تاند (دوشنبه، د عقرب ۲۸ مه) د افغانستان او ایران د ګډې خونې رئیس وايي، سره له دې چې طالبانو له ایران سره د ګډو سوداګریزو پروژو د تطبیق لپاره د چمتووالي اعلان کړی، خو دوی د دې پروژو د تعقیب لپاره کافي لیوالتیا نه لري.
محمود سیادت د ازبکستان ته په اشاره وویل چې نور هېوادونه د افغانستان په پانګونه کې تر ایران مخکې شوي دي.
د ایراني رسنیو د راپور له مخې، محمود سیادت پرون (یکشنبې) وویل: “اوس مهال نور هېوادونه په افغانستان کې ډېرې پراخې پروژې پلي کوي.”
هغه زیاته کړه چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه په دغه هېواد کې د صنعتي فابریکو جوړولو، د شنو خونو د کروندو د تولید او حتی د پوهنتونونو د جوړولو په چارو بوخت دي.
سیادت په افغانستان کې د ازبکستان د پانګونو په اړه وویل چې دغه هېواد له افغانستان سره ګډ قراردادونه لاسلیک کړي او اوس “د افغانستان یو له اصلي سوداګریزو شریکانو” څخه دی.
دغه ایراني چارواکي د افغانستان له خصوصي سکتور سره د ګډ کنسرشیم د جوړېدو وړاندیز وکړ، ترڅو د پروژو په تطبیق او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتورونو ترمنځ د همغږۍ لپاره زمینه برابره شي.
دا په داسي حال کې ده چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې افغانستان په تېرو اوو میاشتو کې له ایران سره تر ۱.۸۲۷ میلیاردو ډالرو زیاته راکړه ورکړه کړې، چې پکې ۳۰ میلیون ډالره صادرات او ۱.۸ میلیارد ډالره واردات شامل دي.
افغانستان، چې د ایران د صادراتي د توکو شپږم لوی هدف ګڼل کېږي، تېر کال تر ټولو ډېر واردات له ایران څخه کړي دي.