دوشنبه, نوومبر 18, 2024
Homeخبرونهسېف دي چلدرن: نیمايي بې ځایه شوي افغانان ماشومان دي

سېف دي چلدرن: نیمايي بې ځایه شوي افغانان ماشومان دي

تاند (دوشنبه، د عقرب ۲۸ مه) د “سېف دي چلډرن” وايي چې د ۲۰۲۴ کال په پیل کې په افغانستان کې تر ۳۸ زرو زیات کسان، چې نیمایي یې ماشومان دي، د سختو موسمي پېښو له امله بې‌ځایه شوي دي.

 دا شمېر د تېر کال د ټولو بې‌ځایه شویو کسانو له شمېر څخه زیات دی.

سیف دي چلدرن په خپل راپور کې ویلي: “سره له دې چې افغانستان د کاربون لږه کچه خپروي، دغه هېواد د اقلیم له سختو اغېزو لکه وچکالۍ، سېلونو او توپانونو سره مخامخ دی.”

د ملګرو ملتونو په وینا، افغانستان د اقلیمي بدلون په وړاندې د نړۍ شپږم تر ټولو زیانمن هېواد دی. د څارونکو سازمانونو په باور د چاپېریالي بحرانونو او د ژورېدونکي بشري ناورین ګډ اغېز په ځانګړې توګه پر ماشومانو ډېر دروند تمام شوی دی.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) او د اکسفورډ د بېوزلۍ او بشري پراختیا نوښت (OPHI) په ګډ راپور کې، چې د “څو بُعدي فقر شاخص” (MPI) په نوم خپور شوی، څرګنده شوې چې په افغانستان کې له ۱۸ کلونو څخه ښکته ۷۰ سلنه ماشومان په فقر کې ژوند کوي، په داسې حال کې چې د لویانو کچه ۵۷.۸ سلنه ده.

دغه موندنې د افغانستان د فقر د بحران جدي حالت څرګندوي، او په راپور کې یادونه شوې چې ماشومان د نړۍ د فقیر نفوس نیمایي برخه جوړوي. په افغانستان کې دا تناسب لا هم ډېر اندېښمنوونکی دی، چیرې چې د هېواد د فقیر نفوس ۵۸.۹ سلنه ماشومان جوړوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب