شنبه, اپریل 20, 2024
Home+د پيریانو کلی | لیکوال: فضل الحق نوري

د پيریانو کلی | لیکوال: فضل الحق نوري

غږ را باندې وشو:

ـ مشر تللی له پيریانو سره خبرې کوي!

د کلي شاوخوا ته پېریان رانږدې کېدل. مشر ته پيریانو د دریو ورځو لپاره مهلت ورکړ. د شپې لخوا د کلي بېلا بېل کورونه پېریانو سوځول.  ټول کلي کې د پيریانو د راتګ آوازه خپره وه. ماشومان آن په رڼا ورځ له خپلې څهرې ډارېدل. د ګاونډيانو په دې حالت زړه ښه کېده، ځکه چې زموږ د کلي څړځایونه ورته پاتې کېدل. اوبه ورته پاتې کېدې. د مهلت له ورځو بله ورځ هم تېره شوه. نږدې ګاونډيو کلیو خپلو کې سره راټول شول. پرېکړه یې وکړه، چې زموږ د کلیو پر لارو به نور د پيریانو د هجوم له وهمه د هماغه کلي وګړي نه راځي.

د دې کلي حالت هره شېبه خرابېدو. د ماښام مخه وه. د دې کلي سپينږیري له کلي نه د وتلو په اړه راټول شول. د غونډې ګډونوالو په دې پرېکړه وکړه، چې د غره او ځنګل په لار به نور له دې کلي وځي. غونډه پای ته ورسېده، د پیریانو له ډاره د غونډې له ځایه ټولو کلیوالو ژر ژر حرکت وکړ. شپه پخېده او توره تیاره نوره هم ځوانېدله. څوک ویده شول او څوک بیا همداسې د پيریانو له ډاره تر سهاره ویښ پاتې شول. دریم سهار هم ګړندی راروان و، دا مو د مهلت آخري سهار و. د لمر د راختلو سره د کلي په جومات کې اعلان وشو. زموږ د کلي مشر خپلو کلیوالو ته د کلي د پرېښولو او همدا اوس جومات ته د راتلو خبره وکړه. شېبه وروسته پاڅېدم، شاوخوا مې وکتل؛ خو څه مې تر سترګو نشول، غږ مې وکړ:

ـ ادې هغه زما څادر چېرته دی؟

لږ وروسته مې مور څادر راوړ او له کور نه د جومات په طرف د تلو په تکل روان شوم. کلیوال خفه معلومېدل. نیم ساعت وروسته د جومات په دروازه ننوتم. ډيری سپين ږیري او ځوانان جومات ته راټول وو. زه هم د سپين ږیرو په صف کې کښېناستم. د کلي مشر پاڅېدو او په لوړ غږ یې وویل، چې د کلي نه باید تر ماښامه ووځو. خبرو کې یې ساه واخیسته او وروسته یې بیا خبرې پيل وکړ. همدا خبرې وې، چې باید له کلي ووځو او د وتلو په وخت کې باید ټول یو ځای شو.

همداسې وشول، ټول خپلو کورونو ته ولاړل. کالي او د کور سامان یې په خپلو کورونو کې خوندي ځایونو کې راټول کړل. د اړتیا وړ شیان یې په پنډکو کې راټول او د یو ځای کېدو لپاره د ګل کاکا درمدځای ته روان شول. ګل کاکا د کلي مشر و. ده به د خپلې ځمکې غنم همدې درمد ته راټولول او زموږ د کلي مشهور ځای همدا و. د غرمې مخه وه، موږ هم درمدځای ته ورسېدو. تقریباً کلیوال ټول راغونډ شوي وو. یوازې بې اولاده ملا او د کلي کونډه نه وو. مشر غږ وکړ:

ـ یو څو ځوانان ولاړ شئ او د هغه ملا او کونډې سامان راوړﺉ!

درې ځوانان راپاڅېدل او د ملا د کور پخوا روان شول. تقریباً ملا او کونډه ګاونډيان یادېدل. ګړۍ وروسته ځوانانو د ملا او کونډې سامان هم راوړ. ټول کلیوال راپوره شول، مشر د کلیوالو تر مخ شو. ځينو ژړل؛ خو د ځينو یوازې خفګان په څهره معلومېدو. د ځنګل او غره لار خورا سخته او تر تاوان ډکه وه. همداسې تګ مو تقریباً تر ځنګل پورې دوه ساعته ونیول. کلی رانه پنه شو، د ځنګل تر څنډو ورسېدو. د انسانانو د پښو د غږ سره ټول د ځنګل حیوانات داسې رابیداره شول. تا به ویل، چې چا احوال ورکړی. له پېريانو راتښي کلیوال د حیواناتو په برید واوښتل. ځنګل شور واخیست، حیوانات ډير وو. د کلیوالو او حیواناتو مقابله پيل شوه. ځينې حیواناتو او ځينې کلیوالو خپل ژوند له لاسه ورکړ. ځنګل هم په خلاصېدو و، ډار وهلو کلیوالو مړي پرېښودل او د ژوندیو د یو ځای کولو په چورت شول. مقابلې تقریباً څه باندې یو نیم ساعت ونیوو. له ځنګل راووتو؛ خو لا د غره کړنګونو نه یو وهلي. د غره لمن کې پاتې ټول کلیوال راغونډ شول، په مړو پسې یې دعا وکړه او د غره د څوکې په طرف یې حرکت وکړ. لاره خورا سخته وه، دومره سخته چې چا یې لا تصور نه و کړی. یو وهمناک غږ مې تر غوږو شو:

-اخ سر مې!

سر مې پورته کړ، مشر له لویو ډبرو را رغړېدو. وجود مې یو ډول لړزې پسې واخیست. شور لا زور پيدا کړ، چا د مور او چا د زوی چیغې وهلې. اځل نیولي مړه کېدل او د پاتې لوېدليو د بدن یوه برخه ماتېده. د غره څوکه رالنډه وه، جوړ کلیوال همدلته دمه شول. په ګوډو او ماتو پسې ځوانان بیا ځلې ور روان شول. د غره له څوکې زموږ کلی معلومېدو. د کلي له کورونو یوازې دوړې پورته کېدې. یوه ستړې ساه مې واخیسته، مخ مې راتاو کړ. ځوانانو له کړنګونو لوېدلې کلیوالې او کلیوال را اخیستي وو. په سختیو راوختل، د مشر له سر نه څادرونه تاو وو. ټول یو رنګ څادرونه، وینې یو رنګ کړي وو. د کلیوالو کاروان بیا ځلې حرکت وکړ، زه مې یوازې د خپلې کورنۍ غم نیولی وم. داسې غم، چې د قدم په اېښودلو نه پوهېدم. وخت ډير تېر شوی و، لمر د غرو له څوکو پنه کېدو. د غره له څوکې مخ په دې خوا لاره ځوړنده وه. شاوخوا مې وکتل، د کورنۍ غړي مې پوره وو. کلیوال هم هغومره وو، څومره چې د غره په څوکه کې وو.

ښه ستړې شېبه مو مزل وکړ. د غره لمنه کې د کیږدیو کلی آباد و. کلیوال سپينږیري د کیسې د شریکولو په خاطر د کیږدیو په طرف ور روان شول. له کیږدیو هم سپينږیري راووتل، زموږ د کلي سپينږیري یې کیږدیو ته ننه ایستل. ساعت وروسته کلیوال سپينږیري له کېږدیو راووتل او د خپلو کلیوالو خواته راروان شول. له څېرو خوشحاله معلومېدل، کیږدیو والوو ورسره د یوې نیمې میاشتې لپاره د ځای ورکولو تړون کړی و. دې خبر له ټولو د ځنګل شختۍ, د کورنۍ د غړو مړي او د غره ستړیاوې هېرې کړې. ټولو وخندل او د استوګنې لپاره یې سامانونه راوشنل. ژوند مو پيل کړ، میاشت مو همدلته تېره کړه. ډيری سپینږیرو کلي ته د بېرته تګ خبره کوله؛ خو ځوانانو زړه نه کېده. ځکه چې اوس یې کلی پردی او د پيریانو په کلي مشهور و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب