یکشنبه, نوومبر 10, 2024
Home+د خټو ښځه (لنډه کیسه) احسان الله ارینزي

د خټو ښځه (لنډه کیسه) احسان الله ارینزي

قضا مازدیګر و چې ناڅاپه د اسمان سرې لمنې تورې شوې. د بادونو درنو څپو د ښځو غږونه یو له بله ورک کړل. شین اسمان تیاره او د ماشومانو غږونه ټپ شول. ښځو کروندې پرېښودې. خپل ماشومان یې پورته کړل او په بېړه د خپلو کورونو په لور وخوځېدې. سکینې هم ژر- ژر شیان ټول کړل او له خپل بچي سره روانه شوه. په لاره کې یې فکر کاوه چې خونه به هم سړه وي؛ ځکه همدا نن یې په خټو موښلی او سپینه کړې وه.

د ناوخته مازدیګر درنو بادونو، د کلي د شا او خوا ځمکو خاورې دوړې هم پورته کړې او په تته رڼا کې یې سم ماښام جوړ کړی و. خلکو یو په بل چیغې وهلې:

– په ښځو او ماشومانو نارې کړئ چې ژر کورونو ته ستانه شي!

– هلئ څاروي شپلونو ته ننباسئ!

– ماشومانو کورونو ته لاړ شئ!

ملا د جومات مخې ته ودرید، خپله دعا یې پای ته ورسوله او چیغې یې کړئ:

– یه خلکو لویدیځ لور ته ورېځې تورې او درنې دي. ښځې او ماشومان کورونو ته ورسوئ او ځانونه خوندي کړئ. توبې وباسئ. الله دې خیر کړي، سېل به راشي.

شرینې انا د مخامخ کمکي کور له بامه، د درنو ورییځو په لور ایری وشیندلی او نارې یی کړې:

– او زامنو هلئ کورونو ته ننوځئ، توبې وباسئ. ورښت کېږي او خدای مکړه سیلونه به زیانونه واړوي!

لکه چی ورییځی د شیرینی انا په ایرو خوری نه شوی. ماښام ناوخته داسې ورښت پېل شو چې چا په خوب نه و لیدلی. شړکنده باران او د باد دومره زورورې څپې چې غوږونه یې کڼول. ښځو هڅه کوله چې ماشومانو ته لږ خواړه ورکړي او ژر یې ویده کاندي. نارینه وو غوږونه څک نیولي او ناهیلي ښکارېدل. هیڅوک جومات ته نه وو تللي!

بهر سخته تالنده، برېښنا، درزهاری او تپ تور و. په خونو کې کمکیو ډیوو دومره رڼایي خوروله چې کورواله وو به، د یو بل اریانې سترګې لیدلای شوی.

خواني خپلې مېرمنې ته وکتل او وویل:
— ته خو تیاره د خټو ښځه غوندې ښکارې!
او ورو یې وخندل:
— بهر باران ته ودره چې پریمنځل شې!
 ماخستن مهال ورښت او باد  دومره زورور شول چې ان د یوې خونې خلکو یو د بل غږونه، سم نه شوای اورېدلای.

دا وخت نواب اکا، د خواني د خونې مخې ته غږ وکړ:

– خواني!

خواني چې په دې تالندو، برېښناوو او باد کې، د نواب اکا غږ سم نه شوای پېژندلای، لومړی خپلې مېرمنې سکینې ته وکتل او بیا یې پوښتنه وکړه.

– څوک یې او څه وایي؟

شېبه وروسته نواب اکا ور پرانست.

– خوانیه ما ویل ویده نه شې. له دې تالندې وروسته هرومرو سېل راځي. الله دې خیر پېښ کړي. توبې وباسئ. زه ځم چې نور کلیوال خبر کړم.

خواني خپلې مېرمنې ته وکتل؛ خو نواب اکا ته یې ځواب ورکړ.

– وایي چې د ډم خونه لږ اوبه غواړي! زموږ دا نوې خونه، ستاسو د خونو په شان اوس هم لمده ده. موږ لا تراوسه کړکۍ هم نه لرو!

کله چې نواب اکا لاړ، سکینې خواني ته وویل:

– یو ځل د باندې لاړ شه او وګوره چې څه چل دی.

خواني خپل پټو واغوست او لاړ.

خواني بهر د نواب اکا غږ واورید چې بل څوک یې د سیل په راتګ خبراوه. د  خونی مخې ته دوه دری لوېشتې جګې اوبه روانې وې. داسی ښکاریده چی د سېل لومړنئ څپې د دوی نوی کمکي کلي ته رسیدلې دي. خواني د یوې برېښنا په پړک کې دری څلور کسان ولیدل چې په اوبو کې ولاړ وو.

– یه خلکو توبې وباسئ. که همداسې واوري لکه اوس، سیل به له غرونو او رغونو داسې کاڼې او شګې راوړي چې زموږ خونې به لاندې کړي!

– ځئ چې په نورو هم غږ وکړو چې ویده نه شي. سیل شیبه په شیبه ډېرېږي.

– ښه خبره ده.

– زه پوه نه شوم چې تاسو څه وویل، غوږونه مې سم نه اوري!

خواني د تالندې په یوه بله لنډه رڼا کې، دری څلور کسان وپېژندل چې په دریو څلورو لویشتو اوبو کې، پاس لور ته وخوځېدل.

خواني ولیدل چې تیز باد د دې خلکو مخه نیوه او چیغې لا هم اورېدل کېدې:

– یه خلکو ویده نه شئ. سېل په کلي راوګرځېد. د غرونو له لمنو څخه د درانه غړمبهاري غږونه راځي.

خواني لا له خپلې خونې څخه لیری و چې سکینه یې بهر ولیده. د سېل اوبه د سکینې په ملا لګېدې. خواني څو ځلې په سکینه چیغه وکړه چې بېرته ننوځي؛ خو لکه چې هغې دا غږونه نه اورېدل.

اوبه په ټول کمکي کلي ختلې وې. خواني د خپلې خونې په لور هڅه کوله؛ خو یوه پښه به یې لا له خټو نه وه ایستلې چې بله به ونښته. 
د پاسه د کوم چا غږ راغی.

– یه خلکو له کورونو ووځئ. سیل غټې غټې ډبرې پورته کړي. زموږ دیوالونه نه شي ورته تم کېدای…

کله چې خواني خپلې خونې ته نژدې شو، د خټک غږ یې وپېژاند.

– یه خلکو سیل کومه ونه راوړې او زه پکې نښتی یم.

خواني شا ته، د غږ خوا ته لا سم نه و کتلي چې د اوبو یوه څپه یې ان په ټټر ولګېده او شا ته یې بوت، د اوبو بلې څپې لږ نور هم شا ته کړ، لکه چې پښه یې په ډبره ولګېده، نور هم شا ته شو، اوبه یې ستوني ته ورسیدې او ده فکر وکاوه چې اوس به یی اوبه  په خونه هم ننوتي وي او ژړا ورغله.
   ++++++++

د سهار په لومړنیو وړانګو کې خواني په ډېره هڅه سترګې پرانستې. شا او خوا یې وکتل. نه پوهېده چې چېرې دی او ولې داسې دی؛ خو کله چې یې پرتې ونې، شا او خوا ته خټې او د شګو، کاڼو او ډبرو انبارونه ولیدل، لکه د خوبه چې وېښ شوی وي، بیګانی ورښت، سیل، سکینه او خپل یوازنی ماشوم ټول وریاد شول!

خواني نیم په خټو کې نښتی و. ټول وجود یې درد کاوه. په خوله کې یې د خټو خوند و. پزه یې هم په خټو بنده وه. هڅه یې وکړه چې پاڅي؛ خو پښه یې کلکه نښتې وه. په مخ یې لاس تېر کړ. مخ نه و، خټې وې خټې. شا او خوا یې وکتل. د کمکي کلي هېڅ پته نه لګېده. هلته لاندې یې دوه دری کسان  ولیدل چې شا او خوا یې کتل او څه یې لټول.

خواني په دېره خوارئ پاڅېد. یوه پښه یې بیسده غوندې وه. لکه د خټو سړی چې خوځېدلی وي. ډېر دروند و. ورو وخوځید، دی نه پوهېد چې په کومه لاړ شي، د کورکلي لار ځینې ورکه وه!

یو چا د لاس په خوځولو وپوهاوه چې پورته لاړ شي؛ خو خواني ځکه ښکته روان شو چې په اسانه  تلای شوای. یوه پښه به یې له خټو ایسته؛ خو بله به یې نښته. کله به لویدو ته نژدې شو؛ خو ځان به یې تکیه کړ. ده ژر – ژر هر لور کتل او هڅه یې کوله چې خپل پرونی کلی ومومي او کور ته لاړ شي. لکه چې ګیډه یې هم په خټو درنه وه.

نیمه ورځ وه چې خټک نارې کړې:

– خواني دې خوا راځه.

هلته دوه – دری کسان په کار لګیا وو او خټې او ډبرې یې بېرته کولې.

درنه چوپتیا خوره وه. د هغه کلي هېڅ پته نه لګېده چې تر پرون ماښام پورې د دیرشو څلوېښتو کمکیو کورونو خاوند او د ماشومانو له شوره ډک و!

کیڼ لور ته دوه دری مړي پراته وو. لکه د خټو انسانان هېڅ نه پېژندل کېدل. وړاندې خټک او دوه دریو نورو کسانو هغه چا ته کتل،  چې نیم په خټو او کاڼو کې بند و. دا د خټو انسان هېڅ نه پېژندل کېده .

. خټک خواني ته وویل:

– لکه چې ښځه ده! 
خواني په ژوبله پښه هغه لور ته ګام واخست. ښه ورته ځیر شو، د خټو ښځه سمه نه پېژندل کېده.

ناڅاپه د خواني له خولې چیغه ووته: 

– اخ! دا خو سکینه ده…

د سکینې سترګې غمجنې وې. داسې ښکارېده چې هغې څه شی نه اوریدل او نه لیدل؛ ځکه هېڅ غبرګون یې نه ښوده. لکه د پوړني له شا څخه چې حاضرو کسانو ته ګوري. خواني ته ځیر شوه. دا مخ په خټو کې سم نه پېژندل کېده؛ خو غږ یې يېژندګلوی غوندې و .

خواني لږ زړور شو او مخکې ورغی. جګه پزه، پلن وچولی او ډنګر مخ چې اوس په خټو او وینو کې سم نه ښکاریده. خواني ولاړو کسانو ته وکتل؛ خو خوله یې بنده وه او د ویلو د پاره یې څه نه درلودل.

خواني د سکینې په سترګو کې، د ژوندانه د پاره هغه اورنی مینه لټوله، چې اوس پای ته رسېدلی ښکاریده!

خواني په زړه کې په سکینه او خپل ورک بچي پسې ژړل؛ خو اوښکې یې د مخ په خټو کې نه ښکارېدې!

سکینې چې په خټو پوښلې وه،  ټولو ته او بیا شا او خوا وکتل او سترګې یې پټې کړې.

ولاړو کسانو خواني ته وکتل.

خټک ورته وویل:

– د سکینې خبرې اوري؟ 

د خواني غږ لکه د کوهي د تله چې واوریدل شي:

– څه یې وویل:

خټک په داسې حال کې چې پاس کتل او خپلې اوښکې یې پټولې، وویل:

– هغې وایي چې کور مې چېرته دي؟ 

خواني وژړل او شااوخوا يې وکتل. د کور لوری له هغه هم ورک و!

د سکینې خوله لا هم خوځېده:

ــ زوی مې څه شو؟

خټک، خواني او نورو د سېل تګلوری ته وکتل.

دا ځل خواني هم د سکینې خبری واوریدې:

— په ټوټه کې مې  څو ډوډۍ پاس د خونې په تاخچه کې درته ایښي وې!

نارینه یو بل ته ځير شول.

شېبې وروسته د خټو ښځه لومړی په ټټر کړوپه شوه، بیا يې لاسونه زمکې ته اوږده کړل او بېسیکه  ړنګه شوه!
پای
لومړی طرح 21/ اکتوبر/2022
وروستی کتنه 14اکست 2024
کورنبورخ  کتابتون– هالند

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب