یکشنبه, مې 19, 2024
Home+ټولنه، ځوانان، خرافات او انحرافات

ټولنه، ځوانان، خرافات او انحرافات

شوکت الله عابد
په ټولنه کې د ټولېز سمون لپاره اړمن یو چې د دولتي سازمانونو، نادولتي سازمانونو، پوهنتونونو، ښوونځیو، جوماتونو، مدني ټولنو او نور علمي، زده کړییزو او فرهنګي سازمانونو موخې په واضیح توګه ټولنې او ټولنوالو ته تعریف او توضیح کړو. همداشان د یادو بنسټونو د فعالیت بڼه او ساحه د انساني او اسلامي ارزښتونو په رعایت او منلو سره تعریف او موخې یې روښانه شي.
زموږ په ټولنه کې په ټولېزه توګه لاندې ستونزي موجودې دي:
– د پوهاوي او زده کړو ټېټه کچه
– جګړه او عدم ثبات
– په سازمانونو او بنسټونو کې ټیټ کاري کفایت او اهلیت
– اداري، مالي، اخلاقي او سیاسي فساد
– جنسي فقر
– اقتصادي ستونزې
– او داسې نورې ستونزي او عوامل شته چې ټولنه یې له خوشبختۍ څخه د بدبختۍ دایرې ته را انتقال کړی ده.
که د پورته ټولو مسایلو په استازیتوب رسنۍ وڅېړو نو د دوی په خپرونو کې د ټولنې د سمون لپاره د محتوا له نظره کیفي پاملرنه نه/بیخي کمه، کیږي.
سندرې، سریالونه، سیاست، لوبې او تفریح د رسنیو اساسي خپرونې دي، چې پر همدې خپرونو کې د ټولنې د سمون لپاره د محتوا او کیفیت له نظره کوم ځانګړي بنسټیز پیغامونه نشته او که لري یې هم، نو د ټولنې د سمون لپاره یې موثریت په نشت حساب دی.
همدارنګه په هر برخه کې اساسي ستونزې شته چې واضح تعریف ته یې اړتیا ده او د یادو ستونزو د عواملو په راسپړلو کې د ټولنې سمون او بدلون لپاره مشخصې حل لارې نغښتې دي.
پایلی:
– لومړی باید موږ خپلې ستونزی ومنو او د تأثیر لرونکو عواملو د څېړلو او د هغو د له منځه وړلو لپاره په ټولېزه بڼه کار او عملي اقدام وکړو.
– دولتي او نادولتي بنسټونه دې خپل فعالیت د ټولنې د عیني واقعیتونو پر بنیاد عیار او د فعالیت بڼه دې په واضح ډول تعریف او ساده کړي.
– د فساد پر ضد هر اړخېزې او د یوه مشخص ادرس له لارې قاطع مبارزې ته اړتیا ده.
په سازمانونو او د دولت په کچه د څارنې قوي او موثرې چرخې او مکانیزم ته اړتیا ده. دلته د دولتي او غیردولتي بنسټونو تر ډیره پر دې معقولې چې، {تو من را ملا بگو، من شما را حاجي میگویم} څرخیږي.
– د ښوونځیو، پوهنتونونو او جوماتونو استادان او علمان د ټولنې او د ځوانانو د اصلاح مسؤليت لري، په اړوندو مرکزونو کې دې د اصلاح تبلیغ او ترغیب وکړي، خرفات او د هغې زیانونه دې تشریح او توضیح شي، د ځوانانو د انحرافاتو د فردي او ټولنېزو زیانونو په اړه دې علمي، عملي او مشخصې برنامې مطرح او پلي شي.
– په سازمانو کې دې حداقل د تشریفاتو په کچه پروګرامونه په عملي بڼه پلي شي.
– د پورته وړاندېزونو ترڅنګ دې ټول هغه عوامل او فکتورونو په نظر کې ونیول شي چې د ټولېز ټولنېز سمون او بدلون لپاره اغېزمن وي.)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب