ او خپله د ځان په اړه د فکر کولو مفکوره شیندي چې د هیومنیزم اساس او بنسټ جوړوي.

زما د ولس پر ذهن او فکر هم ځنو تیاره فکره څهرو د مرګ بلا داسې ورسوره کړې چې بل هیڅ فکر نه کوي او بس په همدې فلسفه ژوند کوي چې سبا درپسې مرګ دی، که څه هم چې په دې حالاتو کی شاعر ډیرې نارې ووهلې :

لکه د رسم کتابچه کې د ماشوم دنیا
چې په اسمان کې یې را زوړند کټ وي
چې خور یې خاندي
د ابا سریې له لمره غټ وي
له دې دنیا سره همدغسې چلندښکلی دی
ژوند  ژوند
ژوند ښکلی دی
لیوال

خو بیا هم ټولنه د ژوند په ښکلا نه پوهیږي او بس لکه د نامعلومې ویرې اخستې کرکټر په څېر د مرګ په انتظار شپی سبا کوي.

د تلپاتې مینې په نوم یوه بله ډیره لنډه خو په رښتینی ډول هنري نثري ټوټه د دې کتاب ښکلا او غنا لا زیاتوي، دغه ډول لنډې لنډې خو له معنا ډکې لیکنې په پښتو ژبه کې ډیرې کمې دي ، دا ډول لیکنې په لنډو ټکسټونو کې یو چا ته ورولیږو ، یا یې په مبایل کی د مسج له لارې ورولیږو، د نورو ژبو ادبیات له دا ډول لنډو شاعرانه لیکنو څخه مالامال دي خو پښتو ژبه کې ډیر لږ او د نشت په حساب دي.

که دې برخې ته نوره پاملرنه هم وشي نو ستره لاس ته راوړنه به وي.

د تلپاتې درد په نوم یوې فلمي صحنې ته ورته شاعرانه نثري ټوته ، چې شاید زما په شان یې ډیر ملګري بی اختیاره ژړولي وي د دې کتاب د نوم لپاره هم غوره شوې ده.

دا نثري ټوټه له ډیرو کمالونو ډکه ده ، یوې لنډې کیسې ته ورته ده ، بې له دې چې کیسه ولیکي ، خو لوستونکی د نثري ټوټې له لوستلو نه پس یوه ښکلې کیسه له ځان سره په زړه کې جوړولی شي، په یوه پردي ښار کې د یو چا بې وسي ، یو چا ته تلپاتې درد ورکول او خپله زړه په ازغو ټوک ټوک له ښاره وړل، د الفاظو خوږلښت ، د فکر له پلوه غني او په هره معنا یوه په زړه پورې نثري ټوټه ده.

کله چې بې وسه انسان له ښاره روانیږي له ښار نه د وتلو په دروازه کې ولاړ وي ، محبوب یی ورته راځي ، ورته د زړه له ټوله درده وايي
زما دې زړه زرې زرې کړ

اوس راته وایې چې زه بل وطن ته ځمه

دواړه د ښار په دروازه کې د بې وسۍ او ناپایه درد اوښکې تویوي ، لیکوال وایي چې اوښکې په سلګو او سلګۍ په تلپاتې درد داسې ژر په یوه شیبه کې واوښتې لکه د سمندرونو بړاسونه چې هوا ته له ختو سره سم د باران په څاڅکو بدلیږي او بیا ځمکې ته د یوې غوره ډالۍ په توګه را استول کیږي.

دلته لیکوال تلپاتې درد ته د اسمان له لورې ځمکې د غوره ډالۍ ربط ورکول ، ډیره په زړه پورې او هنري ده. د محبوب له لورې درد هغه هم چې تلپاتې وي په رښتیا د ژوندانه یوه تر ټولو غوره ډالۍ ده.

که یو فزیک پوه ته یی ووایې، نو وایي به چې هوا ته ختونکي بړاسونه دومره هم ژر په هوا کې د باران په څاڅکو نه بدلیږي، بلکې یو څه وخت او ځنې کیمیاوي تعاملات کوي ، شاید دا یی هم ویلي وای چې اول باید په پاسنۍ خبره کې سلګۍ په اوښکو بدلې شي چې له وروستنۍ خبرې سره ربط پیدا کړي، ځکه هلته بیا بړاس په باران بدلیږی چې بړاس له سلګیو سره او اوښکې له باران سره ربط پیدا کوي ، خو ادب د ساینس ژبه نه ده ، نه خو دا خبرې په ادب کې شاملیدی شي، ځکه لیکوال پوهیږي او د انسان نفسیاتو ته په کتلو اول اوښکې تویيږي بیا سلګۍ شروع کیږي، له اوښکو دمخه سلګۍ نه وهل کیږي.

د تلپاتې درد نثري ټوټه چې له نوم نه یې څرګنده ده ، همدغسی یی لوستل په زړه کې یو تلپاتې درد پریږدي ، په تیره کله چې لیکوال وروستنۍ خبرې هم په هماغه درد سره پای ته رسوي چې په کوم درد یی شروع کړې وه.

« نرګسي سترګې دې ښکته کړې خبرې دې له مینې او غوسې په ډک انداز وغځولې : نه دروغجنه ،
تا له دغه ښاره ډیر څه یوړل ، تا د دغه ښار د یو بی وسه انسان زړه غلا کړ ……………..
زه د ښار له دروازې نه ووتم خو تر ننه پوه نه شوم چې ته به تر څه وخته هلته ځای په ځای ولاړه وې او څومره سلګۍ به دې وهلې وي»

د دې څو دردونکو ټکو په درد باندې ما غوندې پر زړه ویشتلي ښه پوهیدای شي.

په دې کتاب کې چې زه له تکراري موضوع سره مخ شوم هغه د ښوونځي په نوم یوه نثري ټوټه ده ، که څه هم چې رحماني صیب تر ډیره هڅه کړې ده چې په موضوع کې خپل رنګ ورواچوي ، په نوي بڼه یې وړاندې کړي خو بیا هم دغه موضوع دومره سولیدلې ده چې د رحماني صیب هڅه هم په کې پیکه پیکه ښکاري.

نور ډیری موضوعات د رحماني صیب د خپل ذهن او فکر زیږنده ده ، د خپل زړه دردونه یې دي چې حتمان به په دردمنو زړونو ژور اغېز شیندي.
که رحماني صیب همدې لارې ته ادامه ورکړي، نو زه باور لرم چې ډیر ژر به د هنري نثر په اسمان هغه ځلانده ستوری وي چی ډیر نور به ورنه رڼا اخلي.

1 COMMENT

  1. Salam;
    Wror Jalaal Amerxel sahib, pa dder dranisht sta saxa hila kawim ka d` Rahmany saab daa TalpatyDerd 1 ttok mata belgium ta rawastawly washe? Manandoy ba de shim.
    Zama d` e-mail adres la grano Taandwalo saxa poshtaly shiy. Allah mo mal. Staso wror.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب