چهارشنبه, اکتوبر 22, 2025
Home+مدعاالمثل صنعت | طارق وزیر

مدعاالمثل صنعت | طارق وزیر

مدعاالمثل هغه صنعت دی چې شاعر یو ځای ادعا کوي او بل ځای د خپلې ادعا د اثبات لپاره دلیل راوړي، دلیل په دې مانا چې همدا کار په بل ځای کې څوک څنګه کوي او په مرسته یې په لوستونکي خپله ادعا منلی شي.

زما په نظر مدعاالمثل صنعت یوازې په شعر پورې نۀ شو تړلی، له همدې صنعت په نثر کې هم استفاده کولی شو؛ که تاسې د مولانا وحیدالدین خان د (ژوند راز) کتاب لوستی وي نو په همدې طرز لیکل شوی؛ دا یو ارواپوهنیز اثر دی چې لومړۍ ادعا کوي، بیا دلایل راوړي.

ارواپوهنه علم دی نو دلته خیلاتو ته نه بلکې واقعیتونو ته ځای ورکول کیږي، د همدې لپاره چې مولانا کومې ادعاوې کوي نو دلایل هم له انساني ټولنې څخه را اخلي، ځکه په ارواپوهنه کې که زۀ چاته وایم چې ښۀ او ارام خوب وکړه! او دلیل دا راوړم چې فلانی مرغۀ څومره ښۀ ویدۀ دی نو هغه یې راسره نۀ مني، ځکه د مرغۀ خصوصیات او ضرورتونه فرق لري؛ خو که یو انسان په مثال کې راوړم او د هغۀ لخوا عملي کیدونکي طریقې ورته ښیم نو بیا قناعت ورکولی شم.

خو شعر هنر دی او په هنر کې خیال ډېر مهم دی، کولی شو بېلابېل شیان سره تشبیه کړو او خپله ادعا له یوې بلې لارې اثبات کړو،په لوستونکي یې منلی هم شو؛ خبره داده چې هنري اثر کې مهم شی خوند او ښکلا ده او دا ښکلا ممکن موږ د علمي تشبیهاتو په مرسته پیدا نۀ کړای شو، نو د خیال په مرسته چې کوم څۀ راوړو، هغو کې نوښت وي؛ خو که علمي غوندې وي نو بیا کلیشه او بې خونده کیږي او کلیشه د هنر وژونکي ده.

هغه شاعران چې هڅه کوي نو کولی شي چې د بېلابېلو خبرو او شیانو ترمنځ نوي اړیکې خپل شعر ته راوړي.

استاد پسرلی چې د هندي سبک پیرو دی او دا صنعت د هندي سبک مهم خصوصیت دی، چې د استاد پسرلي په شاعرۍ کې ډېر تر سترګو کیږي.

هر څۀ چې ؤ موږ ته وطن ښکلی ؤ

کب ته وي خوږې د سمندر اوبــــۀ

ځینې کره کتوونکي وایي، چې په شعر کې دې فکر ډېر واضح نۀ وي، ځکه خوند نۀ لري؛ دلته اوله مسره کې فکر او ادعا ده خو دوهمه کې د خیال په مرسته کب او انسان تشبیه شوي او ترمنځ یې نوي اړیکه موندل شوي چې هم لوستونکی د کب دا جالبه تشبیه خوښوي او هم شاعر خپله ادعا اثباتولی شي.

بل په شعر کې د خیال او فکر توازان ډېر مهم دی، چې د مدعاالمثل په کارونې ډېر ښۀ مراعاتیږي او دا خبره کره کوي چې د ادعاوو د اثبات لپاره نورې لارې هم لرو.

استاد پسرلی هغه لوی شاعر دی چې ټول تشبیهات یې خپل دي، هر څۀ ته یې دقیق نظر کړی نو ځکه یې داسې تشبیهات موندلي، چې استاد عظیمو او منفردو شاعرانو قطار ته راولي.

د استاد پسرلي ځینې بیتونه ولولئ، چې همدا صنعت ورکې دی.

څۀ پام غواړې پـسـرلـیــه! د قدرت له لیونو نه

که شل بیړۍ شي ډوبې، د دریا یې باندې څۀ؟

په سمندر کې چې هر څومره بیړۍ ډوبیږي،سمندر نۀ کوچنی کیږي او نۀ بل تاوان ویني نو ځکه پریمانه ډوبوي؛ اوس همدا تصویر استاد راوړی او د قدرت له هغه لیونیو سره یې تشبیه کړی، چې ټول عمر ورته خلکو د رحم او انسانیت سوالونه وکړل خو دوی یې کیسه کې نۀ دي، ځکه دوی هېڅ زیان نۀ دی لیدلی.

*****

میـیـن زړۀ به دې د حــســن په وفــا ولې شکـمـن وي؟

چې سیندونه خپل وژلي تر وروستي مزلۀ په سر وړي

استاد وایي چې میین زړۀ باید د حسن په وفا شکمن نۀ شي او دلیل دا راوړي چې سیند ته لویدلي چې مړۀ شي بیا یې هم سیند سرته راپورته کړي او تر پایه یې وړي.

*****

غمونه چې سر واخلي پښې د زغم وښویوي

چــې واوره راښـویــیـږي، کاڼی هم وښویوي

انسان زغم لري خو کله،کله ډېر غمونه یې بې حوصلې کړي او دا خبره شاعر په موږ په دې دلیل مني چې واوره راښوییږي نو کاڼي هم راښویوي؛ د واورې لخوا د کاڼو ښویول یې د غمونو لخوا د زغم ختمولو سره تشبیه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...