اوږه په اوږه
پرون،
د بڼ،
ښکلي ګلان،
نسترن،
مرسل،
ګلاب،
يو پيوست،
اوږه،
په اوږه،
ولاړ وو،
هر يو تازه او
مسکي،
خو،
نن،
باغچې،
خالي،
بې ګله،
او بې بويه دي،
په ځای يې،
يوازې،
ژړ او خزان وهلي،
برګونه ګورم.
اوس شعرونه ليکي
زړه يې،
له خبرو،
له ويناوو،
له ناکامه آرمانونو،
((پر او پيمانه)) و،
تا به ويل،
سره و بچيوې،
- o
سبا ورسره ګوښه شوم،
راته ګډ شو،
له خولې نه يې،
ناړې غورځېدې،
چغې يې را باندې ووهلې،
پروني،
يې خاين وبلل،
ننني،
هم ورته ښه نه ښکارېدل،
سبانيو،
ته يې بېخي پام نه و،
سر مې ورته،
ښوروئ،
خندل،
مې ورته،
په حق مې بلي،
او…
- o
اوس،
آرام او خوشاله،
سړی ښکاري،
اوس،
شعرونه ليکي.
بند يې مات کړ
بند يې مات کړ،
آزادې شوې،
له خاورو سره ګډې،
او دښتې يې لندې کړې،
شنه واښه،
په ځمکه،
را شنه شوه،
- o
اوس هيڅ بند نه شته،
بند يې مات کړ.
ځوانيمرګ شاعر اسحاق ننګيال ته!
بيا نه را ګرځي
د کار پر مېز،
څو کتابونه پراته و،
د عينکو،
تر څنګ،
يوه ليکل شوې،
کيسه،
دوه ناتمامه،
شعرونه،
- o
دی،
ولاړ،
بيا نه را ګرځي.