یکشنبه, اکتوبر 20, 2024
Home+د مطالعې د نه کولو پایلې || ژباړه: مصطفی سمون

د مطالعې د نه کولو پایلې || ژباړه: مصطفی سمون

که کتاب ونه لولې، په شخصي او حرفیي ژوند کې به له مختلفو پایلو سره مخ شې، کېدای شي له هغو شلو پېښو سره مخ شې، چې لاندې ورته اشاره کوم.
١. د لغاتو د دایرې کموالی
د کتاب نه لوستلو سره د لغتونو له کمښت او په وینا کې به له ستونزو سره مخ شې او کېدای شي خپل فکر او احساس په سمه بڼه انتقال نه شې کړای.
٢. د شننې وړتیا او انتقادي تفکر کموالی
د بېلابېلو کتابونو مطالعه د انتقادي تفکر او منطقي مهارتونو په پیاوړتیا کې مرسته کوي. د کتاب له مطالعې پرته دا مهارتونه کمزوري کېږي.
٣. د نوې پوهې له لاسه ورکول
کتابونه د اطلاعاتو او پوهې غني سرچینې دي. له مطالعې پرته کېدای شي بې خبره پاتې شې.
٤. د نوښت کموالی
کتابونه د نوښت په پرمختیا او د تخیل په تحرک کې مرسته کوي. له مطالعې پرته، د نوښت او فکر کولو پیاوړتیا کېدای شي د نویو ایډیاوو سره په ټکر کې واقع شي.
٥. د مسلې په حل کې کمزوري
د بېلابېلو کتابونو مطالعه له فرد سره مرسته کوي، چې د ستونزو لپاره بېلابېلې لارې پیدا کړي. د کتاب له مطالعې پرته د مسلې د حل لپاره مهارتونه کمېږي.
٦. د زغم کموالی
کتابونه افرادو ته دا اسانتیا برابروي، چې د نورو له زاویې نړۍ ته وګوري او احساسات یې درک کړي، له مطالعې پرته کېدای شي دا زغم او درک کم شي.
٧. د لیکوالۍ په مهارتونو کې کمزوري
د کتابونو نه لوستل د لیکلو په وړتیا کې کموالی راولي، مطالعه د لیکلو او وینا له سبک سره مرسته کوي.
٨. د سټرېس زیاتوالی
د کتاب مطالعه کېدای شي د سټرېس او اضطراب په کمېدو کې مرسته وکړي. که کتاب ونه لولې، کېدای شي د سټرېس په وړاندې ګټورې تګلارې به له لاسه ورکړې.
٩. د دقت او تمرکز کموالی
د کتاب لوستل تمرکز ته اړتیا لري او د دې وړتیا د پیاوړي کېدو لامل ګرځي. د کتاب له مطالعې پرته کېدای شي د تمرکز وړتیا او جزیاتو ته د پاملرنې له کموالي سره مخ شې.
١٠. د حافظې کمزورتیا
د کتابونه منظمه مطالعه د حافظې د پیاوړتیا سره مرسته کوي، پرته له دې عادته، کېدای شي حافظه کمزورې شي.
١١. د ذهنې نړۍ محدودېدل
کتابونه تاسو ته د نړۍ په اړه متنوعې لیدلوری درکوي، پرته له دې به ستاسو افکار او لیدلوری محدود پاتې شي.
١٢. د اعتماد په نفس کموالی
هغه څوک چې ډېر اطلاعات لري، په بحثونو او مکالمو کې ډېر اعتماد په نفس لري. پرته له کتاب لوستلو کېدای شي په مکالمو کې د کمزورۍ احساس وکړئ.
١٣. په ټولنیزو اړیکو کې د کمزورتیا رامنځته کېدل
کتابونه د ټولنیزو مکالمو د بحث لپاره جالب موضوعات تیاروي، له مطالعې پرته کېدای شي ستاسو د مکالمو دایره محدوده پاتې شي.
١٤. د یادولو لپاره د انګېزې کموالی
د کتاب دوامداره مطالعه د یادولو انګېزه او لېوالتیا زیاتوي، له مطالعې پرته کېدای شي دغه انګېزه له لاسه ورکړې.
١٥. د الهام او نویو ایډیاوو له لاسه ورکول
کتابونه کولای شي الهام بښونکي او نوې ایډیاوې ستاسو ذهن ته راولي. له مطالعې پرته کېدای شي د نویو او نوښتګرو ایډیاوو په اړه فکر کول به مو له ستونزو سره مخ شي.
١٦. زده کړه ییز یا حرفیي افت
په زده کړه ییز چاپېریال کې دوامداره مطالعه د پرمختګ او سوکالۍ لپاره اړینه ده. له مطالعې پرته کېدای شي په زده کړه ییز یا حرفیي برخه کې کم پرمختګ ولرې.
١٧. د وخت ډېر ضایع کول
هغه څوک چې مطالعه نه کوي، کېدای شي ډېر وخت په بې ارزښته څیزونو تېر کړي، د کتاب لوستل يو جوړونکی فعالیت دی، چې د وخت د ضایع کېدو مخه نیسي.
١٨. د نورو فرهنګونو او لیدلوریو سره نا اشنایي
کتابونه تاسو ته دا فرصت درکوي، چې له بېلابېلو فرهنګونو سره اشنا شئ. له مطالعې پرته کېدای شي لیدلوری مو محدود او تنګ نظره وي.
 ١٩. د تصمیم نیونې د واک کموالی
د کتابونو مطالعه د ښې تصمیم نیونې په مهارتونو کې مرسته کوي. که مطالعه ونکړې،  کېدای په سختو او مهمو شرایطو کې غلط یا کمزوري تصمیمونه ونیسې.
٢٠. بې موخې احساس
کتابونه کولای شي فرد ته مانا او لوری ورکړي. له لوستلو پرته، کېدای شي بې موخې احساس یا فردي وده ونه لرې.
د نه مطالعې په صورت کې دغه پیغامونه کېدای شي د فرد په ژوند کې را څرګند شي او د ده په فردي، ټولنیز او حرفیي ژوند په کیفیت باندې اغېز پرېباسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب