دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبموږ (لنډه کیسه) حسینه عارف

موږ (لنډه کیسه) حسینه عارف

زنځیر یې وتاړه د چای ګرمه پیاله یې مخې ته کېښودله؛ تکیه یې راکش کړله؛ په یوه ډډه پرېوت لاسونه یې بډ وهل؛  ژوره ساه یې غږ کړ دغرمې لپاره به څه خورو؟
مشر زوی یې ورغږ کړ شپنۍ پاتې ښوروا مقصد نه خورمه!
کشري غږ کړ زما خو معلوم دي چې څه به خورم.
پلار یې لور غېږ ته کړله نن خو به خامخا ستا خوښې ته ګورم.
سړیه زه خو دې په دې بخارۍ وسولم لږ وراخوا شه له ګرمۍ دې مړه کړلم.
مورې کړکۍ راخلاصه کړم؟
نه بهر غبار دی دا ور واز پرېږده بس هوا چلېږي.
د خبرو ترڅ کې دروازه شوله.
بچو وګوره څوک دي؟
هغه بوډا دی وایي خځلې راوړئ!
یو خو دې بوډا وخوړلو ابا وایي وږی یم که خوړو ته څه وي؛ یخ وهلی.
خځلې ورکړه دروازه وتړه!
دا آموخته دي نه ګرمېږي نه مړېږي.
ذغال راوړه چې بخارۍ ته کش ورکړو.
دی خدای وهلی؛ یخ نه دی وهلی، دبل جنجالونه کور ته مه راوړه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب