یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Home+خرامان یوسف (لنډه کیسه) اکبر بری

خرامان یوسف (لنډه کیسه) اکبر بری

آخرمويوسف ته هم يونوم ورپيداكړ:«خرامان يوسف!».چې رښتياخبره شي دانوم اصلاً ماورباندې كېښود. اوداڅه داسې اسانه كارنه ؤ. مثلاًداماته كه يې «پك سليم »ویل، نورښتيا مي هم دسروېښته په دې ځوانه ځوانۍ كې لاله نيمايي ډېرتوى شوي وو؛ او «وارخطاسخي»خونوكه تاهم ليدلى واى همدانوم به دې پرې ايښى و. هروخت به داسې تلولى تلولى رهي و،هركار به يې داسې په بيړه بيړه كاوۀ،اوتل به داسې ساه نيولى ساه نيولى درته ږغېدۀ،چې تابه ويل يوې ښې غټې ډلې خروړوسپیوپسې رااخيستى. .

خويوسف ته،چې هم يې څېره اوځواني ترموږ ښكلې وه،هم يې نوركړۀ وړه ترموږ ښه وو،ديوۀ مناسب نوم موندل يوڅۀ بخت ،اوترهغه لاهم ډېرتخيل ته اړتيالرله؛اودانېكمرغي يوه ورځ ماته راپه برخه شوه. دغه ورځ زه لږدوخته پوهنتون ته راغلى وم. بس دغسي بېكاره دخپل پوهنځي مخې ته ګرځېدم چې له لري مې يوسف ترسترګوشو. دمركزي ليليې له خوا پوهنتون ته رارهي و. خدازده ولې يې دغه ورځ كتابونه دښوونځيودجنكيوغوندې پرځيګرنيولي وو. په لاره هم داسې په نخرونخروتۀ ،لكه كومه مسته پېغله چې دچټوزلميوبې لارې كولوته راوتلي وي. دهغه په داسې ليدومې يوناڅاپه ذهن ته راتېره شوه: «خرامان- يوسپ »،اوله دې سره مې خوله هم ويړه شوه.دغه ؤ. بالكل دغه ؤ. خرامان يوسف!.شېبه پس چې مې نوروانډيوالانوته كيسه وكړه دهغوى هم راسره خوښه شوه.اوډېرساعت لا نه ؤ تېرچې يوسف موهم دهغه له نوي نامۀ خبركړ. څه فكركوې چې يوسف نوماناله دې امله موږ ته په قارشو،يا يې خواراڅخه بده كړه؟ ها؟… نه بابا، يوسف هماغه پخوانى يوسف پاتې شو.هماغه هروختنۍ موسكا په شونډويې زموږ خبرې واورېدې .په پاى كې يې هم په هماغه نرمه لهجه وويل:

 هى هى دخنزيربچيو اخرموزه هم له شره خلاص نه شوم ـ.

اوله موږ سره يې يوځاى پر خپل نوي «نامۀ» وخندل..

په دې ډول نوداووزموږ پخوانډيوالانووروستى تن هم دخپل نامۀ خاوندشوى ؤ. ومې ويل « پاخه انډيوالان؟» . هو، پاخه انډیوالان!

رښتوني پاخه انډيوالان. اودا، په دغووختونوكې څه داسې وړه خبره نه وه. .دادكمونستانودپاچهۍ زمانه وه. پر ټول ملك تروراواختناق خپورؤ. هره ورځ نيول ،ترټل ،وژل اوتري تم كېدل روان وو. دلته په پوهنتون كې خوبياسورقيامت جوړؤ.هره ورځ، نن دلته، سبا هلته، همدامحصلين خواران ووچې د«انقلابي دولت»منګولوته ورتلل څو خپل «انقلابي چلند» ورسره وكړي. دلته كه د«انقلاب ضد عناصرو» شمېرډېروو،نوهغومره ډېرهم د«انقلابي عناصرو» شمېروو،چې په ټول زياريې په «انقلاب ضدعناصرو»پسې رااخيستې وه. له همدې امله هم دلته يوۀ داسې لعنتي ډاراوبې باورۍ لمن غوړولې وه چې دسړي په ستوني كې يې يومخ ساه ورنښلوله. بس هرڅوك له هرچا ډارېدۀ. هرڅوك پر هرچا شكمن ؤاوهرچا له هرچا ځان ساتۀ. اوس نو په دغسي يوۀ بد حالت كې دداسې يوۀ پاخه انډيوال موندل چې پوره باورپرې وكړاى شې، بېغمه دخپل زړۀ راز ورسره شريك كړاى شې، ان تردې چې خپل وصيت لا ورته وكړاى شې چې: ماناكه دغه زه چېرې ددولت كسانوونيولم نوته به چا اوچاته زما دنيولوخبروركوې،كوم اوكوم ګامونه به زما دژغورنې په نيت اوچتوې؛ اودكومواو كومو كارونوله كولو به ځان ساتې، رښتياهم څه داسې وړه خبره نه وه. اويوسف ،زموږ يوله همدغسي انډيوالانوڅخه ؤ. دۀ موږ ته خپل وصيت كړى ؤ، موږ ده ته. ددۀ هره پټه خبرله موږسره كېده او زموږ هغه له دۀ سره. دۀ پرموږ پوره باوردرلود؛اوموږ پر دۀ باندې. همداوجه وه چې له دې ټول ترور اواختناق سره سره موږبيا هم له يوبل سره ډېرخوشاله وواوپه يونه يوډول مودځان خوشاله ساتلوته پام ساته. څنګه يې كوې، ځواني وه، هغه دچا خبره د«جاهل توب»وختونه مو وو. كه له يوې خواله ډېرې وېرې له خپل سېوري تښتېدو، له بلې خوا مو له خپلوټوكوټكالو،ساتېريواو«ريشخندبازيو»هم لاس نه اخيست؛ اوولې مو لاس ترې اخيستى واى؟ تراوسه خوپه يونه يوډول دانقلابي دولت له شره خلاص پاتې شوي وو. په نورو كه هره ټكه رالوېدلې وه، لوېدلې به وه، خو په موږ نیږدې انډيوالانوكې دخداى په فضل دچا دسر وېښتۀ هم نه ؤ خم شوي….

خوزموږ دې بې غمه ژوند هم ډېر دوام ونه كړ. يوه ورځ زموږ وارهم راورسېد. څاښت مهال ؤ، ما په مركزي ليليه كې ډوډۍ خوړه چې« كوڼ نادر»مې مخې ته شين شو::  سليمه ته دلته يې؟

– هو،ولې ؟

–  يوسپ يې نيولى .

زما خدازده ولې له خولې ووتل :

–  كوم يوسپ ؟

داخبرمې لكه چې په نادر ښه ونه لګېده،راباندې رابرچ يې وهل :

– څنګه كوم يوسپ؟…خرامان يوسپ يې نيولى.

اودخرامان له اورېدو سره نوخداى شته زما هم «بن..ن…..ن …نګ»شو، ازانګې مې په غوږونوكې وشوې. .

بې اختياره مې وپوښتل:

– څه وخت؟

– همدااوس …. يوسات مخكې.

– تاته چا وويل؟

نادر تلولي شاوخواوكتل ساه نيولى وړاندې لاړ::

 «توربصير»..يوسات مخكې …دى په سينپ «صنف»كې ؤچې له ادارې څخه ليست راغى …هارون اوايساك «اسحق»اوامدشا«احمدشاه»يې هم ورسره بوتلل.دپزلولا«فضل الله»نوم هم په ليست كې ؤخو هغه شكرنن پوهنتون ته نه ؤ راغلى.  .

زياتي نوماته دخوړواشتها راپاتې نه شوه،په بيړه مې وپوښتل:

– زما نوم خو نه ؤ پكې؟

چې دۀ وويل :

– نه.

ډوډۍ مې دغسي پرمېزپرېښوده پاڅېدم. له نادر سره يوځاى سيخ زموږ كوټې ته ورغلوچې يوسف هم پكې راسره اوسېدۀ. هلته مخامخ ديوسف دكټ پر لور وررهي شوم، خو لا سم نه وم وررسېدلى چې په تاو مويودم دكوټې ورخلاص شو. دې كار مو زاره راوچوده. وارخطاموورۀ ته وكتل. خوشكر مازي غلام حبيب ؤ. دهغه بڼه هم الوتې وه .وارد واره يې وويل :

– يوسپ يې نيولى.

موږ ورجوخته كړه چې موږ هم خبريوو.اوبيا په ګډه ديوسف د «شيانو»په پلټلوسرشوو : كتابونه ،كتابچې ،دكاليوالمارۍ،ان كټ اودجاموسندوخ مو يې لا په ځيروپلټل. له ښه مرغه هيڅ كوم «خطري شى»نه ؤ پكې. دې كارموزړۀ لږراته په كراره غوندي كړخو څوشېبې بياهم دغسي منګ پر خپل ځاى ناست پاتې شوو. وروسته له هغه مې سر راپورته كړدوى ته مې كړه :

–  زه اوس پوهنتون ته ځم،خپل پوهنځي ته …هلته ښايي څه نورمالومات ترلاسه كم…تاسي هم په يونه يوكارځان اخته كئ، لكه هيڅ چې نه وي پېښ.خو خپلوخبرواوكړووړو ته پام كوئ… چې هيڅ كوم بې ځايه څه درڅخه ونه شي ،پوى شوئ؟…

چې دوى راته «ښه»كړه، زه هم نورونه ځندېدم،له شورماشوراواړو دوړه په ډك زړه پوهنتون ته ترې وخوځېدم. اوهلته مې رښتياهم ښه ډېر مالومات ترلاسه كړل. خبره زموږ تراټكل لويه وه. په دغه ورځ ښايسته اوږد ليست زموږ پوهنځي ته راغلى و.هلكانوويل چې له نژدې هرټولګي څخه يې محصلين بېولي وو. خوڅوتنه ؟ له كومو ټولګيوڅخه ؟اوپه څه خاطر؟… دا هغه پوښتنې وې چې سم دلاسه يې هيچا كره ځواب نه درلود. بس هرچا له خپل اټكل اوګومانه انګېرنې لرلې.اوهمدې خبرې دټولوډاراونارامتيا ته لا زور وركاوۀ. ټول وارخطااوډاراخيستي وو. هرچا ته چې دې كتل بڼې يې داسې الوتې وې لكه دمړوخاوره چې دې ورشيندلې وي. ښكاره ده چې زماحال هم تردوى ښه نه ؤ، خوچاره څه؟ له دې راپېښې بلا دتېښتې لاره ماته هم نه وه رامالومه. هماغه ؤ چې زياتي مې په پوهنځي كې پاته كېدل بې ځايه وګڼل. پاڅېدم،نېغ دعلي آباد روغتون مخې ته دملي بسو تمځای ته ورغلم. لومړی ښار، بیاله هغه ځایه په بل ملي بس كې سيد نورمحمدشاه مېنې ته لاړم. چې ورورسېدم، سيخ ديوسف دماماكورته ورغلم. هلته مې هغوى، هم په كيسه خبركړل اوهم مي هغه ټولې سپارښتنې، چې ددې حالت دپېښېدو په صورت كې يوسف راته كړې وې، تردوى پورې ورورسولې. چې بېرته ليليې ته خپلې كوټې ته راغلم دانور انډيوالان مې هم په حال خبركړل. دې كار دهغوې زړونه هم زما غوندې لږ په كراره كړل. زياتي مونو ځانونه دخداى رضا ته وسپارل. دپخوا غوندې موخپل ژوند اولارې چارې په «عادي» ډول جاري وساتلې. لكه هيڅ چې نه وي پېښ. خوداخوشي دځان غولول ؤ. څنګه څه نه ؤ پېښ؟ زموږ ډېرنژدې انډيوال يوسف يې راڅخه نيولى ؤ. دا ؤ اوس يې زموږ پخوانډيوالانوكتارهم په يوۀ ځاى كې راكنډوكړى ؤاودې كار موږ ټولوته ښه غټ ټكان راكړ. ټول يې ښه مزغن وبوږنولو، داسې كلك يې ټول وډارولوچې يومخ مو ساړۀ په هډو ننوتل. .

خو يودوه خبرومو خدازده ولې؟ زړه ته يوډول تسل هم راكاوۀ، يوډول هيله يې هم راكې زېږوله؛ اوهغه ،لومړى داچې په داسې حالاتو كې ديوسف راته كړى وصيت موبشپړاوبې له ځنډه پر ځاى كړى ؤ. هم مويې دماماكورنۍ له نيول كېدوخبره كړې وه، هم مو دهغه كوټې ته داستخباراتودكسانوترراتلومخكې دهغه ټول شيان په بشپړپام پلټلي ووچې كه چېرې كوم خطري شى پكې وي، ژرترژره يې ترې ايسته كړو. اودويمه خبره يې دا چې يوسف يې «له ښه مرغه» نه په يوازې سر نيولى ؤ، نه هم له مازي يو دوو تنوسره. نه، زموږ انډيوال يوسف يې له يوې بشپړې ډلې محصلينوسره نيولى ؤ. اودې خبرې ان له هغه اوله سره لاداګومان راكې ويښاوۀ چې سړيه يوسف يې ښايي په غلطه نيولى وي. سره له دې چې خپل دې ګومان ته مو هيڅ ثبوت هم نه لارۀ، خودا فکر، خداى شته يوه لحظه هم نه راكې كمزوری كېدۀ چې زموږ انډيوال يوسف به يوه نه يوه ورځ ضرور بېرته راخوشي شي، ځكه دولت پرهغه باندې كوم خاص سند نه لري، كنې يوازې به يې نيولى ؤ.

اودې ته ګوره چې ددرېمې ورځې په ماښام يې يوسف رښتيا هم بېرته راخوشي كړ. !.

ددې معجزې پېښېدوڅومره هك پك كړو، څومره يې خوشاله كړو، دهغې اټكل خوبه نو ته هم كولى شې. په ټولوكې له سره ساه وچلېده. عجيبه وه. يوسف بېرته راخلاص شو؟هغه هم دكمونيستي دولت له شره؟ هغه هم داسې لنډګڼډ؟…خو تردې لاهم عجيبه دا چې يوسف پخپله له خپلوراخلاصېدويوه زره هم خوشاله نه مالومېدۀ. هسي سوړپوړ كوټې ته راننوت، په وچ زور يې موږ ته لنډ وموسل، زهيراوچوپه خوله يې په خپل كټ باندې ځان واچاوۀ. خوموږ ډېرمجال ورنه كړ، په بيړه ترې راتاو شوو ترې وموپوښتل::

– يوسپه؟

-ها

– شكر چې راغلې… په خپر راخلاص شوې؟

– هو.

– څه وخت؟

– يوسات مخكې.

دهغه دې لنډوځوابونوبې حوصلې كړو،خلق تنګه مو ورجوخته كړه::

– ښه نو ولې داسې چوپ يې ؟…كيسه كوه کنه، څنګه يې راخوشي كړې؟

يوسف مازي لنډ په څنګ راوكتل، بې له دې چې څه ووايي ترخۀ يې موږ ته وموسل. چې موږ بيا هم ټينګار پرې وكړ::

– وايه كنه  يوسپه …څنګه يې بېرته راخوشي كړې ؟

 يوسف هم چوپتيا ماته كړه.سوړاسويلى يې وكیښ، بيا يې هماغسي په ځاى كې پروت، لكه په زوره چې اقرار ترې اخلې، په لنډولنډوخپله كيسه موږ ته وكړه : سړى يې مخامخ استخباراتوته بيولى ؤ. هلته يې له ښه مرغه نوروشكنجوته نه ؤ وركړى خوپه سوكانواولغتويې ښه ټينګ ډبولى ؤ. دۀ چې هرڅومره دخپلې ګناه پوښتنه ترې كړې وه چا ځواب نه ؤ وركړى. بس همدا سوكان اولغتې وې چې پرې اورولې يې وې. وروسته له هغه يې په يوۀ تياره كوټه كې له دوه- درې تنو نوروبنديانوسره اچولى ؤ، چې دهغوى حال تردۀ لا بدتره وو. دوې شپې اودوې ورځې يې همداسي بې له كوم تحقيق اوسوال و ځوابه پرې تېرې كړې وې. اونن چې يې بيا له كوټې څخه راايستلى ؤنودۀ ګومان كاوۀ چې ښايي بيا يې وهلوټكولوته وركوي، يا به دكوم جرم تورپرې لګوي.خوددې ټولوپرځاى يې دودانۍ په يوۀ بل ګوټ كې يوې داسې كوټې ته وردننه كړى ؤچې دكوم دفترغوندې يې سم دم مېز اوڅوكۍ پكې ايښې وې. دمېز شاته هم يوپرېړبرېتى خوډنګرسړى ناست ؤ. سړي دۀ ته په مخامخ څوكۍ باندې ان دكښېناستوست لا كړى ؤ. اوچې دى په څوكۍ كښېناستلى ؤنوسړي هم بې له ښكنځلواوسپكوسپاندوپه يوڅه مودبه خوآمرانه لهجه ورته ويلي وو چې موږ ستاله نیږدې شاوخوا څخه خبرشووچې ته له انقلاب ضدبانډونوسره تړاو نه لرې. ځكه دې اوس خوشي كوو. خوداپه دې مانا نه ده چې ته نو ګواكي زموږ له انقلابي څارنې خلاص شوې. نه، موږ دې له دې وروسته هم هماغسي له نژدې څارو؛ اوكه موڅه دركې وموندل بياخونوته خپله هم پوهېږې چې څه به درسره وكړو. بيا يې پرې وربړچ وهلي ؤ:«ځه، اوس مې له مخې پرته شه!»اوپه دې ډول يې دى بېرته راخوشي كړى ؤ. .

موږ له حيرته په وازه خولۀ ددۀ كيسه واورېده.بيامودخپل پوهنځي دها نورو رامالوموكسانودحال پوښتنه ترې وكړه، خودهغوى له حاله دى هم نه ؤ خبر. داسې مالومېده چې هريويې جلاجلا ساتلى اودهر يوۀ برخليك يې په جلا ډول ټاكلى ؤ. په هرحال،كومه خبره چې همدااوس دډېرې خوښۍ وه هغه دا وه چې زموږ انډيوال يوسف دانقلابي دولت له شره په خير راخلاص شوى ؤ؛ اودوهلوټكولوله څوخاپونواوتغموپرته شكرپه نوربدن هم روغ رمټ ؤ. اودا په دغو وختونوكې څه داسې وړه نېكمرغي نه وه چې دهرچا په برخه شي. خويوه خبره دخواشينۍ اونارامتياهم وه؛ اوهغه ،هغه ژور بدلون ؤچې له دغې ورځې راوروسته ديوسف په چلندكې راپېښ شو. يوسف زياتي هاغه زموږ پخوانى ټينګ انډيوال يوسف نه ؤچې دژوندهره شېبه او دزړه هره خبره يې له موږ سره شريكوله. نه، هغه اوس يومخ بدل شوى ؤ. هغه اوس دهرې ورځې په تېرېدوځان نوراونورهم راڅخه ګوښه كاوه. انډيوالي يې كه څه هم له يوې مخې راسره شلولې نه وه، خوسړى له ورايه پرې پوهېدۀ چې هغه اوس مدام دخپل ځان دراڅخه لري ساتلوپه لټه كې دى، په تېره بيا هغه وخت چې موږ به دپخواغوندي دكمونيستي ګوند اودولت پركړو وړو خبري پيل كړې. داوخت خو به يې ځان داسي په بيړه راڅخه ګوښه كړلكه له كومې روې چې تښتي. اوداهغه څه ؤچې موږ ټول يې خداى شته ډېرځورولو. يوسف؟…زموږ هاغه ټينګ اڼديوال يوسف داسي له موږڅخه ځان ساتي؟ داسي احتياط له موږ سره کوی؟ …اخرولې؟څه پېښه ده چې سړى داسي يومخ واووښت؟…دې،اودې ته ورته پوښتنوبه ضرورآنورانډيوالان هم ځورول، خوزه يې يومخ سربداله كړى وم. په تېره بيادهغه دې جملو:«.ستاله نیږدې!.شاوخوا څخه خبرشوو» او « وروسته له دې دي هم هماغسي له نیږدې!څارو؟   » هن؟ رښتيايې هم همداسي ورته ويلي وو؟،.كه داسي وي، بياخونوددي خبرې ماناداچي د يوسف په همدې «نیږدې!» شاوخوا کي یوڅوک دولت ته زموږجاسوسي کوي!..او ده ته ترټولوور«نیږدې!»کسان خو همدا«موږ»یو کنه….ځكه خونويوسف هم له همدا«موږ!»څخه ځان داسي ساتي. خوڅوك ؟…څوك دى دا رزيل انسان چې دادومره غټ خيانت له موږ سره كوي ؟…ايا يوسف ته داخاين ورمالوم دى؟ايايوسف هغه پېژني ؟.نه ،نه…داخبره له عقله لري برېښي. كه ورمالوم واى نومازي له «هغه» څخه به يې ځان ژغورلى نه له موږ ټولوڅخه. كه ورمالوم واى ښايي دهغه نوم يې ان موږ ته لا راښودلى واى…نه، يوسف ته يقيناً دا څوك نه دى ورمالوم؛ اوبرسېره پردې ددولت كسان دومره شوده ګان هم نه دي چې دخپل جاسوس نوم چاته رسواكړي. ښه نودادلستوڼي مارڅوك دى چې زموږ خبرې دولتي كسانوته وړي؟.څنګه به يې پېژنو؟اوڅه وخت به يې دادخيانت نقاب له مخې ايسته كوو. بس، شپه ورځ په همدې چورتونوكې راباندې تېرېده، پرله پسې مې له ځان سره ددې ترخۀ رازدراسپړلوهڅه كوله. خوټول بې فايدې. هرڅومره چې مې په ځان زور راووړهغومره لږ دخپلوپوښتنوپرځوابولوبريالى كېدم. يوه ورځ خو مې ان دالا زړۀ ته راتېره شوه چې راځه سړيه دخپل زړۀ دا پټه خبره له كوم باوري انډيوال سره شريكه كړه. خوله چا سره؟ كوم باوري انډيوال؟ تراوسه خو موپه دې نیږدې انډيوالانوكې ټول باوري خلك وو. سره له دې موهاغه وو له همدې منځه يوڅوك ددولت جاسوس ختلى و. ښه نو اوس كوم ؤ هغه كس چې سل په سلوكې باور پرې وكړاى شې؟څوك څه خبر،هغه څوك چې زه به يې ترټولوباوري ګڼم،همدغه كس،ښايي كټ مټ همدغه كس به هغه څوك وي چې انقلابي دولت ته زموږ جاسوسي كوي. نوبيا؟…هماغه ؤچې بېرته له خپل فكره راپه شاشوم. .

دې نوروانډيوالانوته مو لكه چې هم همداسي پوښتنې ورپيدا شوې وې. ځكه هغوى هم ټول سرګردانه اويوډول په اندېښنوكې ډوب مالومېدل؛ اوبې له دې چې څوك دې چا ته څه ووايي ټولوله يوبل څخه ورو ورو دځان ګوښه كول پيل كړل. بس، په يوڅوورځوكې ټول پريوبل شكمن شوو. هرچا له هرچا ځان ساتۀ. هرچا له هرچا سره خپله خبره په پام كوله. ډېره موده نه وه تېره چې ورو ورو موهغه پخه انډيوالي سره په شلېدوشوه. اوچې له پوهنتونه راخلاصېدونوپه خواشينۍ سره مو وليدل چې خداى شته ښه ډېر له يوبل څخه پردي شوي وو….

په هرحال، پوهنتون خلاص شو. له هغه وروسته هرڅوك په خپل خپل برخليك پسې رهي شو. څوك په ملك كې پاتې شوڅوك له ملكه دباندې ووت. .

زه تقدير ان جرمني ته راګوزاركړم. دلته كه دمهاجرت ژونديوڅه تريخ ؤنوهغومره بياله تروراواختناقه بېغمه وو، هغومره بيادفكراوبيان ازادي له ښه مرغه ډېره وه. زه هم بېكاره ورته كښېنناستم. ددې نورووطنوالوغوندي ماهم غونډواوټولنوته ملاوتړله،اوهغه دچا خبره«بهرمېشتى مقاومت»موورته پيل كړ. په دې ډول موهم دمهاجرت له ځوروونكي يوازيتوبه ځان ژغورۀ، هم موخپلې غاړې ځانونوته خلاصولې، چې ماناموږهم، كه مونورهيڅ له وسي نه دي پوره دغومره خوضرور كولى شوچې دلته په دې لېرې اوپردۍ نړۍ كې زموږ وطن ته دورپېښ ناورين خبرتازه وساتو..

زموږ دنورو«فعاليتونو»په لړكې دغه يو«فعاليت»، زماپه ګومان دډېري يادونې وړ وو.اوهغه، هركال دمرغومې پر شپږمه نېټۀ «پرهيوادباندې دروسانوديرغل نېټه»زموږ ترټولولويه مظاهره وه. بس هركال به پرهمدې نېټه دجرمني له ګوټ ګوټ څخه وطنوال د(بُن)ښارته ، چې هغه وخت دجرمني پلازمېنه ؤ، سره راټول شوو. لومړى به مودښـارپه واټونوكې ښه په کش مظاهره ورته وكړه بيابه دبُن لوى پارك(هوف ګارتن)ته ورغلو،هلته به مولومړى پرروسي ضد، كمونيستي ضد بيانیودخپل زړه بړاس ويوست، بيابه مودقطعنامې په صادرولويوځل بياپرملك باندې دروسانويرغل وغاندۀ ترې وبه موغوښتل چې ژرترژره له افغانستانه پرته شي….

اودهمدې مرغومې دشپږمې نېټې په يوه مظاهره كې مې يوه ورځ خرامان يوسف هم وليد. هلته يوڅوكتاره له مامخكې په مظاره كې روان ؤ. خدازده ولې يې يوځل ترشاراوكتل چې مايې هغه هروختنۍ ښكلې څېره وليده. يوسف ؤ. بې اختياره مې له ځان سره وويل: ((خرامان يوسف؟!…دلته؟!..په جرمني كې؟!…)) اوله خوښيه په تپاند زړۀ مې لاس ورته وخوځاوۀ، خوهغه لكه چې ونه ليدم.بېرته يې مخ واړاوۀ په مظاهره كې يې وړاندې تګ جاري وساتۀ. زما طاقت ونه شو. له خپله كتاره راووتم، غوښتل مې هغه ته ورشم چې دمظاهرې دنظم يوڅارونكى راوړاندې شو،نرم يې داوږې له راكښېكښودلوسره وويل:

– نه وروره…دمظاهرې نظم وساته،بېرته خپل لاين ته لاړ شه.

چاره نه وه. بېرته خپل كتارته ستون شوم. خوبيامې نودمظاهرې ترپايه يوسف له پامه و نه غورځاوۀ. چې «هوف ګارتن» ته ورسېدواوټول شاوخوادبيانيولپاره مخامخ جوړشوي دريځ ته ودرېدو، زه هم نور ماتل(معطل)نه شوم،په بيړه مې يوسف ته ځان ورورساوۀ، غلى مې له مټه ونيوۀ. ماته له راكتوسره يې چيغه غوندې له خولې ووته::

– اوه !…اوه!…سليمه؟…ته؟

اوښه ټينګ يې په غېږ كې ونيولم. ماهم په داسې حال كې چې بې اختياره دهغه پوست غومبرى مچاوۀ ورجوخته كړه::

– ته؟!…دلته؟…څه وخت؟… څه وخت په خيرراغلې؟

دۀ وويل :

– دانژدې دوه كاله كېږي،زوروره…

اوغوښتل يې نورهم وړاندې لاړ شي چې په دريځ باندې دبيانيوپيل كېدوچوپتياته اړ يوست. هماغه ؤچې مازي په پسنهاري مولنډديوبل حال احوال وپوښته، په دې سلاشووچې له مظاهرې وروسته به ضروريوځاى سره كښېنو. بيانودواړه مخامخ ويناكوونكي ته غوږشوو. خوپه دې ټوله موده كې موديوبل لاس نيولى ؤ، هرڅوشېبې پس به موپه مينه وړوسترګو يوبل ته سره وكتل اوبې اختياره به وموسېدو،لكه تردااوسه چې موهم له يوبل سره دبياليدونېكمرغي زړه ته نه وي لوېدلې. .

چې مظاهره دتل په شان د قطعنامې په صادرولوپاى ته ورسېده اومظاهره كوونكي بېرته سره خوارۀ شول، موږهم همدغسي لاس په لاس ترټولونیږدې چايخونې ته سره لاړو. هلته مويوه ډكه چاينكه قهوه ځانونوته راوغوښته، له خوښيه په ډكوزړونوموغورې پيل كړې. دۀ لومړى جرمني ته دخپل راتګ كيسه راته وكړه، بيايې دلته دخپل روزګاراوسياسي پناهندګۍ له حاله خبركړم، په پاى كې يې هم زما دپوښتنوپه ځواب كې دنوروانډيوالانوپه باب اوله هيواده زماترراوتووروسته پېښوپه باب، تركومه ځايه چې دۀ ته ورمالوم وو، مالومات راكړل. ماهم خپله كيسه ورته تېره كړه. دخپل ځاني ژوند، خپلې كورنۍ اوزموږ دګډوانډيوالانودپاتې برخې په باب رامالوم خبرونه مې ټول ورسره شريك كړل. چې له دې خبروراخلاص شوو، زياتي نوماهم خپلې اصلي پوښتنې ته وارراغلى وليد. له تودې قهوې څخه ديوۀ غټ غړپ له كولووروسته مې په داسې حال كې چې پياله بېرته پرمېزاېښوده،ترې وپوښتل::

– يوسپ جانه؟

– ها؟

– اوس خودادى شكرپه بېغمه زړه سره ږغېداى شو، كنه؟

يوسف تندى لږسره ګونځې غوندي كړويې ويل:

– هوشكر…ولې ؟

اوچې مانېغ په نېغه ورجوخته كړه: :

– ښه نواوس خوراته ووايه چې هغه په تاكې څه پسات ؤ چې ويې نيولې؟

مهربانه يې وخندل ويې ويل:

– پسات؟…څه پسات؟… هيڅ پسات هم نه ؤ راكي.

– نوولې يې ونيولې؟

هماغسي په خندايې راغبرګه كړه :

– بس ستاسي په خاطر يې ونيولم.

دې ځواب يې هك حيران كړم،په تعجب مې له خولې ووتل::

 – «زموږ»په خاطر؟

– هو،ستاسي په خاطر.

اوپه خپله څوكۍ كې له سره راسم كېدو وروسته وړاندې پسې لاړ:

– ته ښه خبريې چې هغه وخت دپوهنتون ټول محصلين دګوندي كسانوترڅارنې لاندې وو. هرپوهنځى، دهرپوهنځي هرټولګى… …

مامازي سردتائيدپه علامه ورته وخوځاوۀ، دې مې دخپلې خبرې كولوته پرېښود.دۀ هم ډېر ونه ځنډولم پسې زياته يې كړه:

– زموږ ټولګى هم دنوروټولګيوغوندي په وړو وړوډلووېشل شوى ؤچې هري یوې يې خپل څارونكى لارۀ…خويوازې دا زموږ ډله وه چې له دې شره خلاصه وه؛ هغه هم نه له دې كبله چې موږ نوګواكي ګوندي څارونكى نه لارۀ، نه نه.موږ ته يې هم خپل كس ګومارلى ؤ. ګوډغلام درته ښيم…خوددوى بدمرغي په دې كې وه چې هغه موږ ته رامالوم ؤ. ځكه ددوى ترانقلاب مخكې لاموږ دهغه له ګوندي توبه خبروو. كه ستا په يادوي څوڅوځله يې په دا ګوډه پښه خپلې هڅې هم وكړې، خوموږ ورته هوښياروو. هماغه ؤچې څه موده پس يې دى هم زموږ له ډلې وویست…..

ما، چې په ذهن كې اوس يومخ هغووختونوته ستون شوى وم، دپخواغوندي سرورته وخوځاوۀ څه مې ونه ويل. خويوسف په سنتوكې له لنډموسلوسره وړاندې پسې لاړ::

– ښه نوچې خبره داسې وه، اوس نوته خپله ووايه، دوى بايدڅه كړي واى، هن؟…موږ يې دغسي بې څارونكي پرې ايښي واى؟

چې زماچورتي له خولې ووتل:

– نه.

دۀ هم چټك راغبرګه كړه:

– نوبيا؟

اوبې له دې چې زما ځواب ته ماتل شي پرې ورزياته يې كړه::

– بياخونويې يوبل څوك بايدراته ګومارلى واى. اودې كاريوازې په دوو صورتونوكې امكان درلود: يابه يې له بهره يوڅوك زموږ په ډله راګډاوۀ، په دې صورت كې به موږ په اتومات ډول هغه ته دشك په سترګه كتل اودګوډغلام غوندي به موځان ترې ساتۀ. اوياخويې نوبياله همدې موږ څخه يوڅوك بايدخپلې جاسوسۍ ته ګومارلي واى؛اوهمداسي يې هم وكړل. زه يې ونيولم…ځکه ترتاسوټولوزه ډېر ډارن اوبېغيرته ورته واېسېدم…په هرحال. له پوهنتونه يې نېغ استخباراتوته وروستم.هلته يې هم خپله ښه مغزن وډبولم هم يې دنوروشكنجه كول راوليدل. اوف اوف،پوښتنه يې مه كوه. چې هرواربه يې خواركيانوته برق(برېښنا)وركړداسي سوې كريغه به يې له خولې ووته چې نه مې ولاكه دانسان داسي چيغه اورېدلې وي نه دحيوان. دې كار، که يوڅه غيرت له هاوهلوډبولوراپاتې ؤ، هغه يې دلته پوپناه كړ. بس په زاريوجګيوورته سرشوم چې هرڅه واياست هغسي كوم خودخداى روى ته وګورئ له دې برقي شكنجومې وساتئ.آخردوى هم راسره ومنله، ويل يې سمه ده، موږ خبریوچې ته له انقلاب ضدبانډونوسره نه يې تړلى، خوداستاانډيوالان سم نه دي رامالوم. ددوى حال به ته رامالوموې. بيايې يووړوكى ټېپ(ټېپ ريكارډر)راكړوې ويل په تا باندې هسي هم ستاانډيوالان باورلري، اواوس چې موته وهم نيولې،اوس خوبه يې پوره يقين راغلى وي چې ته زموږ له ملګروڅخه نه يې.كه يې هم نودانقلاب ضدعناصروڅخه به يې اوداهغه څه دي چې موږ يې هم غواړو. ځكه اوس به لا په بېغمه زړه خپل رازدرسره شريكوي. ته به هم دهغوى داخبرې ټېپوې اوترموږ پورې به يې رارسوې. بس له همدې نن ورځې څخه ستاوزيپه(وظيفه)همدغه ده. يابه دانقلاب ملاتړكوې يابه دانقلاب ضدعناصروپه ډله کي دریږې،درېمه لارنشته. ماته هم بله چاره راپاتې نه شوه، ورسره و مې منله. هماغه ؤچې دوى هم ټېپ په لاس راخوشي كړم:.

ماتېره يوسف ته وكتل شكمن مې وپوښتل:

– اوتا؟

يوسف ترخۀ وموسل له شرمه په ډكه لهجه يې وويل:

– ما…ماهم همداسي وكړل.څوڅوځله مې ستاسي ټېپ كړې خبرې دوى ته ورسولې.

اوپه داسي حال كې چې غټې تورې سترګې يې راډكې شوې وړاندې لاړ:

– څه مې كړي واى؟… دغسي خومې هم دوى نه شوه پرېښودلاى، زورراپسې ؤ. شاته پړانګ ؤمخته پاڼ. چاره نه وه .

اوديوۀ ساړه اسويلي له كښلوسره يې پرې ورزياته كړه:

– پوهېږې چې څومره غذابونه راباندې تېرشول؟څومره مې له خپله ځانه بدراغلل؟…په شپوشپومې په خپل ځاى كې ژړلي …په كراتوكراتومې مرګ له خدايه غوښتى….

مالادغسي بوږنېدلي وركتل چې يوسف بېرته ځان راټينګ كړ، مخامخ يې راوكتل ويې ويل :

– خودايوه خبره مې ښه په كلكه واوره. هيڅكله…هيڅكله مې ستاسي داسي خبره ټېپ نه كړه چې كوم جنجال تاسي ته پېښ كړي. همدايوشرم مې بس ؤچې دخپلو انډيوالانو جاسوسي مې كوله، خوددولت سپيوته دهغوى په ګيروركول؟نه. په هيڅ صورت سره نه. هماغه ؤچي ماته هم بله چاره راپاتې نه شوه بې له دې چې ورو ورو ځان له تاسي څخه راګوښه كړم. له ښه مرغه تاسي هم دوخت په تېرېدوسره وپاشل شوئ. اوداهمداسي ښه وه،ځكه په دې كې دټولوخيرؤ. اخردوى هم لاس راڅخه واخيست….

يوسف داوويل بيا دغسي چوپه خوله ماته راكتونكى پاته شو. لكه زما غبرګون ته چې ماتل وي. ماهم څوشېبې دغسي په اندېښنوكې ډوب دۀ ته وكتل.وروسته له هغه پاڅېدم،په شمېرلوګامونودمېزآبلې خواته يوسف ته ورغلم، نرم مې يې سرپه غېږ كې ونيو. يوسف له غريوه په ډك ستوني وويل:

– اوس چې په رښتياكيسه خبرشوې، اوس هم نه يې رانه خپه؟

ماپه دلاساورغبرګه كړه:

– نه وروركه خداى دې نه كوي. په دغوشرايطوكې كه زه هم واى همداسي به مې كړي وو..

په دې ځواب يې لكه چې ډاډګېرنه وشوه، پاڅېد مينه ناك يې په غېږ كې ونيولم. ماهم يوسف په غېږ كې ونيو، ورومې شاوخواوكتل. له دې سره مې پام شوچې شاوخواناست كسان ماناداره موسكاپرشونډورډرډ موږته راګوري. زه پوهېدم چې دلته په اروپاكې دنارينه وو په غېږكې سره نيولوته خلک په بله سترګه ګوري…خوموږاوس په چاكې رى هم نه واهۀ.

1 COMMENT

  1. دروغ نه شم درته لیکلای
    هسی د زړه په زور مې تر یو ځایه ولوسته، یا زه بد زوقه شوی یم یا به کیسه کې مزه نه شته بس پرې مې خوودله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب