پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeکلتورخاطرهد مهاجرت یوه روژه/ محمدنعمان دوست

د مهاجرت یوه روژه/ محمدنعمان دوست

 هریپور کمپ له ځینو نورو کمپونو سړه هوا لرونکی ګڼل کېده، خو موږ چې به هلته ګرمۍ ورخطا کړو، نو د ګرمو کمپونو په فکر کې به شوو. هغه وخت ماشوم وم، ښه مې یاد دي، هر اوړی به مې لکه مار، څو ځلې پوستکي اچول.

زموږ خټین کور چې له ټیټو دیوالونو یې د شنو ونو سرونه ښکاریدل، د خامه سړک په غاړه و، له سړک بله غاړه پټي وو، چې کله به په غنمو تکه شنه او کله به په شړشمو تک ژیړ وو. موږ مهاجرو ماشومانو د تفریح لپاره هیڅ امکانات نه لرل، خپلو تودو کورونو کې به تاویدو را تاویدوو.

 دقیق راته نه دي یاد؛ شاید لومړی کال مې و چې روژه مې نیولې وه. روژه په دوبي کې وه ورځې اوږدې اوتودې وې. موږ به کله – کله ډله هلکان له خپلو مشرانو وروڼو سره یوه ځنګله ته تلو.دا یو اوږد، پراخ او ګور ځنګل و، منځ کې یې یو وچ خوړ و چې شاید یو وخت به یې سپین کاڼي د اوبو په خیټه کې ځلیدل. ځنګل ته چې به څنګه داخل شوو نو عجیبه – عجیبه غږونه به راتلل، کله ویرونکې او کله زړه راښکوونکي. موږ به دلته دوه- دوه کسان ګډ مرغانو ویشتلو پسې ګرځیدو او چې کله به څو ګامه، لرې لاړو نو هغه ځای به مو بیرته نشو پیدا کولی او شپیلکې به مووهلې. له ځنګله راوتلی وچ خوړ د مهاجرو د دوه کلیو منځ کې تیرېده او لاندې صحرا پورې، چې منځ کې یې یوه پراخه ویاله وه، رسېده.

د روژې وروستۍ ورځې وې، له هرچا مړې خولې روانې وې، نه خوب کېده او نه په ویښه ورځ لنډیده. ملګري ته مې وویل: ځنګله ته نه ځو؟هغه همدې خبرې ته شین ناست و، له کوروالاو پټ مو حرکت وکړ. دې ځنګل ته زموږ له کوره شاوخوا یو ساعت پیاده مزل و. ځنګله ته نږدې یو شین پټی و او د بیرې ګوره ونه په کې ولاړه وه. دا ځل ونې سره څو پنجابیان چې ځانونه یې د ځنګله مالکان ګڼل ولاړ وو او غټ سپی یې ،چې دوی ګل ټېر باله، ونې پورې تړلی و. چې څنګه یې موږ ولیدو نو د لاس په اشاره یې راوبللو، خو موږ اوریدلی و چې ځینو پنجابیانو به چې زور بر شو نو مهاجر ماشومان یې وهل او غولکې (لیندې) یې ترې اخیستې.

په نیت یې پوه شوو او بیرته مو کیمپ خواته را منډې کړې،هغوی راپسې شول او داسې ډبرې یې اورولې که راباندې لګېدلې وی نو د هماغه ځای کیدو. زما د بوټونو پوندې قات وې، منډه مې په کې نشوه وهلې لاسونو کې مې ونیول او بیا مې له ډبرو ډک خوړ کې ښپې یبله کش ولګو، شاته مو نه کتلې شاید هغوی بیرته ګرځیدلي وو خو موږ دومره لرې تللي وو، چې پنجابیان راته نه ښکاریدل. صحرا ته ورسیدو د یوه کمره سیوري ته پر شنه کبله پریوتو. خولې مو وچې وې او د خبرو توان مو نه درلود. چې دمه مې جوړه شوه نو د پښو له تلو مې د کوچنیو ازغیو په راویستلو پیل وکړ، د هراغزي له ویستلو سره غوټۍ- غوټۍ وینه را وتله.

هملته مو مازیګر لمونځونه وکول او بیا دواړو لاسونه پورته کړل، په هماغه وچه ژبه مو چې یواځې خدای تعلی ج پرې پوهیده، د وطن د ازادۍ دعا وکړه. سږ کال روژه هم په اوږدو او ګرمو ورځوکې راغله او د جلال اباد ګرمي خو هیڅ د زغملو نه وه. پرون، ګرمۍ ډېر ورخطا کړو حیران وو چېرته لاړ شو؟ ملګرو به د ننګرهار،کونړ او لغمان د شنو او سړو سیمو نومونه واخیستل، خو نورو به ویل: په ځان په تنګ یي؟ والله که ژوندي راشئ ، سرونه خو درنه پرې کړي. او بیا به همداسې ورته کیسه چا وکړه. ماته هماغه د مهاجرت وختونه را یاد شول، ځان سره مې ویل له دوی خو پنجابیان ښه وو په ډبرو یې ویرولو او بیا مې د مهاجرت په دوره کې په وچه ژبه کړې دعا ته، تر ډیره فکر کاوه .

محمد نعمان دوست،جلال اباد د زمري ۱۱مه،۹۲ (ګرداب ورځپاڼه)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب