پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeادبشعرد څو شاعرانو څو شعرونه

د څو شاعرانو څو شعرونه

رحمت الله حکیمي

غزل

یوه شېبه چې مینه اورڼا غاړه غړۍ وي
هغه دم به ښکلا اوپکتیکا غاړه غړۍ وي
دستورله کاروانه به شو څنګه وروسته پاتې
په سر مو چې پګړۍ اوبسم الله غاړه غړۍ وي
تر څو چې بلواکي فکرونه سیند ته لاهو نه کړئ
همیش به سره مرمۍ اواریاناغاړه غړۍ وي
باور وکړئ دلمر په مراندو هم خیژی اسمان ته
ذهنو کې مو که تنده اوبریا غاړه غړۍ وي
ریدي غوندې به ټوله ځواني وړمه ستا په غیږ کې
اورګونه ! که په شونډو دې موسکا غاړه غړۍ وي
هغې پورې یې ساه له تنه مه بیلوي خدایه !
چې دغه حکیمي هغه ښکلا غاړه غړۍ وي

———-

په کوټه کې کتابونه تصويرونه

ښکلوم دې تصويرونه تصويرونه

غم دې شته دی شکر زه يوازې نه يم

راسره دي ستا يادونه تصويرونه

ستا تصوير او زما سپينې ،سبينې اوښکې

بيا روښان دي څراغونه تصويرونه

تورې سترګې،شونډې سرې او شنه خالونه

د هيواد دي څو رنګونه تصويرونه

ستا غرل د ناقرارو زړو تسکین دی

پکې مينه او دردونه تصویرونه

فريد احمد تسکين ـ پکتيا

۱۳۹۴/۱/۲۹

————-

د نوي کال لومړی غزل

بصيرالحق عادل

بيا دې درد برباد کړمه دمه شومه

اوس يې ايله ښاد کړمه دمه شومه

راغله پر زيارت جنډې يې نوې کړې

راغله بيا يې ياد کړمه دمه شومه

مور مې په سرتوري دعا وکړله

بيا يې زه اباد کړمه دمه شومه

اخ، د درد پاچا ايره ايره يې کړم

اخ، لاس کې يې باد کړمه دمه شومه

ياد يې کړ دعا کې په ژړا عادل

زه چې يې مراد کړمه دمه شومه

۱۳۹۴/۱/۱۴

هلمند

غزل

محمود. شهيم

کله مې  مړو کې شماري, کله مې ژوندوکې شماري.
زه لېونی يمه که دا مې لېونو کې شماري.

يه شعر پرستې خفه نشې! خو مجبوره به وي.
شاعر دې ځکه ګلابي لېمې لمبو کې شماري.

زه هومره ډېر شمه چې څومره داېرې ډېرې شي.
خلک مې ولې نيست* تړلو داېرو کې شماري.

د دغه چم وګړي ژوند داسې کوي ګلابه!
خپلې خوښئ هم پټې پټې په سلګو کې شماري.حخثف

زه مې ژوند داسې يوناترس ګرداب ته راوستمه.
چې نه مې ځګ بولي او نه مې په اوبو کې شماري.

راشه د بلې دې خبرکړم ته خبريې کنه?
هغه شهيم لېونی هم ځان په سړوکې شماري(!)

*نيست په معنا دنابودۍ سره

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب