– استاد څنګه دی؟
– ښه دی، سبا يې هندوستان ته وړو.
– څه خدمت؟
– بس دعا وکړئ.
ما حرص وکړ چې پر نورو هم د دعا ږغ وکړم.
هغه مې د خپلې دعا نفس په خپله خوله کې وخوت.
دعا وکړئ.
ډېر یخ مې کېږي.
ان زامې مې نه کړپي.
او سترګې مې نه رپې
د کابل د یخنۍ تاو مې، د هډوکو د مغز پر ژونکو را پچیل شوی
وجود مې په کنګلزار بدل شوی
ځکه چې زما دوطن(( پسرلی)) یې هندوستان ته یووړ
د پسرلي د (( غزلبڼ)) ټول تماشاګر به د یخ څلي شي
اخ، یخ
د کابل یخ ته نور د ټينګي نه یم
مګر څه وکړم
تقدیر زما سرنوشت د دې خاورې له خوی و بوی سره ګنډلی دی
که دلته پسرلی وي
هم به یې د نندارې لپاره همدلته یم
او که پسرلی بیمار او مسافر وي
هم به د دې خاورې په یخو منګولو کې راګیر یم
او ځان به مې دوطن د مور پر لمن د یخي په تارونوبخۍ- بخۍ وي
ځکه چې تقدیرزما سرنوشت،ددې خاورې له خوی وبوی سره ګنډلی دی
تېښته محاله ده
بیلتون ناممکن دی
نو دعا وکړئ
او دعا وکړئ
چې څښتن زما د وطن پسرلی
له خپلو ټولو رنګونو او ګلونو سره
له خپلو ټولو جلوو او کرشمو سره
له خپل ټول کیفیت او حرارت سره
بېرته
کابل ته
راستون کړي
دعا وکړئ.
کابل، میرویس میدان
۱۳۹۲/۱۰/ ۱۵
++++++
ښاغلی يار! تاسو بايد دا ليکنه هغه وخت په يو څه بدلون سره کړې وای، چې کله مو له غضنفر صيب سره خبرې خبرې خلاصې شوې واي. اوس دا ليکنه پکار نه وه. خو بيا هم مننه چې دصديق پسرلي غم د کړي. خدای پاک د ورته جنتونه ورکړي
پسرلی را روان خو پسرلی نشته
<q cite="جنتونه ورته غواړو
که هر څو يې بندي ساتې په قفس کي
اخير درومي دا اروا و خپل ماوا ته
د پښتو او پښتنو د درانه شخصيت، استاد محمد صديق پسرلي، په مړينه غمجن سوم.
اروا دې ښاده او نوم دې تل ترتله ژوندی يي.
د کورنۍ غړو، خپلوانو او دوستانو تې د زړه صبر غواړم.
هارون خپل