پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهریچارډ بنېټ؛ نن د افغانستان بشري وضعیت په اړه خبرو لپاره کاناډا...

ریچارډ بنېټ؛ نن د افغانستان بشري وضعیت په اړه خبرو لپاره کاناډا ته ځي

تاند ( یکشنبه د میزان ۲۹مه) افغانستان کې بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی په دې هېواد کې د بشري وضعیت په اړه خبرو لپاره نن کاناډا ته ځي.

ملګرو ملتونو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې بنېټ به یوه اوونۍ په کاناډا کې وي او په دې موده کې به د دغه هېواد له یو شمېر چارواکو او افغان کډوالو سره د افغانستان د بشري وضعیت په تړاو خبرې وکړي.

په کاناډا کې مېشتې مدني فعالې راضیې بارکزۍ بیا رسنیو ته ویلي، چې له بنېټ سره به پر بېلابېلوموضوعاتو خبرې اترې وشي.

بارکزۍ وایي ، چې له نوموړي سره به د ښځو، خبریالانو او ځوانانو د وضعیت په اړه زیاتې خبرې وشي.

د هغې په خبره دغه راز د طالبانو د حکومت له لوري د نجونو او ښځو پر زده‌کړو په ښوونځیو او پوهنتونونو کې لګېدلي بندیزونه هم د دې ناستې مهم ټکي دي.

مدني فعاله راضیه بارکزۍ زیاتوي، چې د ښځو د کار او نورو ډېرو مشکلاتو په اړه چې طالبانو ښځو ته پيدا کړي دي هم په دې ناسته کې خبرې کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...