زموږ په خولو کې يوه دا خبره هم ډېره ده، چې پلانکی خوند راکوي او بيستانکی خوند نه راکوي. مثلا کرکټ ليدل خوند راکوي خو په مکتب کې رياضي خوند نه را کوي. زما پوښتنه دا ده، چې خوند څه شی دی؟ موږ ولې په خوند پسې ګرځو؟ ايا دا د لذت و الم فلسفه ده، چې موږ له الم نه تښتو او لذت پسې لالهانده يو؟ مګر هغه فلسفي لذت خو زموږ دغه خوند نه دی، چې موږ يې د کرکټ په ليدو کې احساسوو او فلسفي الم خو هغه درد او کرب نه دی، چې د کتاب او مطالعې په وخت کې په موږ تېرېږي. د فيلسوفانو لذت خو د معرفت په لټون کې و او اپيکوريانو خو هم خپل لذت په عبثياتو کې نه دی لټولی او نه بودا خپلو ځانوژونکو رياضتونو ته د درد په سترګه کتلي دي. اخر موږ د لذت او الم دغه فلسفه له کومه کړې ده؟
زما په نظر زموږ دغه خوند او بې خوندي کوم فلسفي او علمي بنياد نه لري، بلکې د يوه داسې مړژواندي ملت د ژوند له واقعي هيندارې نه د تېښتې پلمه ده، چې خپله کفنتړلې زنه په کې نه شي ليدلی. موږ د دنيا له حقيقت نه ناخبره هغه مخلوق يو، چې ټوله دنيا په خپله خوښه غواړو او اصلا «خپله خوښه» زموږ د خوند تعريف دا دی. موږ په هغه شي کې خوند محسوسوو، چې زموږ خوښې سره برابر وي او هغه شی چې زموږ له طبيعت، فکر او نظر سره ټکر ولري، هغه بې خونده دی. خو الله تعالی د دنيا نظام داسې خلق کړی دی، چې دلته به اکثريت شيان زموږ له خوښې سره نابرابر يا حتی مخالف به وي، خو موږ به مخ نه ورنه اړوو. په همدغه ټکي کې مخ اړول، زموږ د اوسنيو ټولو بدبختيو يو عمده لامل دی، ځکه زموږ يو بل ظلم دا هم دی، چې موږ يوازې خوندور شي ته د ګټور په سترګه ګورو او بې خونده راته د زيانمن هممعنا دی.
مثلا مطالعه به ممکن زموږ په خوښه برابره نه وي او بې خونده به وي، خو په همدې اساس موږ ته ګټوره هم نه ښکاري. مطالعه به ممکن د نړۍ د نورو انسانانو لپاره هم بې خونده وي، خو هغوی د بې ګټې شي په سترګه نه ورته ګوري. حقيقت تريخ دی، خو نوره دنيا يې په سر اړوي، موږ يې خواته هم نه ورځو، ځکه بې خونده هم دی او بې ګټې هم. موږ له حقيقت لرې په يوه طلسماتي غوندې دنيا کې ژوند غواړو او نور ملتونه په همدې حقيقي دنيا کې اوسېږي. پايله دا شوه، چې موږ ته خوندور هغه څه دی، چې زموږ په خوښه وي، هغه که بې ګټې هم وي او بې خونده هغه دی، چې زموږ د خوښې خلاف وي، پروا نه لري، که حياتي ارزښت هم ولري.
زما هيله دا ده، چې تاسې هم راوغږېږئ!