پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهکندهار کې ماین چاودنې څلور ملکیان وژلي

کندهار کې ماین چاودنې څلور ملکیان وژلي

تاند (دوشنبه د جدي ۱) د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې د دوو ماشومانو په ګډون څلور ملکیان وژلي دي.

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وايي، دا پېښه نن غرمه شاوخوا ۱۲:۳۰ بجې د ارغنداب ولسوالۍ اړوند بوډای سیمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړی وايي، چاودنه د ملکیانو په یوه زرنج شوې چې یاده مرګ ژوبله یې اړولې ده.

دده په خبره په دې پېښه کې د دوو ماشومانو په ګډون څلور ملکیان وژل شوي دي.

چارواکي ادعا کوي چې دغه ماین د طالبانو له لوري ځای پر ځا شوی و، خو طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

د یادولو وړ ده چې د څه مودې راپدېخوا د پلازمېنې کابل په ګډون په ډېرو ولایتونو کې د سړک غاړې ماین چاودنې زیاتې شوي چې ډېری قربانیان یې ملکي وګړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...