تاند (یکشنبه، د وږي/ سنبلې ۳۰ مه) د روغتیا نړيوال سازمان (WHO) په یوه تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د ټولو مړینو د ۴۳ سلنې علتونه د زړه ناروغۍ، شکر، سرطان او د سږو مزمنې ستونزې دي. دغه سازمان وړاندوينه کوي چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به دا شمېر ۶۰ سلنې ته لوړ شي او ډېری قربانیان به ښځې وي.
د احصایو له مخې، یوازې د زړه او رګونو ناروغۍ هرکال د ۴۰ زره افغانانو ژوند اخلي.
د روغتیا نړیوال سازمان د افغان ښځو په منځ کې د سینې او د رحم د غاړې سرطان د ډېرېدو په اړه هم خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دا دواړه د هېواد له درې تر ټولو عامو سرطانونو څخه دي. په زیاتره مواردو کې ناروغان یوازې د ناروغۍ په وروستیو پړاوونو کې د درملنې لټه پیلوي، هغه وخت چې د درملنې اغېز خورا کم وي.
دغه سازمان د روغتیايي رواني ستونزو په اړه هم سخته اندېښنه څرګنده کړې ده. کلونه جګړې، طبیعي پېښې او بېکوره کېدل د افغانانو پر رواني وضعیت ژور اغېز کړی، په ځانګړي ډول پر هغو کورنیو چې له پاکستان او ایرانه راستنې شوي دي.
د راپور له مخې، له هرو پنځو افغانانو یو د رواني روغتیا ستونزې لري. یوازې په تېر کال تر نیمایي ډېرې بېرته راستنې شوې کورنۍ له اضطراب، خپګان او له جګړې وروسته رواني ټپ (PTSD) سره مخامخ شوې دي.
سره له دې عاجلې اړتیا، د افغانستان ډېری ولایتي روغتونونه او لومړني روغتیايي مرکزونه د رواني روغتیا خدمتونه نه لري، او زیات شمېر زیانګالي خلک بېدرملنې پاتې کېږي.
په افغانستان کې روغتیا د نړیوال سازمان استاري ادوین سالوادور، ویلي:
«په ټول افغانستان کې میلیونونه کسان د مزمنو ناروغیو او رواني ستونزو له ورځني فشار سره ژوند کوي. د فزیکي ناروغیو تر څنګ، ټپونه او رواني کړاوونه لا هم د کورنیو او ټولنو پر ژوند اغېز کوي.»
ددغو نارغیو وجه د بشریت او انسانیت ددښمنانو یرغلګرو د هر ډول وسلو د کارولو ده. الله تعالی ددوی ته الهي عذاب راولي 🤲😔