یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Home+په چين کې د کوویډـ۱۹ ضد واکسين د تطبیق چارې پيل شوې

په چين کې د کوویډـ۱۹ ضد واکسين د تطبیق چارې پيل شوې

جان روان ځاځی/ بېجينګ

د چین د روغتيا ملي کمېټې د ناروغيو کنټرول څانګې مسئول څوی ګانګ د ډسمبر په۱۹مه نېټه د کوویډـ۱۹ ويروس په اړه د حکومت په يوې مطبوعاتي غونډې کې وویل، چې اوس په چين کې د کورونا ضد واکسين د سرتاسري تطبيق چارې پيل شوې او په لومړي ګام کې د وارداتي، عامه ترافيکي او طبي چارو کارکوونکو په ګډون اړمنو کسانو ته ورکول کیږي او په دويم ګام کې به د واکسينونو توليدي اندازې له زياتېدو وروسته په ټول چين کې توزيع شي.

د کوويډـ۱۹ ضد واکسين د جوړولو په برخه کې د چين د حکومت د ځانګړي ټيم مسئول جنګ جونګ وی په يادې مطبوعاتي غونډې کې د واکسين د اغيزمنتوب په اړه وویل، له کله چې چين د روان کال په جون کې د کوویډـ۱۹ ضد درېيو واکسينونو بېړنۍ کارونې ته اجازه ورکړې، تر دې دمه له يو ميليون زیات واکسينونه خلکو ته ورکړل شوي او هیڅ سخت او د اندېښتې وړ عوارض يې نه دي ښودلي، چې دا د دغو واکسينونو د خونديتوب او اغېزمنتوب ښکارندويي کوي.

  په چين کې کوویډـ۱۹ ويروس نسبتاً کنټرول شوی او د يادو واکسينونو د درېيم پړاو کلينيکې ازموینې يې په هغو هيوادونو پيل کړي، چې کورونا ناروغي پکې ډېره خوره شوې او په دې بهير کې هېڅ سخت جانبي عوارض نه دي رامنځته شوي.

 په ياده غونډه کې روغتيايي کارپوهانو وويل، هغه کسان چې واکسينونه يې اخيستي، طبي سپارښتنې بايد جدي وګڼي او مراعت يې کړي، ځکه تر اوسه هيڅ يو واکسين سل سلنه اغېزمن او خوندي نه دی، نو بايد ټول احتیاط وکړي او روغتيايي سپارښتنې بايد جدي وبولي.

 چين په داسې حال کې د کوويډـ۱۹ ضد واکسينونو د اغيزمنتوب او ډاډمنتوب خبر ورکوي، چې په دې وروستيو کې په بريتانيې او امریکې کې د یاد ويروس ضد فایزر ـ بايوانيټک واکسين پيل شوی دی. روسیې هم خپل جوړ سپوټنيک په نوم د کوويډـ۱۹ ضد واکسين پيل کړی، خو ویل کیږي، چې د روغتيا نړيوال سازمان اجازه یې نه ده ترلاسه کړې.

د چين چارواکو څو ځلې ژمنه کړې چې د کوویډـ۱۹ ويروس ضد واکسين به داسې عامه توليد وګرځوي، چې په ګردې نړۍ کې هر څوک ورته لاسرسی ولري او پرمختيايي یا مخ پر ودې هيوادونو ته به لومړیتوب ورکړي.

د روغتيا نړيوال سازمان د روانې مياشتې په ۱۸مه نېټه اعلان وکړ، چې د کوویډـ۱۹ ضد واکسينونو له اړوندو شرکتونو سره يې تړونونه او هوکړې لاسليک کړي، چې له مخې به یې دوه مېليارډه ډوزه واکسينونه ترلاسه کړي او ټولو هيوادونو ته به یې ورسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب