شنبه, جولای 27, 2024
Home+ د علامه اقبال څلوریځي/ عبدالباري جهاني

 د علامه اقبال څلوریځي/ عبدالباري جهاني

مرا روزی ګل افسرده ای ګفت

نمود ما چو پرواز شرار است

دلم بر محنت نقش آفرین سوخت

که نقش کلک او ناپیدار است

زمولېدلی ګل مي ولید چي پر ښاخ باندي ځړیږي

ویل موږ لکه بڅرکي په شېبه مو ژوند تیریږي

موږ یې څه لره یو کښلي د زمان پر سپینه پاڼه

چي لنډي ژوند ته مي ګورم پر نقاش مي زړه خوږیږي.

به پای خود مزن رنجیر تقدیر

تهِ این ګنبد ګردان رهی هست

اګر باور نداری خیز و دریاب

که چون پا وا کنی جولان ګهی هست

پښې پخپله بندي نه کړې د تقدیر په ځنځیرونو

تر دې شنه اسمان را لاندي لوری سته د تدبیرونو

که په مادي باور نسته یو ځل پورته سه بیا ګوره

میدانونه در خالي دي پښې کړه خلاصي له بندونو

کسی کو درد پنهاني ندارد

تنی دارد ولی جانی ندارد

اګر جانی هوس داری طلب کن

تب وتابی که پایانی ندارد

څوک چي نه لري په زړه کي پټ له ځان سره دردونه

نه ژوندی پر دنیا ګرځي نه یې روح د تن په خونه

که دي تن ته روح په کار دی ځه هغه ګرداب پیدا کړه

چي څپې پکښي نڅیږي چي ناپایه یې موجونه

دلا رمز حیات از غنچه دریاب

حقیقت در مجازش بی حجاب است

ز خاک تیره می روید ولیکن

نګاهش بر شعاع آفتاب است

د حیات اسرار زړګیه په غونچه کي لیدل کیږي

حقیقت یې له مجازه بې حجابه معلومیږي

سي له تورو خاورو پورته مګر وګوره سور ګل ته

مخامخ به لمر ته ګوري له شغلو یې نه مړیږي.

1 COMMENT

  1. جهانی صیب کامیابی او خوښی دی له لوی خدای ج څخه همیشه غواړو
    ډیر ښکلی او عالی شعر او دشعر په ښکلی ژبه دی ژباړلی دی

    “پښی پخپله بندی نه کړی د تقدیر په زنځیرونو
    میدانونه درخالی دی پښې کړه خلاصی له بندونو”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب