د ځنځیر شرنګ یې په پښو
ږغ یې پریوللي د شاتو په چېنو کې
په خبرو کې یې شور کړي
د مرغیو سحرونه
ټولې ګوتې یې وریښمو دي ښکل کړي
ستن یې ګوتو کې نڅیږي
تر نوک، نوک یې د چینو پلوشې وځي
د سپوږمۍ په شپو کې ناسته ده
د وړانګو په تارونو
خپل وطن ته کالي ګنډي
د ځنځیر شرنګ یې په پښو
پلونه یې خاندي
دا زما د وطن لور ده
دا زما د وطن لور ده
د باورد وړانګو بار یې پر اوږو دی
قدمونه یې د شنه ځنګل ښکالو ده
په هر پل باندې یې
ناز کړي بهارونه
پر جبین یې د سپېدو ښار ته لار تللي
تور پیکی یې د کعبې د غلاف
سیوری
په کوڅیو کې یې رانجه، رانجه رنګونه
د لمنې په څپو کې یې
وږمې په کړس، کړس خاندي
پر پوړني یې د ګل دواړه لاسونه
د پایڅو په هر یو ول کې یې نغښتلي عفتونه
د پوړنې په څپو کې یې ګنډلي نګهتونه
د ځنځیر شرنګ یې په پښو
پلونه یې خاندي
دا زما د وطن لور ده
دا زما د وطن لور ده
غواړي ټوله سحرونه د مرغیو اوازونه
د ټټر قفس کې بند کړي
غواړي غیږ کې اسمان واخلي
په کړکۍ کې یې چوکاټ کړي
بار د ستورو ستورو شپو
خپلو بڼو ته ورپه شا کړي
د سپوږمۍ له وړانګو سپین، سپین
سپڼسي جوړ کړي
څرخه کښیږدي
ټول وطن ته د روڼاوو کالي جوړکړي
ستوري وپېي په ستن کې
په څو رنګ کهکشانونه
د وریښمو په تارونو کې اباد کړي
غواړي څاڅکي، څاڅکي
سپین، سپین ټکي ټول کړي
غواړي بار د سپینو غشو
د زهرې او د پروین د غیږي راوړي
د تیارو سره په جنګ شي
فتح راوړي
څراغونو ته پیلتې او ښیښې راوړي
د بامونو څه شیبې د لمر کړي ټولي
په تیارو، تیارو ښارونو کې
د لمر او د روڼا اورونه بل کړي
د روڼا په زولنو او ځنځیرونو
د تیارو دیبان بنديان کړئ
سپینې، سپینې شاپیريانې د نکلونو
له قیدونو کړئ ازادي
د ژوندون د پاڼو، پاڼو
د یقین لفظونه ټول کړئ
مخ په وړاندې، مخ په وړاندې
د سپوږمۍ، سپوږمۍ ښارونو
تاداو کښېږدي
تکې سپینې شپې په رنګ د سپینو بتو
کړئ را ویښې
د شپو هره شیبه برالبه
تر سپیدو پوري د ستورو
زامن راوړي
د ځنځیر شرنګ یې په پښو
پلونه یې خاندي
دا زما د وطن لور ده
دا زما د وطن لور ده
۲۰۲۴ / ۱۰ / ۱۵
دوه یم ژوند
د ژوند د معنی په لټون وم
ته مې پیدا کړې ومې لوستې
لکه سپیڅلې پاڼه ښکل مې کړې
او د خیالونو په وریښمین دسمال کې مې وپېچلې
اوس دې هر وخت لمسوم
ستا په لمس سره مې د ګوتو په سرونو کې
د انارو بڼونه شنه کیږي
او د مړوندونو تر کمان مې
د خوږو، خوږو ستورو غشي خطا شي
غرمه وه، د سیوری په لټون وم
ته مې پیدا کړي
ستا تر سیوري لاندې مې شپه راغله
تا ویل، میینه درسره لرم
زما په رخسارونو کې
د سپوږ مۍ وړانګې را شنې شوې
پر تندي مې سپېدو لومړی قدم
کښېښود
لمن مې د پلوشو ډکه شوه
په ویښتانو کې مې
د سبانیو وږمو ږوږ پیل شو
د ګنډ کمیس لمنې مې د بیدیا پر سادګۍ وخندل
او قدمونو مې د مځکي له زغم څخه
امتحان واخیست
تا ويل، میینه درسره لرم
زه د ښایست وروستني حد ته ورسیدم
هر ماښام د بڼو په څوکو کې
اسمان ته ستوري خیژوم
سهار ته د روڼا شراب پخوم
شپو ته د چوپتیا کښت کرم
د باران د څاڅکو شور پیرم
د ښارپر میینانو میینه ویشم
د بوډۍ په ټال کې زانګم
موسمونو ته رنګ ورکوم
د پاڼو او ګل پاڼو رګونه نقاشي کوم
تا ویل، مینه درسره لرم
زه شتمنه شوم
او س د ټولو ښارونو
د الماسو، دیاقوتو، زمرودو، مرغلرو
بیه زما سره ده
اوس د نړۍ ټول هیوادونه
زما تر پښو لاندې دي
د الوتونکو سره
د اسمان په لایتناهي سمندر کې
سفر کومه
د وږمو سره
د ټولي نړۍ پر ګلونو قدمونه ایږدم
د کال څلور موسمونه
زما د کالیو د لطافت او ملاحت څخه
ښایست په غلا وړي
شات او نبات
زما د خبرو څخه د حلاوت خواږه ټولوي
او سپیدې زما د سترګو د پرانیستلو سره
هر سهار را زیږي
ستا میینې د سره وزیږولم
دوه یم ځل بیا نړۍ ته راغلم
راځه چې کالیزه ونمانځو
۲۰۲۴ / ۱۰ / ۱۸
غزل
نور د سترګو، لمر مې یې
ستـــوری، د سحر مې یې
جار دې شم قربان دې شم
ورځ د لوی اختـر مې یې
سپین سپيڅلې روح مې یې
عشق د پیــــــغمبر مې یې
لاره ده تیـــاره، تیــاره
مل مې یې، رهبر مې یې
ستا په میینه ژوند کــوم
توره شپه، انور مې یې
تږې یـــم لمبــه، لمبه
غاړه د کوثـــــر مې یې
لپې او دوعــــــا مې یې
لمونځ، محراب، منبرمې یې
څرک د سپیده داغ مې یې
وړانګې، وړانګې غر مې یې
سیــــوری د هلال مې یې
بــــــــدر او قمــر مې یې
ښکلی لیونتوب مې یې
ډک د عشق ځیګر مې یې
عقل او زړه واړه یې
سمع او بصر مې یې
روح مې د لفظونو یې
ټول دیوان دفتر مې یې
خیال او حقیقت مې یې
شعر، غزل ثمر مې یې
هجر او وصال مې یې
دل مې یې دلبر مې یې
۲۰۲۴ / ۱۰ / ۳