جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبشعرناورينونه / بارکوال مياخېل

ناورينونه / بارکوال مياخېل

له يوۀ تر بل ناورينه

ته دوعاوې کوه سپينه

يا مرمۍ د ښېرو وله

يا ژړا پر خپله مړينه

له چا مه پوښته چې ولې

تل تويېږي زما وينه

**

څه چې کېږي ورته  ګوره

څه چې غواړي مه يې ژغوره

که شعور درڅخه اخلي

په يوه روپۍ يې پلوره

خراب نه کړې خپل خوبونه

بلا مه شړه له کوره

**

دا د مرګ توره سيلۍ ده

را الوتې پخوانۍ ده

ګرځوه د خداى په روى يې

تر وس تېره دا غدۍ ده

ستا لښکر د سړو ساوو

هلته لوبه خونړۍ ده

**

له يوۀ تر بل ناتاره

پر پاتاوو ګرځه ياره

ډکوه کسي له اوښکو

څڅوه يې په وار واره

کفنونه تيار کښېږده

بيا- بيا مه ځه تر بازاره

**

دا آفت خو د اسمان دى

نه د مځکې د انسان دى

چې يې ونيسې تر غاړه

له تا لرې يې ګرېوان دى

دوښمني ورسره مه کړه

دا له وينو ډک توپان دى

**

له يوۀ تر بله جنګه

تش تسبيح وايه ملنګه

ته ساتلاى شې ورېنداره 

تا دي خداى نه کړي بې ننګه

په ازاد وطن کې اوسې

شمله ښه وساته دنګه

***

٠٢ سپتمبر ٢٠١٦م کال

کوټه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب