په ټولنه کې انساني اړیکې، ادب، احترام، او ټولنیز حدود پېژندل ډېر اړین دي. هر انسان ته دا طبیعي حق ورکړل شوی چې خپل ژوند، کورنۍ، او شخصي فضا ولري، خو بدبختانه، په ځینو ټولنو کې داسې کسان هم شته چې دا حدود یا خو نه پېژني، یا یې قصداً تر پښو لاندې کوي.
ځینې وګړي دا عادت لري چې د بل چا په ژوند، خبرو، اړیکو، یا تصمیمونو کې ځان ورګډ کړي، پرته له دې چې څوک یې مشوره یا مرسته وغواړي. ځکه نو ډېری مهال دا عمل د ګډوډۍ، ناراحتۍ، یا شخړو سبب ګرځي.
د “ځان ورګډونې” بېلا بېلې بڼې شته؛ لکه:
مجلس کې بې واره خبرو ته ځان ورګډول
د نورو د فامیلي یا شخصي مسایلو په اړه نظر ورکول
د خلکو د عاید یا د ژوند طرز ته ورننوتل
بېوخته مشورې ورکول
او د بل چا د پرېکړو قضاوت کول.
دا کړنې، که څه هم په څرګنده بې ضرره ښکاري، خو په حقیقت کې د اړیکو زیانمنوونکې عوامل دي.
دا ډول چلند زیاتره د ځان برتر ګڼلو، کم ارزښتي احساس، ناسم کلتوري دود، بېکارۍ، یا غلط درک له امله رامنځته کېږي. څوک چې د خپل اهمیت احساس نه لري، یا غواړي په خلکو کې ځان لوی وښيي، ډېر وخت د نورو په چارو کې ځان ورګډوي.
هوښیار او باادبه انسان پوهېږي چې مداخله هغه وخت مناسبه ده چې بل څوک یې غوښتنه وکړي، نه دا چې هر څه ته بېپوښتنې ځان ورګډ کړي. مشوره باید هغه وخت ورکړل شي چې پوښتنه وشي، نه دا چې تل هرچېرته، بېوخته او بېنوبته نظر پاشي وشي.
د ټولنیزو اړیکو باثباته ساتلو لپاره اړینه ده چې متقابل درناوی، فاصله پېژندنه، او د بل شخص رضایت په پام کې ونیول شي. څوک چې چاته بلنه نه ورکوي، هلته وچپهوچه ځان ورګډول یو ډېر بد عادت دی؛ ځکه چې د مرستې لپاره وخت، ځای، او رضایت هم ضروري وي.
درناوی هغه پوله ده، چې که وساتل شي، نه یوازې خپل شخصیت خوندي کوي، بلکې د نورو زړونه هم ګټي.
لیکوال: شاه زلمی
نېټه: ۲۰۲۵ د سپټمبر ۲۰ مه