د تورو د نوم، بڼې او غږ ترمنځ د اړیکو د نشتون په صورت کې د ستونزو شننه
لیکوال: عبدالحنان آرمل ✍️
لنډیز
په دې مقاله کې د لیکدود یا د املا د زده کړې هغه ستوزنزه سپړل شوې چې د تورو د نوم، بڼې (شکل) او غږ ترمنځ د اړیکو د نه وضاحت له امله رامنځته کېږي. دا څېړنه د ښوونځي د لومړیو ټولګیو د زده کوونکو د تجربې پر بنسټ ولاړه ده. دا ستونزه نه یوازې په نصاب کې لیدل کېږي بلکې ښوونکي هم د دې اړیکو تدریس ته علمي لار نه لري. مقاله د تورو د غږونو د پېژندلو لپاره علمي لار، تمریني متن، جدول او د نړیوالو معیارونو بنسټیز اصول وړاندې کوي.
کلیدي اصطلاحګانې
لیکدود (املا)، نوم، بڼه (شکل) غږ، ماشوم، لیک لوست، نصاب او د فونیم او ګرافیم ښوونه.
لیکدود (املا): خپلې یا د بل کس خبرې په سمه توګه لیکلوته املا وایي.
نوم: هغه کلمه ده چې حس کېدونکي او نه حس کېدونکې پدېدې نوموي.
شکل یا بڼه: د یوه حرف هغه لیکلي نښه ده چې د یوه ځانګړي غږ استازولي کوي.
غږ: هغه آواز دی چې د یوه توري له وینګ څخه پيدا کېږي او د الفبا غږېزه بڼه جوړوي.
ماشوم: هغه کس چې بلوغ ته نه وي رسیدلی ماشوم ګڼل کېږي.
لیک و لوست: یوه ګډه اصطلاح ده چې دوه مهارتونه په بر کې نیسي؛ لیک: د تورو، کلمو او جملو لیکل. لوست: د تورو، کلمو او جملو پېژندل، تلفظ او ورباندې پوهېدل دي.
نصاب: په زاهد پښتو پښتو سیند کې نصاب ته لیکل شوي دي؛ پانګه، هغه مال چې زکات ورکول ورباندې واجب وي، د ښوونځي لپاره مقرر شوي کتابونه، کتنه، اندازه. دلته نصاب د زده کړې د یوې منظمې لړۍ ټولګه ده چې موخې، موضوعګانې درسونه، فعالیتونه او ارزونه په کې شامله وې کوم چې د ښوونېزې ادارې له خوا ټاکل کېږي څو زده کوونکي ټاکل شوو مهارتونو او پوهې ته ورسېږي.
ګرافیم(Grapheme): د یوه حرف د شکل ژبپوهنېز نوم دی. ګرافیم د یوه حرف لیکل شوي شکل ته وایي. هغه څه چې موږ يې په سترګو وینو او پر کاغذ یې لولو یا لیکو.
فونیم (Phoneme): د یوه حرف د غږ ژبپوهنېز نوم دی. فونیم د ګرافیم غږېزه نښه ده.
سریزه
د لیکدود زده کړه د ژبني مهارتونو یوه اساسي برخه ده. د هر توري درک او پېژندنه له دریو اړخونو سره تړاو لري:
| اړخونه | پېژند | تعریف |
| اول: نوم | د توري نوم (Letter name) | د توري نوم لکه: (بې) |
| دویم: بڼه (شکل) | د توري بڼه (Grapheme) | د بې لیکل شوې بڼه لکه: ب، بــ، ــبـــ |
| درېیم: غږ (اواز) | د توري غږ (Phoneme) | د بې توري تلفظ یا غږ (b)، کتاببب (kitabbb) |
که چېرې زده کوونکي یوازې د توري نوم او بڼه وپېژني او غږ یې درک نه کړي نو لوستل او لیکل به ورته ستونزمن شي ځکه چې فونولوژیکي پوهاوی (Phonological Awareness) د لیکدود (املا) د زده کړې اساس دی. (Ehri, 1998).
د ستونې وضاحت
د یوه ښوونکي په توګه مې دا تجربه کړې او لیدلي مې دي چې ډېری زده کوونکي املا نشي لیکلی ځکه چې له الفبا سره یې یوازې ظاهري پېژندګلوي شوې ده. په دې مانا چې د توري نوم او شکل پېژني خو غږ یې نشي درک کولای.
د ذاتي بېلګې په توګه لکه څنګه چې موږ او تاسې خپل پلار یا مور د نوم، څېرې او غږ له مخې پېژنو نو زده کوونکي او هغه څوک چې لیکل او لوستل زده کوي هغوی هم باید هر توری د نوم، بڼې او غږ له مخې وپېژني.
د غږ درک کولو عملي لار
د فونیم پېژندلو تخنیک: کله چې وغواړو د یوه توري غږ پیدا کړو، باید داسې کلمه پیدا کړو چې په پای کې یې هماغه توری وي او وروسته له هغه بل ښکاره او پټ خپلواک غږ نه وي راغلی. ښکاره خپلواک غږ: (الف، و، ه، ی، ي، ې، ۍ، ئ) او پټ خپلواک غږ: (زور، زیر، پيښ( َ، ِ، ُ )). په دې مانا چې هغه وروستی غږ ساکن او ناخوځنده وي. که له توري وروسته ښکاره یا پټ خپلواک غږونه راغلي وي نو یاد شوی غږ بدلون مومي.
| توری | بېلګه (کلمه) | ورو ورو تلفظول | غږ |
| ب | کتاب، ځواب | کِتاببب، ځواببب | /b/ |
| پ | توپ، چاپ | توپپپ، چاپپپ | /p/ |
| ک | کیک، پاک | کیککک، پاککک | /k/ |
| م | سلام، قلم | سلاممم، قلممم | /m/ |
| ن | نون، خان | نوننن، خاننن | /n/ |
| …. | … | … | … |
یادونه: که له توري وروسته ښکاره یا پټ خپلواک غږونه راشي غږ بدلون مومي نو پای یې باید بې غږه واوسي. بېلګې به یې د (ب) له تمریني متن څخه وروسته ولولو.
د یوه حرف د بېلابېلو غږونو پېژندل
د (ب) لپاره تمریني متن
تواب باغوان دی.
د بوتل اوبه یخې دي.
بورا په ګل ناست دی.
دوبی د مېوو موسم دی.
په دوبي کې ډېر ولامـبئ.
بـریا او بـریال لوبې کوي.
بـریال خپلې خور بـریا ته بابۍ وايي.
د (ب) توري غږیز بدلون او د ښکاره او پټ خپلواک غږ رول
په لیکدود کې د یو حرف غږ هغه وخت بدلون مومي چې له هغه توري وروسته راتلونکی غږ ښکاره، پټ او یا نیمه خپلواک غږ شتون ولري. بېلګه یې د (ب) لپاره په ترتیب شوي متن کې ولولئ.
د (ب) غږ بدلون د ښکاره خپلواکو غږونو له امله:
| ترتیب | شکل (بڼه) | د کلمې بېلګه | موقعیت | غږ |
| ب + الف | با | باغ، باغوان | د کلمې په پيل کې | /baa/ |
| ب + واو | بو | بوتل، بوره | د کلمې په پيل کې | /bu/ /bo/ |
| ب + واو | بو | بورا | د کلمې په پيل کې | /baw/ |
| ترتیب | شکل (بڼه) | د کلمې بېلګه | موقعیت | غږ |
| ب + ه | به | اوبه، شنبه | د کلمې په پای کې | /ba/ |
| ب + ی | بی | دوبی، سروبی | د کلمې په پای کې | /bay/ |
| ب + ي | بي | دوبي، خوبي | د کلمې په پای کې | /bi/ |
| ب + ې | بې | لوبې، لمبې | د کلمې په پای کې | /be/ |
| ب + ۍ | بۍ | بابۍ، ابۍ | د کلمې په پای کې | /b∂y/ |
| ب + ئ | بئ | ولامبئ! | د کلمې په پای کې | /b∂y/ |
د ښکاره او پټو خپلواکو غږونو توپیر
ښکاره خپلواک غږونه هغه دي چې له یوه حرف څخه وروسته جوخت راځي او د دوی په منځ کې پټ خپلواک غږ نه وي لکه: باغ، بوتل، لوبه، دوبي، لوبې.
پټ خپلواک غږونه(زور، زیر او پيښ) هغه دي چې له یوه حرف څخه وروسته راځي او لیکل کېږي نه خو په تلفظ کې احساسېدای شي. لکه: بَرْیَاْ، بِل، بُتْ.
دوه خپلواک پرله پسې غږونه
کله ناکله دوه ښکاره خپلواک پرله پسې غږونه راځي چې یو یې د نیمه خپلواک غږ دنده ترسره کوي؛ کله داسې هم کیدای شي یو بېواک + خپلواک غږ راشي؛ په منځ کې یې پټ خپلواک غږ د دې سبب شي چې یو خپلواک غږ د نیمه خپلواک غږ دندې ته اړ کړي:
| کلمه | غږیز تحلیل | وضاحت |
| بریا | /barya/ | ی + الف کې (ی) نیمه خپلواک غږ دی |
| جواد | /Jawad/ | واو + الف کې (و) نیمه خپلواک غږ دی |
| دوبی | /Dubay/ | ب + ی کې (ی) نیمه خپلواک غږ دی |
دا د پښتو ژبې یو ځانګړی غږیز خاصیت دی چې زده کوونکوته باید د غږونو د تدریس پر مهال روښانه شي.
هغه توري چې ورته غږ لري:
| د کلمو بېلګې | توري (حروف) | غږ |
| لاس، ثلث، اخلاص | س، ث، ص | /s/ |
| سل، ثابت، صابر | س، ث، ص | /s/ |
| نسل، اکثر، نصاب | س، ث، ص | /s/ |
| زړښت، ذکر، ضبط، ظرف | ز، ذ، ض، ظ | /z/ |
| تخت، ضبط، حیات، خیاط | ت، ط | /t/ |
| حج، هوا | ح، ه | /h/ |
دا ډول توري زده کوونکي باید حفظ کړي ځکه چې د غږ له مخې توپير نه لري یوازې لیکنه یې بدله ده چې د بصري لیکدود (Visual spelling) برخه ګرځي.
نړۍوال معیارونه او تیوري
(Ehri) د ژبې د ارواپوهنې یوه مشهوره ژبپوه ده چې د ماشومانو د لیک و لوست د زده کړې پر بهیر یې ډېر علمي کار کړی دی. هغه د خپل کتاب (Reading Acquisition) په یوه څپرکي کې لیکي: ماشومان باید یو توری له درو اړخونو وپېژني چې لیکدود یې پیاوړی شي. غږیز پوهاوی د لیک و لوست د زده کړې بنسټ دی.
د لوستلو ساده تیوري (The Simple View of Reading) چې یوه مشهوره او بنسټېزه علمي نظریه ده. دا نظریه ګاف (Gough) او تنمر (Tunmer) په ۱۹۸۶ زېږدېز کال کې وړاندې کړه. هغوی وایې چې لوستل دوه اصلي مهارتونه غواړي: د کلمو لوستل یا رمزماتونه (Decoding) او په مطلب پوهېدل یا ژبنی پوهاوی (Language comprehension). که یو مهارت صفر وي نو لوستل نه ترسره کېږي. Reading = Decoding × comprehension.
یونسکو په ۲۰۱۶ زېږدېز کال کې په یوه راپور کې د مورنۍ ژبې د زده کړې پر اهمیت تمرکز کړی دی. راپور روښانه کړې چې: ماشومان باید لوستل او لیکل په خپله مورنۍ ژبه زده کړي. د لیکدود زده کړه باید د تورو (حرفو) د غږونو پر بنسټ پیل شي نه د شکل او نوم له مخې. د یوه حرف د نوم، شکل او غږ ترمنځ اړیکه باید په لومړي ټولګي کې زده کوونکوته روښانه شي. هغه زده کوونکي چې غږیز پوهاوی (Phonemic Awareness) نه لري املا او لوستل په سمه توګه نشي زده کولی.
پایله او وړاندېزونه
د توري نوم، بڼه او غږ باید یو ځای تدریس شي.
د هر توري لپاره تمریني متنونه، جدولونه او عملي اورېدنیز (د اورېدلو وړ) تمرینونه جوړ شي.
ښوونکوته باید د غږیز تحلیل میتودونه ور زده شي.
د نصاب په لومړیو کتابونو کې دې دا اړیکه روښانه ښی.
اخځلیکونه 📚
- رښتنی، صدیق الله. ژب ښوودنه (پښتو ګرام).: خارو خپروندویه ټولنه.
- زاهد مشواڼی، عبدالقیوم. ۱۳۸۵ ل. ل. زاهد پښتو- پښتو سیند. پېښور: دانش خپروندیه ټولنه.
- هیله من، محمد قاسم او زکو خیل، محمد قدوس. ۱۳۹۰ ل.ل. پښتو اووم ټولګی. کابل: د پوهنې وزارت.
- Ehri, L. C. (1995). Phases of development in learning to read words by sight. Journal of Research in Reading.
5. Gough, P. B., & Tunmer, W. E. (1986). Decoding, reading, and reading disability. Remedial and Special Education.
6. UNESCO (2016). If You Don’t Understand, How Can You Learn?