پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeکلتورسینماد لویو خلکو لویې ناکامۍ / احسان الله غازیار

د لویو خلکو لویې ناکامۍ / احسان الله غازیار

جې کې چن

له کړاوونو تر راحتونو

نامتو فلمي ستوری جې کې چن (Jackie Chan) په ۱۹۵۴م کال د اپرېل په اوومه نيټه په هانګ کانګ کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستي. د هغه مور او پلار (چارلېس او لي لي چن) په نوموړي باندې د Chan Kong-sang نوم ايښودلی و، چې مانا يې (په هانګ کانګ کې زيږيدلی) دی. جې کې چن د پیدايښت په وخت تقريبا پنځه نيم (۵.۴۴) کيلو ګرامه وزن درلوده. د دې له امله د نوموړي مور مجبوره وه، تر څو د هغه د پيدايښت لپاره عمليات تر سره کړي، خو په هغه وخت کې د دوی اقتصادي حالت دومره کمزوری و، چې د ډاکټر لپاره د عملياتو پيسې هم نه درلودې. چارلېس په ډېرو هلو ځلو سره په دې وتوانيد، تر څو له خپلو ملګرو څخه پيسې پور کړي او د زوی عمليات يې په کاميابۍ سره سرته ورسوي.

د دې سره سره چې د دوی کورنۍ ډېره بېوزلې وه، مور او پلار يې د فرانسې په سفارت کې منظمې دندې هم درلودې. چارلېس د اشپز په توګه او لي لي چن د کور ساتونکې په توګه هلته دندې تر سره کولې. جې کې چن له ماشومتوبه د ښه بدني ځواک څښتن و. کله چې لږ لوی شو، پلار به يې وختي راپاڅوه او د کانګ فو (kung fu) تمرين به يې ورسره کاوه، پلار يې په دې عقيده و، چې په دې سره به يې زوی د بدني ځواک تر څنګ له نورو غوره خويونو لکه، صبر او استقامت سره هم لوی شي.

جې کې چن د هانګ په Nah-Hwa لومړني ښوونځي کې شامل کړلی شو. نوموړی په ښوونځي کې دومره تنبل و، چې په لومړي کال ناکام شو. نوموړي به د کور او ښوونځي تر منځ په لاره باندې له نورو ماشومانو سره جنګونه کول. په ښوونځي کې د ناکاميو څخه وروسته يې مور او پلار مجبور شول تر څو هغه له ښوونځي څخه وباسي.

په اووه کلنۍ کې يې جې کې چن د چين د ډرامو په اکاډمۍ (China Drama Academy) کې داخل کې کړ، پلار يې هم چې کله خپل زوی په دې اکاډمۍ کې داخل کړ، نو نوموړی په استراليا کې د امريکا سفارت کې د سراشپز په توګه په دنده وګمارل شو. او خپل زی يې يوازې په دې اکاډمۍ کې پرېښود. په دې اکاډمۍ کې نوموړي او نورو زده کوونکو ته جنګي هنرونه، اکروباټينګ (acrobatics)، سندرې او نور فلمي هنرونه ښودل کېدل. په دې سره د جې کې چن فلمي ژوند پيلېږي او له دې وروسته يې بيا هيڅکله هم اکاډميکو زده کړو ته مخه ونه کړه. اوس هم نوموړی کولی شي چې په اوو ژبو خبرې وکړي خو نه شي کولی چې په سمه توګه ليکل او لوستل وکړي. هغه وايې چې زما لپاره د فلم جوړولو پر مهال انګلیسي خبرې کول يو ستونزمن کار دی. جې کې چن تر لسو کلونو پورې په دې اکاډمۍ کې تر سختو شرايطو لاندې زده کړې وکړې. په دې اکاډمۍ کې زده کوونکي په کوچنیو تېروتنو او نافرمانیو سره سخت شکنجه کېدل. جې کې چن بله لاره نه لرله نو مجبور و چې په هر ډول شرايطو کې په همدې اکاډمۍ کې پاتې شي. په دې ډول سره جې کې چن د خپل ماشومتوب خواږه وختونه په دې اکاډمۍ کې د والېدينو د مينې پرته په ترخو شرايطو کې تېر کړل.

جې کې چن په ۱۷ کلنۍ کې له دې اکاډمۍ څخه فارغ شو، خو د دې له امله چې په هغه وخت کې د چين ډرامو اکاډمي دومره مشهوره نه وه او جې کې چن په لیک او لوست هم نه پوهېده، نو دندې په پيدا کولو کې له ډېرو ستونزو سره مخ شو. په ۱۹۷۶م کال کې جې کې چن د خپلو والدينو سره په استراليا کې يو ځای شو. په استراليا کې جې کې چن په ساختماني کارونو کې وګمارل شو. خو ساختماني کارونه د جې کې چن لپاره ډېر ستړي کوونکي او مشکل وو. بالاخره جې کې چن په استراليا کې د ستړي کوونکو ساختماني کارونو څخه د خلاصون لاره ومونده. ويلي چن (Willie Chan) چې د هانګ د فلمونو کمپنۍ کې يې کار کاوه، جې کې چن ته يې وړانديز وکړ چې له دوی سره په فلمونو کې کار وکړي. له دې سره جې کې چن بيرته له استراليا څخه د هانګ کانګ په لور روان شو. جې کې چن له ويلي چن سره تر ډېره د یو نږدې ملګري په توګه پاتې شویدی. د ویلي چن سره د جې کې چن لومړني فلمونه دومره مشهور نه شول، لامل يې دا وو چې په دې فلمونو کې د جې کې چن استعداد په سمه توګه نه و کارول شوی. په دې فلمونو کې زياتره د بروس لي (Bruce Lee) په تقليد رول لوبول شوی و. د جې کې چن د نورو وروستيو فلمونو دبريا راز دا هم و، چې په دې فلمونو کې جې کې چن د نورو تقليد پر ځای يوازې خپله وړتيا ښکاره کړې وه. د نوموړي فلمونو لويه ځانګړنه دا ده چې د جنګي هنرونو تر څنګ پکې کوميډي رول هم يو ځای لوبول شوی دی.

د هغه اسيايي فلمي ستوريو شمېر چې په هاليووډ کې يې کار کړی وي، ډېر محدود دی. خو جې کې چن د خپلو زحمتونو په پايله کې دا وياړ هم تر لاسه کړیدی. تر اوسه پورې هاليووډ د جې کې چن په شان د فلمي ستوريو په لرلو وياړېږي. جې کې چن تر اوسه پورې له ۱۵۰ نه په زياتو فلمونو کې رول لوبولی دی، چې له دې جملې څخه ځينې فلمونه يې په نړيواله کچه زيات پلورل شوي دي او زيات مينوال لري.

جې کې چن د ۳۵۰ ميليونه ډالرو سرمايې په لرلو سره يو له شتمنو فلمي ستوريو څخه دی. د هغه له کړاوونو ډک ژوند د ده په بشردوستانه احساس هم ژور اغېز کړی. نوموړی د دې تر څنګ چې همېشه يې په خيريه کارونو کې خپله سرمایه مصرف کړې، په دې ورستيو کې يې جالب او حيرانوونکی اعلان هم کړی دی. ښاغلي چن يوې غونډې ته په وينا کې وويل، چې د نوموړي له مرګ څخه وروسته به يو سينټ هم خپل زوی ته په ميراث کې پرېنږدي، بلکې ټوله شتمني به له خپل مرګ څخه وړاندې خيريه کارونو ته وقف کړي. جې کې چن وايي “که زما زوی وړتيا ولري نو خپل ځان ته په خپله پیسې پيدا کولی شي او که وړتيا ونه لري نو هسې به زما پيسې ضایع کړي”.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب